د پاکستان په سېنټ کې د بشري حقونو کمېټۍ د بلوچستان پر پولیسو غږ کړی دی چې د ارمان لوڼي د قتل په اړه دې زر تر زره مقدمه درج کړي.
د شمالی وزیرستان د بړوخېل کلي اوسېدونکیو ځوانانو د خیبر پښتونخوا له چارواکیو غوښتنه کړې چې د دوی میډل سکول ته دې د های سکول درجه ورکړي. دوی د پېښور پرېس کلب خوا کې د ډولونو په درزا کې یو اتڼیز لاریون ترسره کړ. نور تفصیل له پېښوره د غلام غوث په ویډيو راپور کې
پېښور کې يه سېشنبه د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر محمود خان د سوځېدلو لومړی روغتون پرانیستلو. تر دې وړاندې به د صوبې سوځېدلي کسان اسلام آباد او پنجاب ته د درملنې لپاره لېږدول کېدل. د دغه مرکز ودانولو چارې په ۲۰۰۳م کال کې د متحده مجلس عمل په حکومت کې پیل شوې وې. د ځلاند یوسفزي ویډیو
د مارچ پر ۵مه خبرپاڼه کې یې راغلي چې ملا غني برادر د افغانستان بنیادي اډانې لکه انرژي، ټرانسپورټ او د زده کړې سېکټرونو په ودانولو کې د ازبکستان مرستو او هڅو ته هرکلی ویلی.
پراګ- په قطر کې د افغانستان د سولې په اړه د هڅو په ترڅ کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د دغو هڅو پر یووالي ټینګار کوي.
د خیبر پښتونخوا په سوات کې په لوموي ځل د بېډمېنټن ادارې لخوا د مېرمنو لپاره درې ورځنۍ لوبې پیل شوي چې پکې د خېبر پښتونخوا د اتو ضلو ښځينه لوبغاړې برخه لري. په دې اړه د نياز احمدخان ویډیويي رپورټ وګورئ.
د غزني ولایت اوسېدونکي سږنیو واورو ته زیات خوشحاله دي. دوی وايي، دغه واورې هر اړخېزې ګټې لري چې هم به اوبه زیاتې شي، هم به هوا صافه کړي او هم به موسمي ناروغۍ ختمې کړي. په دې اړه دا ویډیويي رپورټ وګورئ.
د پاکستان بهرنيوو چارو وزارت د مارچ په څلورمه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د ملګرو ملتونو له خوا تر بنديز لاندې ادارو او اشخاصو اثاثې کنګل کوي. د بهرنيوو چارو وزارت ويلي چې دا حکم یې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د يو امر په رڼا کې ورکړی دی.