د افغانستان په خوست کې دا ځل د مارچ د اتمې یا د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت د ځايي چارواکو لخوا د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې د یو شمېر وژل شویو سرتیرو میندو، اولادونو او میرمنو سره د خوراکي توکو او نغدو پیسو مرسته شوې ده.
د امریکا د سینټرل کمانډ مشر جنرال جوزف ووټل ویلي که چیرې پاکستان په افغان سوله کې مثبت کردار لوبوي نو له امریکا سره به هم دا فرصت وي چې د پاکستان مرسته وکړي.