دا فیصله د ګل په ورځ (نومبر ٢٢) په اسلام آباد کې د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ کې د افغانستان لپاره په خصوصي توګه جوړې ايپكس كمېټۍ کې شوې ده.
د بلوچستان په مرکزي ښار کوټه کې د پوهنتون د دوو زده کوونکو د لادرکه کیدو پرضد احتجاجي مظاهرې دوام لري. حکومت په دغه اړه یو درې کسیزه کمیټي جوړه کړې او د بلوچستان اسمبلۍ په غونډه کې ورباندې خبرې هم شوي دي. بلخوا د طالب علمانو د سازمانونو مشران وايي چې د حکومتي کارکردګۍ څخه خوشاله نه دي او پرېکړه یې کړې ده چې خپل احتجاجونه د صوبې نورو سیمو ته هم وغځوي. د کرښې پر غاړه کې په دغه موضوع بحث کوو. کوربه شاهین بونېری دی.
د سعودی عرب ملاتړ لرونکي یمني حکومتي ځواکونه ادعا کوي چې په یوه ورځ کې یې د ۱۳۰ حوثي یاغیانو وژلي او ۱۶ پوځي ګاډي یې ورله تباه کړي دي. خو حوثي یاغیانو په دې اړه تر دا دمه څه نه دي ویلي. په یمن کې له ۲۰۱۴ز کال راهیسې پیل شوې جګړه کې تر اوسه په زرګونو کسان وژل شوي او په لکونو بې کوره شوي دي. نور حال په دې ویډیويي راپور کې. ویډیو: اې اېف پي ایډېټ او راپور: منورشاه
دا خبره د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزېف بورېل د نومبر پر ۲۲مه دوشنبې د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره له خبرو وروسته وکړه.
امریکا څلور افغانان د داعش – خراسان څانګې د مشرانو او دې ډلې ته د مالي اسانتیاوو د برابرولو په تور نړیوال ترهګر نومولي او تر خوا یې د دوی نومونه د ترهګرو په تور نوملړ کې ځای کړي دي.
د نواب اسلم ریساڼي پرغوښتنه د اعلا وزیر میرعبدالقدوس بزنجو په ګډون ټول حکومتي او د حزب اختلاف غړي له خپلو څوکیو راولاړ شول او په یوه خوله یې په صوبه کې د خلکو جبري ورکولو پېښې وغندلې.
بښنې نړیوال سازمان په خپل بیان کې د یوې داسې کورنۍ ذکر هم کړی چې ۱۰ تنه یې لادرکه دي او د کورنۍ غړي یې تر ذهني فشار او سخت خپګان لاندې تېرېږي.
پي ټي اېم د عوامې نيشنل ګوند او پښتونخوا ملي عوامي ګوند په مرسته په کراچۍ، پېښور او کوټه کې لويې احتجاجي مظاهرې وکړې او د پاکستان له حکومته يي غوښتي چې د قامي اسمبلۍ غړي علي وزیر په ګډون د غورځنګ ټول نيول شوي کارکنان او پلویان دې ژر تر ژره خوشې کړل شي.
پر افغانستان د طالبانو تر ولکې وروسته، د موسیقۍ ملي انسټيټوټ هنرمندان هېواد پريښودو ته مجبوره شوي دي. له ځينو دې هنرمندانو خپل د موسیقۍ اوزار پاتې شوي خو د وطن درد یې د ځان سره وړی چې په نغمو کې یې تر نړيوالو رسوي. په دوحه کې د دوی کنسرټ ته د قطر د بهرنيو چارو مرستياله وزیره هم ورغلې وه. دا هنرمندان وايي کوښښ کوي چې د افغانستان موسیقي مړه نه شي او د هېواد نوم لوړ وساتي. بشيرګواښ په دې اړه د اې ايف پي خبري اژانس له ويډيو راپور جوړ کړی. دلته یې وګورئ.