د امن نوبېل جايزې ګټونکې ملاله يوسفزۍ د مارچ په ۲۲مه د جاپان له وزيراعظم شينزو ابي سره په ټوکيو کې ملاقات کړی دی.
د مشال راډیو همکار او هنرمند اسحاق خان نوی سندرې چې د پښتو ژبې نویالی شاعر سلیم راز شعر یې زم زمه کړې،په دې ویډیويي کلېپ کې اورېدای شئ.
''که ماليزيا او پاکستان خپلمنځي تجارت زيات کړي نو په دې کې څه شک نه شته چې ورسره به نه یوازې د روزګار موقعې زياتې شي بلکې معيشت به هم وده ومومي.''
د نيو زيلېنډ پر ملي ټيلي وژن د دغه هېواد به تاريخ کې په لومړي ځل د جمعي لمونځ او خطبه نيغ په نيغه وښودل شوه. د هېواد وزيراعظمې ورته وينا هم وکړه.
سوریې نن د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه ناڅاپي اعلان وغانده چې وايي، واشنګټن به د جولان لوړو پر سیمه د اسرائیلو حاکمیت په رسمیت وپېژني.
د افغانستان دفاع وزارت په نوي کال کې د وسلهوالو مخالفینو پرضد په جګړه کې د لویو بدلونونو د پلان خبر ورکوي.