د امریکا بهرنیو چارو ادارې د چهارشنبې په ورځ په ټوله نړۍ کې د بشري حقونو وضعيت په باب کانګریس ته په وړاندېکړي خپل يوه راپور کې ويلي چې د پاکستان امنیتي ځواکونو په مشکوکو مقابلو کې د عدالت ترشا وژنې کړې او د نقیب مسید په وژنه تورن راو انوار له نیولو وروسته په ضمانت خوشې کړل شوی دی.
د غمشریکي یاد ماښامۍ، چې په شاهي دربار کې جوړ شوی وو، ویناوالو د پښتون ژغورنې د غورځنګ په یو کلن مزل، د پاچا خان د عدم تشدد د مبارزې او په اوس وخت کې د پښتنو د حقونو د ترلاسه کولو پر سوله ییزو لارو چارو بحث وشو.
هندي او پاکستاني چارواکو د مارچ پر۱۴مه سیک زیارت کونکیو ته له وېزې پرته د پولې پورې د تګ راتګ د اسانتیاوو د ورکولو په موخه خبرې پیل کړې دي.
د خیبر پښتونخوا د سوات په بريکوټ کې د ارمان لوڼي څلويښتۍ په اړه غونډه شوه چې پکې د سیمې مشرانو له حکومته د ارمان لوڼي د وژنې مقدمې درجولو او پښتنو ته د خپلو حقونو ورکولو غوښتنه وکړه. په اړه یې ویډیويي رپورټ وګورئ.
د افغانستان په فاریاب ولایت کې په یوه پارک کې ښځو په برقعو کې ورزش کړی دی. د سیمې چارواکي وايي، د ښځو د ورزش لپاره ځانګړی ځای نه لري. د ولایت ځېنې اوسېدونکي وايي، د ښځو دا کار د کلتور ضد دی. ویډیو وګورئ.
برتانیا، فرانسې او امریکا د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته درخواست کړی وو چې پر مسعود اظهر دې د وسلو اخیستو او ناقانونه لېږد او سفري بندیز ولګوي او د هغه شتمنۍ دې کنګل کړي
په ننګرهار او بدخشان کې شته فرصتونه هغه وخت ګټور تمامېدای شي چې د دواړو ولایتونو خلکو ته د معلوماتو په ورکولو سره شته فرصتونه تشریح کړی شي.
های کورټ دا فیصله د فبرورۍ پر ۱۹مه محفوظه کړې وه او د مارچ پر ۱۴مه یې واوروله چې پکې د کورنیو چارو وزارت ته ویل شوي چې ګلالۍ