د هند واک لاندې کشمیر په غرونو کې د اوبو د کمښت پوره کولو لپاره خلک په ژمي کې د واورې سټوپا جوړوي خو اوس هلته يو نوښتګر په سټوپا کې دننه د واورې کېفې يا چای خانه جوړه کړې ده.
د مشال مرکې پاڼې ته ښه راغلاست. دا اوونۍ د سفارت کار عبدالاکبر سره غږېدلي یو. نوموړی د خیبر پښتونخوا د صوابۍ سیم سره تړاو لري او په انقره کې د پاکستان په سفارت کې د لومړي سکرتر او پریس اتاشي په توګه خپله دنده پر مخ وړي.
په پاکستان کې د لږکیو استازې کرشنا کماري وايي، حکومت دې د هغو شرخوښو خلاف اقدامات وکړي چې پر لږکیو په زوره مذهب بدلوي.
د بلوچستان اسمبلۍ به د مارچ پر ۲۵مه، د حکومت له لورې په تعليمي ادارو کې پر سياسي غونډو د بنديز پر موضوع بحث کوي.
د اسلام اباد په نېشنل کالج اف ارټس کې د پاکستان د ورځې په مناسبت په یوه کلتوري غونډه کې د نورو صوبو د فنکارانو ترڅنګ پښتنو هنرمندانو هم ګډون وکړ، ګڼ پښتانه لیدونکي هم دغې غونډې ته د لیدو لپاره ورغلي وو. د مشال عمران یونس پرې ویډیويي راپور جوړ کړی دی.
د هند او پاکستان رسنیو په سند صوبه کې د هندوو جینکیو د مذهب د بدلولو په اړه د دواړو خواوو د چارواکو د نظرونو په رڼا کې راپورونه خپاره کړي دي.
د خیبر پښتونخوا د ټي بي یا د نري رنځ د کنټرول د ادارې مشر ډاکټر مقصود علي خان د مارچ پر ۲۴مه مشال راډیو ته وویل چې هرکال په پاکستان کې نیم ملیون نه زیات خلک په دغې ناروغۍ اخته کېږي.
د خيبر پښتونخوا چارسدې شیلا سره تير ۲۰۱۸ز کال کې مشال راډيو ويډيويي مرکه کړې وه. په هغه وخت کې شیلا د سړو جامې اچولې او مزدوري يې کوله. خو کله چې یې ویډیو خپره شوه نو د مشال راډيو د فيسبوک، ټويټر او د پاڼې اوريدونکو او کتونکو ورسره مرستې وکړې او هغې خپل کاروبار شروع کړو. شیلا اوس کور په کور ګرځي او د ښځو جامې خرڅوي. ويډيو: شبير احمد جان او ځلاند يوسفزی ايډيټ: ګل اياز
د پاکستاني خبريالانو وفاقي اتحاديې له حکومته غوښتي چې د جنوبي وزيرستان په واڼه کې د يو خبريال حفیظ الله وزير د کور سوځوونکو ته دې سزا ورکړل شي.