د هندوستان مېرمنو بلاګ په نامه يوې انټرنيټي څانګې په ټولنيزې رسنۍ ټوېټر يو بحث پېل کړی چې پکې د افغانستان او پاکستان کډون د جنوبي اسيا د يو شمېر هېوادونو جينکۍ برخه اخلي.
د پاکستان د ورځې په مناسبت په اسلام اباد کې د خالي په سهار پوځي پریډ وشو چې ځانګړی مېلمه یې د ماليزيا وزيراعظم مهاتير محمد وو.
عبیدالله بارکزی د مارچ پر ۲۳ درې بجې د کندهار ښار په شپږمه امنیتي حوزه کې د نامعلومو وسله والو په حمله کې ووژل شو.
د قبایل قومي تحریک لخوا د قبایلي ضلعو مشرانو او ځوانانو د خېبر په باړه کې د فاټا په خېبر پښتونخوا کې د ورګډولو پرضد یوه جلسه وکړه. په دې اړه د فرهاد شینواري ویډیويي رپورټ وګورئ.
د عوامي نېشنل ګوند مرکزي جنرل سیکتر میا افتخار حسېن وايي، په نیوزیلېنډ کې پر دوو جماتونو تر برید وروسته د نیوزیلېنډ حکومت د بشر دوستۍ له وجې کرکه هېره شوې او د انسانیت جزبات زیات شوي دي. ده وویل ، پکار ده چې د پاکستان په ګډون د نړۍ نور هېوادونه له نیوزی لېنډه زده کړه وکړي. نوموړي دا خبره د مشال راډيو خیریال غلام غوث سره په یوه ویډیويي مرکه کې کړی دی.
د خېبر پښتونخوا د سوات ځايي خلک وايي، په سيمه کې له تېرو څو کالو راهیسې د څښاک د پاکو اوبو د کمښت له ستونزو سره مخ دي. په دې اړه د نیاز احمد خان ویډیويي رپورټ وګورئ.
د افغانستان د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د مارچ پر ۲۳مه په دوو پرلپسي چاودنو کې یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د ولایت مقام چارواکو ویلي چې په دې پېښه کې لږ تر لږه څلور تنه وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي.
ناپېژاندو وسله والو په کندهار کې په ولسي جرګه کې د ارزګان د خلکو پخوانی استازى عبيدالله بارکزى په ډزو وواژه.
د مارچ پر ۲۲مه د خېبر پښتونخوا د ټیکنیکل وکیشنل روزنیز ادارې لخوا د لاسي توکو یو نندارتون جوړ شوی وو چې پکې د ټولې صوبې د دغې هنري ادارو زده کونکو او ښوونکو ګډون کړی وو. په دې اړه د شبیراحمد جان دا رپورټ وګورئ.
د نيو زيلېنډ وزيراعظمې جيسنډا ارډن د مارچ پر ۲۳مه په اکلېنډ کې جومات کې له مسلمانانو سره ليدلي. بلخوا د کرائسټچرچ النور جومات پرانستل شوی دی.
ټرمپ وویل، وخت یې را رسېدلی چې ووایو چې داعش په سیمه کې پر هېڅ ځای واکمني نه لري.
د افغانستان د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د مارچ پر ۲۳مه په دوو پرلپسي چاودنو کې یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.