پښتونخوا امن جرګې د ملاکنډ سخاکوټ کې د مدني فعال محمد زاده د وژنې خلاف د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ مخې ته احتجاجي مظاهره وکړه او غوښتنه يې کوله چې په ملاکنډ ډیويژن کې دې د نشه یي توکیو خرڅوونکیو او د ځمکو قبضه ګرو خلاف دې پوځي عمليات وکړل شي. نور تفصيل په دې ویډيو راپور کې
ځینې وتلي پاکستاني خبریالان وايي، په هغه هېواد کې رسنۍ ازادې نه دي او د بیان ازادي تر سختو بندیزونو لاندې ده. د نومبر پر ۲۰مه نېټه په لاهور کې د پاکستان وکيلانو اتحاديې د پخوانۍ مشرې او په هغه هېواد کې د انساني حقونو مبارزې عاصمه جهانګیر په نامه جوړ شوي نړيوال کنفرانس ته د خپلې وينا پر مهال د جيو ټېلیويژن د کېپیټل ټاک خپرونې پخواني کوربه او خبریال حامد میر وويل: "که تاسو دا مهال د پاکستان په یوه ښار ،کلي، څلور لاره یا سړک باندې له ولاړ وګړي وپوښتئ چې په پاکستان کې ميډیا ازاده ده که څنګه؟ نو هغه به پر تاسو باندې وخاندي او ځواب به درکړي چې ... Читать дальше...
د فېکټ فوکس په نوم ويبپاڼې د نومبر پر ۲۱مه نېټه د پیته شوي غږ (اډيو ريکارډینګ) پر اساس چې پکې دوه کسان خبرې کوي یو ځانګړی رپورټ خپور کړی دی.
د امریکا په وېسکانسين ایالت کې بېګا د کرسمس پر پرېډ یو ګاډی ورختلی، پینځه تنه یې وژلي او لږترلږه ۴۰ نور چې ماشومان هم پکې دي، ټپيان کړي دي. د وېسکانسین ایالت د واوکېشا سیمې پولیس وايي چې د مړینې شمېر زیاتېدلای شي. د سیمې د پولیسو یوه چارواکي وویل چې په دې پېښه کې یې یو مشکوک کس نیولی او موټر هم د پېښې له ځایه ایستل شوی دی. د واوکېشا د پولیسو قوماندانۍ پر خپله فېسبوکپاڼه په پېښه کې تر دې مهاله د پینځو کسانو مړینه او د ۴۰ نورو ټپي کېدل تایید کړي، خو زیاتوي چې اوسمهال د معلوماتو په راټولولو بوخت دي، او د مړینې شمېره اوښتلای شي. Читать дальше...
د بلوچستان صوبايي حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د مشر منظور پښتین په ګډون د غورځنګ پر ځینو نورو پلویانو دغه صوبې ته پر ورتلو تر ۹۰ ورځو بندیز لګولی دی. منظور پښتین د دغه اعلاميې یوه کاپۍ پر خپل ټوېټر خپره کړې چې د بلوچستان کورنيو او قبايلي چارو محکمې د نومبر پر ۱۱مه نېټه جاري کړې ده. د پي ټي اېم مشر منظور پښتین په ټويټر دغه اعلاميې ته ويلي، "د بلوچستان حکومت راباندې يو ځل بيا صوبې ته پر ورتګ بندیز لګولی دی. د برېتانيا استعماري رياست به هم دغه شان کول. پي ټي اېم د امن غوښتنه کوي. هغه... Читать дальше...
د پاکستان اطلاعاتو وفاقي وزیر فواد چودري په کنفرانس کې د نواز شريف وینا ته په اشاره وویل چې دا لکه پر ملک او آیین ملنډې وهل دي