پښتون ژغورنې غورځنګ او د ورک کړل شوو بلوڅو لپاره مبارزه کوونکی سازمان – وایس فار بلوچ مسنګ پرسنز –وايي ، دوي د د ورک کړل شوو کسانو په اړه د بخښنې نړیوال سازمان له خوا پر پاکستان د شويټینګار هرکلی کوي.
د بلوچستان اسمبلۍ په صوبه کې د لا خراب شوي امنیتي حالت په اړه د مارچ پر ۲۸مه بحث کوي.
په پاکستان او په ځانګړې توګه په سیند صوبه کې ګڼ ماشومان د خوړو له کمې سره مخامخ دي. د نړیوالو ادارو په خبره، په دې هېواد کې په هرو پنځو تنو کې یو تن خوړو ته رسايي نه لري. د اې ایف پي خبري اژانس د ویډيويي راپور تفصیل له انیسه اجمل اورو.
د راپورونو ترمخه، دغه شپونکیان د نهې په ورځ د مرغان سیمې ځنګلو ته د رمو څرولو لپاره ورغلي ول خو وروسته بیا بې درکه شول.
دغه پروګرام د نیدر لېنډ د حکومت لخوا ترتیب شوی وو. په دغه پروګرام کې په نیویارک کې د ښځو خبریالانو د یوې ادارې مشرې کرن نازش هم ګډون وکړ او د ښځو خبریالانو پر مسلو ، دوی ته په ورپېښو چېلنجونو يې خبرې وکړي.
د بخښنې نړیوال سازمان (ایمنسټي انټرنېشنل) په خپله یوه لیکنه کې په پاکستان کې د لادرکه کړل شوو کسانو پر مسلې خبرې کړي. په دغه لیکنه کې د سند صوبې د یو لادرکه کړل شوي استاد هدایت الله لوهر له لوڼو سره خبرې شوې دي.
په پېښور پرېس کلب کې په سېنشبه/نهې د نرښځیانو پر ژوند، ستونزو، کړاونو او ننګونو د مشال راډيو تیارې کړې ډاکومېنټرۍ مخکتنه وشوه. د خیبر پښتونخوا نرښځیانو ټولنې مشرې فرزانې مشال ریډیو ته وویل چې په دغه ډاکومېنټري کې د دوی ژواندنه ته هراړخیزه کتنه شوې ده. د شبیر جان راپور وګورئ.
د بلوچستان په سنځاوۍ کې د شپږو لېویزوالو د وژنې پرضد نن چارشنبه پر درېمه ورځ هم کاربندیز دی. پر دې مهال ټول دکانونه اوکاروباري مرکزونه بند دي.
افغانستان رسنیو ته د پاکستاني وزیراعظم له څرګندونو پس په اسلام اباد کې د کابل سفیر خپل هېواد ته ورغوښتی دی.