د بلوچستان پوهنتون انتظامي چارواکو د نومبر پر ۲۰ مه له احتجاج کوونکو سره لیدلي او هغوی ته یې ډاډ ورکړی چې لادرکه زده کوونکي سهل بلوڅ او فصیع بلوڅ به ډېر ژر خوشي کړل شي.
دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ څه باندې درې میاشتې وشوې او حکومتي کارکوونکو ته تنخاګانې نه دي ورکړل شوې.
د صوبې له مرکزي ښار کوټې څخه ۱۷۰ کلو میټره لرې په شمال ختیځ کې د پرتې هرنايي ضلعې مرستیال کمیشنر سهیل انور هاشمي مشال راډيو ته د دې پېښې پخلی کړی دی.
د حزب اختلاف اتحاد پاکستان جمهوري غورځنګ د نومبر پر دويېمه نېټه په پېښور کې د ګرانۍ پرضد احتجاجي غونډه کړې ده چې ورته د جمیعت علما اسلام مشر مولانا فضل الرحمن او د مسلم ليګ نواز يو مخکښ او پخواني وزیراعظم شاهد خاقان عباسي او نورو سياسي مشرانو ويناګانې کړې دي. دوی د وزیراعظم عمران خان پر حکومت تنقيد وکړ چې په وينا يې د هغه د اقتصادي تګلاريو له کبله نن ګراني زیاته شوې او د دې هېواد اقتصاد د ګاونډيو هېوادونو په پرتله په ښکته روان دی. خو واکمن تحريک انصاف وايي چې د پخوانيو حکومتونو د اقتصادي تګلاريو له وجې په پاکستان کې ګراني ده.
د پاکستان سپريم کورټ بار ایسوسیشن پخواني مشر علي احمد کرد "عاصمه جهانګیر کانفرنس" ته وويل چې عدلیه باید خلکو ته د انصاف رسولو لپاره د امنيتي ادارو له فشاره ووځي.
د کینیا په شمالي سیمو کې د وچکالۍ له کبله نېږې ۲۲ لکه خلک د قحطۍ له صورتحال سره مخامخ دي. هلته د څښلو پاکې اوبه نشته، ځنګلونه، ونې بوټي وچ شوي دي او اوس د خلکو د روزګار یوازینۍ وسیله څاروي دي. خو د کینیا د نېږدې ۲۳ سیمو اوسېدونکي وایي، د وچکالۍ له کبله یې څاروي هم مړه کېږي. په دې اړه د رویټرز خبري اژانس راپور فرخنده اسد پښتو کړی دی.