د افغانستان د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې د نارنج ګل دودیزه مېله او مشاعره تر سره شوه چې پر ننګرهار مېشتو شاعرانو سربېره ورته له کابل او د یو شمېر نورو ولایتونو څخه شاعران او د شعر او ادب مینه وال راغلي ول.
امریکايي هنرمندې انجېلینا جولي غوښتنه کړې چې د افغانستان د اوږد مهاله شخړې د ختمولو لپاره د سولې په خبرو کې باید د افغانو ښځو ګډون باوري کړل شي.
د پاکستان حکومت د مارچ پر ۲۳مه د پښتو سندرغاړي سردارعلي ټکر ته تمغه امتياز ورکړ. د مشال راډيو خبريال ځلاند يوسفزي د مردان په ټکر کلي کې له سردارعلي ټکر سره د دغه اېوارډ او د هغه د موسيقۍ په اړه خبرې کړې دي.
د خېبر پښتونخوا چارواکي وايي چې د قامي مالياتي کميسيون له پېسو به پر قبايلي سيمو په ۱۰ کاله کې ۱۰۰ اربه روپۍ لګوي. په دې لړه د مارچ پر ۲۹مه د خېبر ضلعې په لواړګي جرګه هال کې د قبایلي ضلعو د ۱۰ کلن پرمختیایی پلان په اړه یوه مشورتي غونډه وشوه. نور حال د فرهاد شينواري په ويډيويي راپور کې.