په اسلام اباد کې اووه ورځنۍ کلتوري مېله د نومبر پر اوومه پای ته ورسېده. په مېله کې د پاکستان د بېلا بېلو برخو شیان نندارې ته وړاندې شول. په مېله کې فرهنګي موسیقي هم وغږول شوه او ورغلیو خلکو نڅاګانې هم ولیدې. د کلنۍ مېلې د جوړولو هدف خلکو ته د پاکستان د مختلفو برخو د کلتوري ژوند ورپېژندل ول. ویډیويي رپورټ.
حکومت د ګرانۍ بېلا بېل وجوهات ښيي او دريځ لري چې په نړيوال بازار کې د څيزونو بيې زياتې شوې دي چې اثر يې د دوی په وینا، پر پاکستان هم شوی دی.
د مشال راډیو له خوا ترلاسه شوي د نومبر شپږمې په دې لیک کې ویل شوي چې پر تحریک لبیک د لګېدلي بندیز لرې کولو وروستۍ پرېکړه به وفاقي کابینه کوي.
عظیم ملک ۱۳ کاله د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې فېزیوتېراپېسټ په توګه دنده ترسره کړی. دی وايي، د افغان لوبډلې له لومړیو کلونو راهیسې یې ورسره کار کړی وو. د پېښور اوسېدونکی ملک وايي، په ۲۰۲۰ز کال کې یې له افغان لوبډلې سره کار پای ته ورسېد. د ده په خبره، د افغانستان د کرکټ لوبډلې پر ګڼو ستونزو سربېره په نړیوال کرکټ کې ځان ته نوم ګټلی او اوسمهال هرې لوبډلې ته د ماتې ورکولو وړتیا لري. ویډیويي مرکه.
د یاد تحریک سیکټري جنرل شاهد خاقان عباسي په یو بیان کې د دې راتلونکو حکومت ضد احتجاجي جلسو تفصیل وړاندې کړی دی.
په کابل کې د فټبال لوبې پیل شوي چې د نومبر تر ۱۵مې به دوام ولري. دا سيالۍ په داسې وخت کې پیل شوي چې د اسټرالیا لخوا له افغان کرکټ ملي لوبډلې سره د ټیسټ لوبې ځنډولو یو شمېر افغانان خفه کړي دي. په دې اړه انیسه اجمل د رویټرز خبري اژانس ویډیويي راپور پښتو کړی دی.