جماعت اسلامي د نومبر پر ۲۸مه د ګرانۍ او بې روزګارې پر ضد په اسلام اباد کې احتجاجي جلسه کړې ده. جلسه کې د خيبر پښتونخوا تر څنګ د ملک له نورو برخو هم ځوانانو په ګڼ شمېر ګډون کړی وو. په دې اړه د ځلاند يوسفزي او عمران يونس ويډيويي رپورټ وګورئ
پښتون ژغورنې غورځنګ د خپلو بندي غړو د خوشي کولو لپاره د پیل کړې احتجاجي لړۍ په سلسله کې د نومبر پر ۲۸مه د بلوچستان د مرکزي ښار کوټې په هاکي میدان کې پراخه ولسي غونډه وکړه.
د کوټې په هاکي میدان کې د رابلل شوې احتجاجي جلسې هدف د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ او د جنوبي وزیرستان پارلماني استازي علي وزیر او د غورځنګ د نورو بندي غړو د خوشي کولو غوښتنه ده.
ملا حسن اخوند وویل، دوی هڅه کوي چې اقتصادي حالت سم شي خو د ده په وینا، طالبانو ملت ته د رزق ورکولو وعده نه ده کړې او دا کار د خدای دی.