د نومبر پر ۱۰مه نېټه د پاکستان تحریک انصاف د حکومت او د ناقانونه وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان لخوا په خپاره شوو بیانونو کې ويل شوي چې تر يوې میاشتې پورې پر اوربند او د مذاکراتي ډلو په جوړولو اتفاق شوی دی. د افغان طالبانو په مینځګړتوب د خبرو اترو په اړه ويل شوي چې د پاکستان د آیین او قانون په چوکاټ کې به دننه کېږي که څه هم د پاکستاني حکومت سره د ډزبندۍ او د خبرو اترو د شروع کولو په اړه بیان د تحریک طالبان پاکستان د ویاند محمد خراساني لخوا خپور شوی خو پوښتنه دا ده چې آیا دا ډله د هغو يوشمیر... Читать дальше...
خوستوال وايي، بهر ته د زڼغوځیو صادرولو پروړاندې ستونزو یې نرخ تر نیمايي کم کړی دی. د تیرې اوونۍ په پیل کې د هوايي دهلیز له لارې ۴۵ ټنه زڼغوځي له کابله چین ته صادر شول، خو د زڼغوځيو سوداګر وايي، اوسمهال د هوايي دهلیز له لارې د زڼغوځيو د صادرولو بهیر ټکنی شوی دی. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.
''یو اړخ ته پاکستان له نړۍ غوښتنه کوي چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپیژني خو بل اړخ ته وخت په وخت له افغانستان سره لارې بندوي او افغان کډوال نه پرېږدي چې پاکستان ته راشي.''
د نومبر په لسمه د پاکستان واکمن تحریک انصاف ګوند وويل چې د ناقانونه تحریک طالبان پاکستان ډلې سره يې د خبرو اترو لپاره رابطې دي او دواړه خواوې د خبرو اترو پیلولو نه مخکې په ډز بندۍ سلا شوي دي. دا ړومبۍ ځل نه دی چې د وسله والو طالبانو سره په حکومتي کچه د سولې خبرې اترې کيږي. د راپورونو له مخې تر دې مخکې د وسله والو بېلا بېلو ډلو سره خبرې اترې شوي، د هغې په نتیجه کې لوظنامې شوي، خو بیا دغه لوظنامې ماتې شوي او په هېواد کې د تشدد لړۍ دوام داره پاتې شوې، دغسې یوه هڅه په ۲۰۰۹ز کال کې په خيبر پښتونخوا... Читать дальше...
د کوټي پر سریاب سړک د بلوچستان پوهنتون د مطالعه پاکستان څانګې د دوو زدکونکو سهېل بلوڅ او فصیح بلوڅ د لادرکه کېدو خلاف د پوهنتون زده کونکیو احتجاج روان دی. دوی د پوهنتون د لوی دروازې په لاره کې پرلت وهلی دی. دغه زدکونکې غوښتنه لري چي حکومت دې د دوی د لادرکو ملګرو د موندلو لپاره زر تر زره اقدامات وکړي. دغه دوه زده کونکې د نومبر پر لومړۍ نېټه د پوهنتون له هاسټله لادرکه شوي دي او لا یې هم پته نه لګېږي. د بلوچستان پوهنتون یو احتجاج کونکی محمد رمضان مشال راډیو ته وویل: ((زموږ خبره نه اورېدل کېږي،... Читать дальше...
د پاکستان حکومت او وسله والې ډلې تحريک طالبان پاکستان د يوه تړون له مخې پر يوه مياشتني اوربند سلا شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې په تېرو څو مياشتو کې د وسله والو طالبانو حملې زیاتې شوې دي. حکومت تحريک طالبان پاکستان ترهګره ډله ګرځولې او ورباندې يې بندېز لګولی دی. په ۲۰۰۷ز کال جوړې شوې دې ډلي په ګڼ شمېر هدفي وژنو، بمي او ځانمرګو بريدونو کې په زرګونه کسان وژلي دي. خو اوس حکومت تمه لري چې له دې ډلې سره به د خبرو اترو په نتيجه کې په هېواد کې د تشدد لړۍ تم شي. ایا داسې به وشي؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې څېړل شوې دي.
بل لور ته نن اسلام اباد د طالبانو د رژیم د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشرۍ د یوه پلاوي کوربه دی.
د نومبر پر اتمه نېټه د تحريک طالبان پاکستان وياند محمد خراساني رسنيو ته په يو خپور شوي بیان کې د نومبر له نهمې څخه د ډېسېمبر تر نهمې پورې يې د ډزبندۍ اعلان کړی دی.
د پاکستان وزیراعظم عمران خان د نومبر پر لسمه نېټه (نن) په اسلام اباد کې سپریم کورټ ته حاضر شوی چې د پېښور ارمي پبلک سکول د مقدمې په اورېدنه کې یې ورغوښتی وو. دا اورېدنه د چیف جسټس ګلزار احمد په مشرۍ کې درې کسیزه بنچ وکړه چې پکې د ارمي پبلیک سکول د وژل شویو ماشومانو ځینو میندو او پلرونو هم ګډون وکړ. په دغه وخت عدالت وزیراعظم ته وویل چې دوی دې عدالت ته د پېښور د ارمي پبلک سکول د پېښې په پلټنو کې د شوي پرمختګ وضاحت ورکړي. عدالت وزیر اعظم عمران خان ته دا هم ویلي چې حکومت دې په څلورو اونیو کې دننه... Читать дальше...
د کابل په ازادي پارک کې په داخلي توګه ګڼې بېکوره شوې کورنۍ ژوند کوي. په دغو کې زیاتره د شمالي ولایتونو دي چې د جګړو او ناامنیو له کبله یې خپل کورونه پرېښې دي. دوی وایي ژمی پرې را روان دی، ګرم کالي او کمبلې نه لري، ماشومان یې ناروغه دي او د خوراک له سخت کمي سره مخامخ دي. فرخنده اسد د مشال راډیو د مرکزي څانګې ويډيويي راپور پښتو کړی دی.