د اټاليې سفير ويلي چې د پاکستان په ننګا پربت کې ورک شوي دوه اروپايي غرختونکي مړه شوي دي. د پاکستان حکومت د ډينيل ناردي او ټوم بيلرډ د موندلو لپاره د د يوه هسپانوي غرختونکي کې په مشرۍ يوه ژغورنکې ډله لېږلې وه.
په پاکستان کې داسې لاکونه ماشومان دي چې عمرونه یې د لوبو دي خو بې وزلۍ ورته د کور خرڅ پوره کولو پېټي ورپشا کړي. دا ماشومان د خلکو په کورونو او په ښار و بازار کې په کمو پیسو مزدورۍ او مشقت کوي. یاسر او اصف د پنجاب په راولپېنډۍ کې په مستريخانه کې کسب زده کوي او کورنۍ ته ډوډۍ پیدا کوي. په مستريخانو کې ماشومان اکثر د استادانو د تشدد ښکارېږي خو یاسر او اصف خوشبخته دي.
د مشال مرکې پاڼه کې درته هرکلی وایو. دا اوونۍ د ضیاالدین یوسفزي سره غږېدلي یو. نوموړی د ملالې یوسفزۍ پلار او د نجونو د تعلیم مبارز دی، ترڅنګ یې د پښتو او د انګریزۍ ژبو شاعر او لیکوال هم دی. دا مرکه ورسره د مېرمنو د نړیوالې ورځې په مناسبت شوې ده او نوموړی په دلایلو سره د دې خبرې وضاحت کول غواړي چې که پښتانه پرمختګ غواړي نو بې له دې بله چاره نه لري چې مېرمنې هم د تعلیم په ګاڼه سنبالې کړي. اړونده مطالب له ويلیري خان یوسفزۍ سره د مشال مرکه جواد علي شاه په پراګ کې ډوکټورا اخلي اسماعیل... Читать дальше...
د ننګرهار چارواکي وايي چې اوس هم د کلتوري او ټولنیزو محدودیتونو له امله د دې ولایت په لرې پرتو سيمو کې ښځې له ډول ډول ستونزو سره مخ دي، تعلیم او روغتیا ته لاسرسی نه لري او له خپلو بینادي حقونو څخه محرومې پاتې دي.
د مارچ پر نهمه، مازدیګر مهال په لوړ ولور د ښځو د ودولو د ټولنیزو زیاتونو په اړه د عامه پوهاوي د کمپاین په خاطر یو موټریز کاروان، چې یو شمېر بایسکل ځغلونکو يې ملتیا کوله، د ښار په عمومي جادو او کوڅو کې لاریون وکړ.
بلاول بوټو زرداري غوښتل چې د مارچ پر نهمه د نوازشريف د روغتيايي حالت پوښتنه وکړي خو د پنجاب د زندانونو مشر يې درخواست رد کړ البته
په قبایلي ضلعو کې د خاصه دار ځواک غړو ویلي، په سیمه کې د پولیس نظام پیلولو او د دوی د ترقیانو نه کېدو خلاف به د مارچ پر ۱۲مه په پېښور کې احتجاج کوي.
امین ګل اپریدی د خیبر د جمرود سندرغاړی دی چې د کلونو تر ناامنۍ وروسته یې بیا سندرې ویل پیل کړي. دی وايي، اوس په ښکاره ولسي ځایونو ته ځي او د موسیقۍ محفلونه جوړوي. د امین ګل اپریدي خبرې او د سندرې یوه برخه په دې ویډیو کې وګورئ.
د خېبر پښتونخوا وزیراعلا محمود خان د شمالي وزیرستان ميرامشاه سفر کړی او هلته یې د پرمختيايي پروژو اعلانونه کړي دي. خو په همدغه ورځ د سيمې خلکو يوه احتجاجي مظاهره کړې او غوښتنه يې کړي چې اول دې د دوی بې کوره کړل شوي خلک خپلو علاقو ته ستانه کړل شي.
د پاکستان چارواکي وايي لا هم د هغو سختدريځو ډلو خلاف کاروايي روانه ده چې غېرقانونه ګرځول شوي دي. لاندې نه بلکې د خېل ملک د ګټو په رڼا کې پېل کړې ده.