د پاکستان وزيراعظم عمران خان وايي، د پنځوسو لکو کورونو جوړولو کار به راتلونکې اپريل مياشت کې شروع شي. خو د اقتصادي چارو پوهان او انجنيران وايي، حکومت سره دومره وسايل او انفراسټرکچر نېشته چې دا پروژه په ټاکل شوي موده کې سر ته ورسوي.
خيال ګل نسيم د پښتو نويو سندرغاړو ته توصيه کوي چې د موسيقۍ د زده کړې او د سندرو لپاره د ښه شعر د انتخاب په برخو کې زياته خواري وکړي.
د قبایلي ضلعو ځنو پارلیماني غړیو د صوبايي چوکیو زیاتولو او د قامي اسمبلۍ چوکیو پرځای ساتلو غوښتنه کړې او په دې لړ کې يې په اسمبلۍ کې د ايني ترمیمي بل مسوده جمع کړې ده او وايي د قبایلي ضلعو سرشمېرنه سمه نه ده شوې باید چې دا هم سمه کړي.
د لاهور اسما عزيز په ټولنيزو رسنيو خپرې کړې يوه ويډيو کې وايي چې يوه ورځ مخکې پرې خاوند تشدد کړی او د سر ټول ويښتان يې ورله هم خریلي دي. اسما عزيز دغه وېډيو د مارچ په ۲۷ مه خپره کړې چې زموږ همکار اسرار عالم مومند پرې دا ويډيوي راپور برابر کړی.
پاکستان ويلي چې په فېبروۍ مياشت د هند تر ولکې لاندې کشمير کې يې له ځانمرګي بريد سره په تړاو هېڅ ثبوتونه نه دي موندلي.
هند د ميزایلو په یوه نوې ازموینه کې د لاندې مدار یوه سېټلایټ په ویشتلو کې بریالی شو.