د ملګرو ملتو د خوړو نړیوال پروګرام چارواکو د هند په امرتسر ښار کې د غنمو له ګدام څخه د لیدنې پر مهال وویل،د هند له لوري لس زره ټنه نور غنم افغانستان ته لېږل کېږي. د خوړو نړیوال پروګرام یا ډبلیو ایف پي او د هند حکومت د سږ کال په لومړیو کې یو سند لاسلیک کړ چې پر اساس یې هند افغانستان ته د ۵۰ زره ټنه غنمو مرستې ژمنه وکړه. له دې اندازې غنمو تر اوسه پورې لس زره ټنه افغانستان ته رسېدلي دي. د خوړو د نړیوال پروګرام مسوولانو د هند په امرتسر ښار کې د غنمو د یوه ګودام د لیدلو پر مهال وویل چې ۱۰... Читать дальше...
د بیلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکو، چې د مسکو کلک ملاتړی دی، پرون (پنجشنبې) وویل چې تمه یې نه لرله چې د اوکراین جګړه به دومره اوږدېږي. لوکاشینکو له اسوشیتیډ پریس خبري اژانس سره په مرکه کې، له دې سره سره چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین بیا بیا د لوېدیځ او اوکراین پر ضد د اتومي وسلې د کارولو ګواښونه کړي، وویل چې له اتومي وسلو څخه د کار اخیستو مخالف دی. ده ونه ویل چې ایا پوتین له اتومي وسلې څخه د کار اخیستو پلان لري او که نه.
د روغتیا نړیوال سازمان اعلان وکړ چې کورونا وبا په ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ کلونو کې نژدې ۱۵ ميلیونه انسانان مړه کړي دي. دې سازمان پرون (پنحشنبې) په یوه مفصله اعلامیه کې دا خبره کړې ده. د اعلامیې له مخې د ۲۰۲۰ کال له جنوري د ۲۰۲۱ کال تر ډسمبر پورې د هغو مړینو شمېر چې په مستقیم یا غیر مستقیمه توګه له کرونا سره تړلي دي ۱۴ میلیونه او نهو لکو ته رسیدلې. په اعلامیه کې د روغتیا د نړیوال سازمان د مشر تدروس ادهونم ګبرېسوس په حواله راغلي چې د مړینو دا شمېر ښيي چې له کړکیچونو سره د مبارزې لپاره د روغتیايي سیسټمونو د پياوړتیا سخته اړتیا لیدل کېږي. Читать дальше...
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د وروستیو سېلونو او له کبله یې د سر و مال د تاوانونو په اړه خواشیني ښوولې او ویلي دي چې هېواد یې په دې سختو شېبو کې له افغانانو سره مرسته کوي. په هغه بیان کې چې پرون (پنجشنبې) د پاکستان حکومت خپور کړ، ویل شوي چې شهباز شریف د طالبانو له موقت حکومت او افغان ولس په تېره بیا هغو کورنیو سره خواخوږي کړې چې عزیزان یې مړه شوي یا ټپیان شوي دي. د افغانستان په شاوخوا لسو ولایتونو کې د وروستیو سېلونو او توپانونو له کبله لږترلږه ۲۲ تنه مړه شوي او تر ۳۰ ډېر نور ژوبل شوي دي.
د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي په خپل هېواد کې افغان کډوالو ته خبرداری ورکړ چې په سرشمېرنه کې ګډون وکړي. د ایران د دولتي رسنیو د راپور له مخې، وحیدي وویل چې د افغان کډوالو سرشمېرنه پیل شوې او هڅه کوي چې په لنډ وخت کې یې بشپړه کړي. د ده په وینا د افغانانو لپاره دا سرشمېرنه جبري ده او که چا په سرشمېرنه کې برخه وانه خیسته، قانوني چلند به ورسره وشي. ایران ادعا کوي چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته شاوخوا یو ميلیون نور افغانان دغه هېواد ته پناه وړې ده. د ایران د کورنیو چارو وزیر د... Читать дальше...
د ازبکستان د ولسمشر سلاکار عصمت الله ارګاشیف وايي، هېواد به یې تر هغو چې نړیوالې ټولنې د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلی نه وي، په یوازې ډول د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پېژني. ارګاشیف، چې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړی استازی هم دی، وايي چې د نړیوالې ټولنې له لوري د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره لازمه ده چې په افغانستان کې ټولګډونه حکومت جوړ شي، بشري حقونه په تېره بیا د ښځو حقونه رعایت شي او له نړیوالو تروریستي ډلو سره د اړیکو د پرېکون په برخه کې ډاد ترلاسه شي. ده په عین حال کې منلې چې... Читать дальше...
سره له دې چې له شپږم ټولکي پورته د نجونو ښوونځي لا نه دي پرانیستل شوي خو د طالبانو او مذهبي مشرانو په منځ کې د نجونو د زده کړو د پلویانو ملاتړ په زیاتېدو دی. د بحران د نړیوالې ډلې شنونکی ابراهیم بهایس وايي:"دیني عالمان وايي چې تعلیم د نجونو حق دی. دوی هڅه کوي چې د طالبانو سختدریځي عناصر قانع کړي او ورته ووايي چې د نجونو د زده کړو د مخنیوي په اړه یې پرېکړه تاوان پېښوي." وړمه ورځ د طالبانو یوه مشر او د کورنیو چارو د وزیر سلاکار انس حقاني په خوست کې یوې غونډې ته وویل چې ژر به د نجونو د ښوونځیو... Читать дальше...
د افغانستان له نیمروز ولایت څخه رارسېدلي راپورونه وايي چې لا هم د دغه ولایت په چهاربرجک ولسوالي کې د طالب او پاکستاني ځواکونو ترمنځ وضعیت ترینګلی دی. د افغانستان د نیمروز ولایت په چهاربرجک ولسوالي کې د افغانستان د طالب ځواکونو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ لانجه د دواړو خواوو له هڅو سره سره لا هم حل شوې نه ده. راپورونه وايي چې افغان طالبانو سیمې ته کومکي ځواکونه استولي او پاکستان، چې له وړاندې څخه لانجمنې ساحې ته ځواکونه لیږلي وو، په اختر کې یې د خپلو ځواکونو رخصتي ځنډولې ده. په سیمه کې د... Читать дальше...