د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اڅکزي پر نړیواله ټولنه او امریکا غږ وکړ چې تر هغو دې د افغانستان خوندي ساتلو مسولیت پر غاړه واخلي چې د دغه هېواد ملي ادارې، ملي پوځ او بنیادي ډانچې پر پښو نه وي درېدلې. نوموړي دا څرګندونې د افغان سولې مذاکراتو په باب د مشال راډيو له همکار قاسم خان مندوخېل سره په یوه ځانګړې مرکه کې کولې.
د افغانستان په جنوب کې پوځي چارواکي وایي، د افغان ځواکونو د وړتياوو لوړوالی د دې لامل شوی چې په ځمکنیو ماينونو او وسله والو بريدونو کې د افغان ځواکونو مرګ ژوبله کمه شي. ویډیو: محمد صادق رښتینی. ایډيټ: لېمه هادي.
رویټرز خبري اژانس لیکي د نیوزیلینډ وزیر اعظمې جیسڼدا ارډن د مارچ پر ۱۹مه د هغه جمات عبادت کوونکو حوصله وستایله چې تېره اوونۍ په حمله کې یې د کورنۍ غړي او ملګري وژل شوي ول.
په جمرود کې په یوه غوڼده کې د فاټا سوپر لیګ کرکټ سیالیو درېیم پلو پرانسته وشوه چې د ټولو قبایلي ضلعو کرکټ لوبغاړو، ځوانانو او کرکټ مینه والو پکې ګډون وکړ. په دې سیالیو کې به شاوخوا ۲۵ ټیمونه برخه اخلي او تر ۳۰ نړیوال لوبغاړي هم په بېلا بېلو ټيمونو کې شامل دي. دغه سیالې به په خیبر، باجوړ او پېښور کې تر سره کېږي. په دې اړه د فرهار شینواري ویډیويي رپورټ وګورئ.
که څه هم حکومت د قبایلي ضلعو د پرمختګ او اصلاحاتو عملي کولو لپاره هلې ځلې کوي او د قبایلي ضلعو د پارلېماني د کمېټۍ جوړولو ترڅنګ وزیراعظم عمران خان د باجوړ دوره وکړه چې پکې يې د دې ضلعو د پرمختګ لپاره د ۱۰۰ اربه روپو اعلان هم وکړ.
د افغان او امریکايي چارواکو له قوله په راپورونو کې ویل شوي چې امریکا د افغانستان ملي امنیت له سلاکار حمدالله محب سره خپلې اړیکې شلولې دي.