د پاکستان او هند ترمنځ د فبرورۍ په منځ کې د هندي کشمير پلوامه سيمه کې تر ځانمرګې بريد وروسته اړيکې زياتې ترينګلې شوې. په دې موده کې څه شوي و؟
د شنبې ورځې په واورینه او سړه هوا کې د خوست جرګو په تالار کې د یاد ولایت د مرکز او ولسوالیو خواوشا دوه سوه ښځې راټولې شوې وې او غوښتنه يې وکړه، چې وسلوال طالبان دې افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرو ته کیني.
له تېرو څو میاشتو راهيسې د ننګرهار او په ځانګړې توګه د جلال اباد ښار امنیت د ډاډ وړ شوی دی.
په کندهار کې جوړېدونکې تسبېح پاکستان، ايران او سعودي عربستان ته ډېرې صادرېږي. خو جوړونکي یې اوس له ستونزو سره مخامخ دي. د مشال راډيو خبریال صادق رښتینی پرې رپوټ لري.
د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګې د مارچ پر دویمه په یو بیان کې ویلي چې د پاکستان او هند تر منځ په لانجمنه سیمه کشمیر کې پر یو بل د ډزو په تبادله کې یې دوو پوځیان وژل شوي دي.
د شمالي او جنوبي وزیرستان په ځینو سیمو کې له څو ورځې راهیسې واوره ورېږي چې ځايي او هم د نورو سیمو سیلانیان ورته ورځي. په دې اړه د عمر وزیر ویډیویي رپورټ وګورئ.
د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان د سولې په اړه د امریکايي استازو او طالبانو ترمنځ خبرې اترې د مارچ پر دویمه بیا پیلېږي.
د مومند قبایلي ضلعې د یکه غونډ په سرکاري تحصیل هسپتال کې د ګرین سټار یا شنه ستوري نومي ادارې لخوا د صحت د محکمې ښځینه کارکوونکو ته د مور او بچي صحت، د ماشومانو ناروغیو او په سیمه کې د لشمینیا نومې خورېدونکي رنځ په اړه د پوهاوي یو ورځنۍ غونډه شوه. دا روزل شوې ښځې به اوس کور پر کور ګرځي او نورو ښځو ته به هغه څخ ورښيي کوم چې دوي په دې روزنیز پروګرام کې زده کړي دي. د مشال راډیو خبریال شاهنواز ترکزی په دې اړه ویډیو رپوټ لري.