د مارچ په څلورمه د اپوزېشن ګوندونو ځينو سينيټرانو د وزيراعظم عمران خان پر حکومت نيوکې وکړي چې د بهرنۍ پالېسۍ په اړه د پارليمان سره مشوره نه کوي. د پيپلز ګوند يو سينيټر او مشر غړي، ميا رضا رباني په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې حکومت بايد د بهرنۍ پاليسيوو جوړولو په وخت د سېنټ بهرنيوو چارو کمېټې سره کښېني.
د عراق په دهوک ښار کې د یزیدي ټولنې درې ښځې او ۱۸ ماشومان د داعش له بنده خوشې شوې دي. دا کسان په ۲۰۱۴ز کال کې داعش وسله والو نیولې ول. د رویټرز اژانس ویډیويي رپورټ وګورئ.
د سمجوته اېکسپرېس په نوم د اورګاډي سروېس په اوونۍ کې دوه ځلې د دوشنبې او زیارت پر ورځو خلک د دواړو هېوادونو تر پولو رسوي.
د بلوچستان په دوکۍ کې د امن جرګې کیمپ جوړ شوی چې موخه یې د خلکو ترمنځ د بدیو او لانجو هوارول دي. دلبر خان ناصر د دې جرګې مشر دی او وايي، په تېرو دوو میاشتو کې یې له بېلا بېلو مشرانو سره رابطې کړې دي او ژر به د خلکو د شخړو او لانجو هواري لپاره جرګې پیل کړي. له نوموړي سره ویډیويي مرکه وګورئ.
د سمجوته اېکسپرېس په نوم د اورګاډي دا سروېس پاکستان د فبرورۍ پر ۲۷مه تړلی وو او د بهرنیو چارو وزارت ویلي ول چې د اسلام اباد او نوي دلي ترمنځ د امنیتي حالاتو تر سمېدو وروسته به دا سروېس بیا پیل کړي. د دوشنبې پر ورځ ګڼ هندیان د لاهور د اورګاډو تمځي ته ورغلي ول چې هېواد ته ستانه شي. په اړه یې رویټرز اژانس ویډیويي رپورټ وګورئ.