په پاکستان کې د ځناورو او مارغانو جنګول غير قانوني دي خو ددې سربېره په پنجاب کې د اوښانو د جنګولو سيالۍ شوې دي. د اوښانو خاوندان ته تر يوه کاله پورې اوښان د جنګل لپاره تربيه کوي. د فرانس پريس اژانس د ويډیو پر اساس عبدالحي کاکړ راپور جوړ کړی.
د سوات یوه اوسېدونکې چاند بي بي وایي، اته کاله مخکې یې خاوند په یوه بمي چاودنه کې ووژل شو، دوه بچې لري او تر ۱۴مه پورې یې زده کړې کړي دي، د
افغان ولسمشر اشرف غني د مارچ پر شپږمه په کونړ ولایت کې دوه پروژې پرانېستې او د څو نورو پروژو چارې یې رسماً پیل کړې. په دې پروژو کې د کونړ ولایت د عامې روغتیا د ریاست ودانۍ او هم په سید جمال الدین افغان پوهنتون کې د نجونو لیلیه پرانېستله. په دې اړه دا ویډیويي رپورټ وګورئ.
داسې اټکلېږي چې د چین په سینکیانګ ولایت کې شاوخوا یو میلیون یوغور او نور مسلمانان په داسې ځایونو کې ساتل شوي چې چین یې د هغوی د بیا-ښوونې او روزنې مرکزونه خو فعالان یې د بند کیمپونه بولي.
په پاکستان کې د هند د نیول شوي پيلوټ ابي نندن ورتمان برېتونه په هند کې مشهور شوي دي. د هند په ګوټ ګوټ کې خلک نايانو ته ورځي چې د ورتمان په څېر برېتونه ورجوړ کړي. اېډېټ: هدایت سلطاني ویډیو :رویټرز اژانس
وړاندې هم پاکستان په وار وار وسله والې دلې ناقانونه ګرځولې او مشران او غړي هم نيولي وو خو ددې سربېره هم د نړيوالو هغه اندېښنې پر ځای نشوې چې تور لګوي چې اسلام اباد د وسله والو ډلو پرضد کافي اقدامات نه کوي.
عدالت نن د فېبرورۍ په ۶مه نېته د حنیف پښتون او ندیم عسکر د مقدمې اورېدنه وکړه او د بنو زندان ته یې واستول. پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، مبارزه یې سوله ییزه او د پاکستان له ایین سره سمه ده.
د مومندو په یکه غونډ کې تر ۲۰۱۰م کال وړاندې د وسلو لږ تر لږه شل دکانونه ول خو په دغه کال له یوې لویې چاودنې پس او بیا په سیمه کې د پاکستانیو پوځي عملیاتو له وجې دغه دکانونه او کاروبار ختم شو. دا وخت د زړو وسلو رغولو یا درستولو لپاره په درېو دکانونو کې مستریان ناست وي, خو وایی چی ورته یواځي قانوني تمانچی او یا د ښکار لپاره چره ییزې ټوپکې وروړل کېږي. دوی هم د بل روزګار په لټون دي خو وایي چې نوی کار موندل یې وخت غواړي, ګنې نو د وسلو جوړولو کار یې هم په ختمېدو دي. د شاهنواز تره کري ویډیو راپور
د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي نن سهار پنځه بجې پنځو ځانمرګو بريدګرو هوايي ډګر ته نږدې د (اېم کيو) په نوم پر يوه شخصي ساختماني شرکت ډله ييز بريد وکړ.
د پښتو ژبې د غزل بابا امیر حمزه خان شینواري لا پخوا ویلي وو، راځه چې یوه جوړه کړو جونګړه په ځنګل کې، اوس په مصر کې د لیکوالو یوې ټولنې په صحرا کې او په جونګړه کې د هغو لیکوالو لپاره ورکشاپ جوړ کړی چې فکر کوي د لیکوالۍ هنر یې د بیلابېلو وجوهاتو له کبله پڅ شوی دی. رايټرز اژانس پرې راپور لري چې نجیب عامر یې تاسو ته په پښتو کې وړاندې کوي.