د نړۍ ځينې هیوادونو په مارچ میاشت کې د پسرلي له پیل سره نوروز لمانځي. په عراق او ایران کې هم خلکو د نوروز خوشالۍ ولمانځلې. د اې پي او اې ایف پي خبري اژانسونو ویډیوګانو تفصیل د ملیحه امیرزاده په دې رپورټ کې وګورئ.
د ننګرهار د کرنې ریاست چارواکي وايي، تېر کال يې چې بزګرانو ته کومې اسانتیاوې برابرې کړې وې، ښه نتیجه يې ورکړې ده.
ظفر فاروق، چې يو شمېر ځوانانو ته موسيقي ورښيي، زياتوي چې د سندرو د ثبت نويو طريقو د هغو خوند خراب کړی دی.
د پېښور ترهه ګرۍ ضد د مشال خان په وژنه ککړو دوو کسانو ته د عمري بند سزا اورول دې. جج جسټس محمود الحسن خټک په خپله دغه اورونه کې د دوو نورو تورنو کسانو خلاف د کوټلیو ثبونو نه لرلو له کبله هغه خوشې کړي دي. مشال خان په مردان کې د عبدالولي خان پوهنتون زده کوونکی وو چې د ۲۰۱۷ز کال پر ۱۳م اپرېل کې بلوه ګرو زده کوونکیو د مذهبي سپکاوي په تور په وهلو وهلو وژلی وو. د هغه وکیل ممتاز احمد له مشال راډیو سره په خبرو کی ووېل دا فېصله د درېو ګواهانو او په مردان کی د دغه پېښې د ویډیوګانو په بنیاد واورل شوه. له نوموړی سره د مشال خبریال غلام غوث خبرې کړې دي.
د لاریون برخه والو چې پکې ګڼو سیاسي ګوندونو او پښتون ژغورنې غورځنګ ګډون کړی، په لاسونو کې تور بېرغونه اخیستي ول، د حکومت او پوځ پرضد یې شعاورنه ورکول.
به بلخ کې د نوروز مراسمو اه وینا کې ولسمشر اشرف غني وویل: "سوله هر افغان ته تر اکسیجن مهمه ده، اما خبره په دې کې ده چې موږ تلپاتې سوله غواړو او نه هغه سوله چې د وینې بوي ترې راشي."
د مارچ پر۲۰مه مازيګر په اسلام اباد کې خبري غونډې ته بلاول بوټو زرداري وويل د ناقانونه ګرځولې شویو تنظيمونو پرضد به هر وخت خپل اواز پورته کوي او له حکومته غوښتنه کوي چې د یادو تنظيمونو پرضد دې کاروايي وکړي.
د افغانستان روغتيا وزارت وايي، چاودنه د کارتي سخي مزار سره نزدي شوې ده.