د پاکستان په تعليمي ادارو کې د زده کونکو د تنظيمونو بحالۍ لپاره د نومبر پر ۲۶مه د ملک په یو شمېر ښارونو کې احتجاجي مظاهرې وشوې. په اسلام اباد کې زده کونکو له سپر مارکيټ څخه تر پرېس کلب پورې لاريون او احتجاجي مظاهره وکړه. په دې اړه د ځلاند يوسفزي او عمران يونس ويډيويي رپورټ وګورئ
حماد اظهر د نومبر پر ۲۵مه پر ټويټر ليکلي چې يادې اتحاديې سره مذاکراتو کې پر دې سلا شوي چې حکومت به د پټرول پمپونو مالکانو د ګټي شرح يا (ډيلر مارجن) ۹۹ پېسې د ليټر په سر زياتوي او دا به د کابينې تر منظورۍ وروسته عملي کېږي.
د علي وزير وکيل صلاح الدين ګنډاپور تر اورېدنه وروسته مشال راډيو ته وويل، دا لومړۍ اورېدنه وه او دوی د ځنډ په اړه خپل شکایت عدالت ته وړاندې کړی دی.
د سره صلیب نړیوالې کمېټې د نومبر پر ۲۵مه په یوه ټویټ کې ویلي، دا خبره د دې ادارې د عملیاتي چارو مشر، ډامنیک سټیلهارټ افغانستان ته تر سفر وروسته کړې ده.
د زده کوونکو اتحاديې "پروګريسيو سټوډنټ کليکټيو" یوې مشرې عروج اورنګزېب د نومبر پر ۲۵مه پر ټویټر ولیکل چې دا احتجاجونه به د ملک په زیاتره برخو کې تر سره کېږي.