د بلوچستان د لورالايي پولیسو د ارمان لوڼي د وژنې عیني شاهدانو ته ویلي چې تاڼې ته ورشي او خپل بیانونه ریکارډ کړي.
په پاکستان کې نیول شوې د چیک جمهوریت ۲۲ کلنې نجلۍ ته د اتو کالو او اتو میاشتو بند سزا واورول شوه.
تر هغه وروسته چې د سې شنبې په ورځ د مالیاتو د ډېریدو په اعتراض کې په خوست ښار کې ډاکټرانو خپل شخصي کتن ځایونه او او روغتیايي کلینیکونه وتړل، نن د چارشنبې ورځې ماسپښین مهال د خوست ولایتي ادارې د ناروغانو د درملنې لپاره د پخواني ولایتي روغتون فعالیتونه یو ځل بیا پیل کړل.
د پاکستان پيپلز ګوند چیېرمېن بلاول بوټو زرداري وايي دا يې د ګوند غلطي وه چې په خپل دور حکومت کې يې د نېب په تور قانون کې څه بدلون ونکړو خو په راتلونکي کې به د ايين نه د هر پوځي امر لخوا شامل کړې شوې تور قانون وباسي .نوموړي دا خبرې نن د شورو په ورځ په اسلام اباد کې د احتساب قامي ادارې (نېب) ته د وړاندې کيدلو ورستو کارکنانو ته په خپلې وينا کې وکړې. د مشال راډیو همکار عمران یونس ویډيو
د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، په هغه صورت کې چې د قطر د ناستې چې د مسکو د ناستې په دوام جوړېږي اجنډا ورسره شریکه شي...
د باجوړ استوګن په ضلعه کې د تیز انټرنیټ یا ۳جي او ۴ جي انټرنیټ د بیا بحالیدو اعلان د مارچ په اولسمه شوی خو لا هم د هغوی په سیمو کې انټرنیټ کار نه کوي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند صوبايي مشر سېنېټر عثمان خان کاکړ وايي: 'په جنوبي پښتونخوا کې په شعوري ډول دا عمل په دوامداره توګه روان دی، او امنیتي ادارې یې په مخنیوي کې دلچسپي نه لري.'
نور سلطان نظربایف له نېږدې۳۰ کلنې واکمنۍ وروسته د قزاقستان د ولسمشرۍ له څوکۍ استعفا وکړه.
د افغانستان سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى زلمى خليلزاد وايي، د افغانستان د سولې بهیر له پېچلتياوو ډکه ده.
د ملګرو ملتونو راپور وايي، په ۲۰۱۸ز کال کې د افغانستان په جګړه کې ۹۲۷ ماشومان وژل شوي دي. د جګړې له امله زيات شمېر ماشومان له زده کړو بې برخي شوي او مزدوريو ته اړه شوي دي. د ۱۲ کلن ماشوم ذبيح الله پلار په ځانمرګي بريد کې وژل شوی، هغه او کورنۍ يې له کړاوه ډک ژوند تېروي.په دې اړه عبدالحی کاکړ د رویټرز ویډیويي اېډېټ کړې ده.