د بلوچستان کورنيوو چارو وزير ضيا الله لانګو وايي که ايران د پاکستان پر خاوره د جېش العدل وسله والې ډلې د موجوديت په اړه کوم ثبوتونه لري، هغه دې ورسره شريک کړي. لانګو د مارچ په يوولسمه مشال راډيو ته وويل چې داسې هيڅ يوه ډله په بلوچستان کې نشته.
د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وايي د مارچ په ديارلسمه په ټوله نړۍ کې له دې کبله مظاهرې کوي چې د دوی د يو مشر غړي، ابراهيم ارمان لوڼي د وژنې ایف، ای، ار نه دی درج شوی. د هغه څلوېښتي رانيزدې ده. په پارليمان کې د بشري حقونو د څارنې کمېټې ولې چې دا ايف، ای، ار دې ژر درج شي.
سوېتلانا سېمېګن د کرېمیا اوسېدونکې ده او کمال یې دا دی چې پر بدني معیوبۍ (معذورۍ) سربېره انځورونه جوړوي. نوموړې د نینا او اولېګ بویېف په کور کې اوسي او تر اوسه یې یو شمېر انځورونه جوړ کړي. د سوېتلانې د ژوند کیسه د رویټرز اژانس په دې ویډیويي رپورټ کې.
د افغانستان د پکتيکا ولايت چارواکي وايي د مارچ په نهمه د شپې په برمل ولسوالۍ کې شوو عملياتو کې پنځلس طالبان وژل شوي دي چې درې پکې عربان دي.
په کابل کې د پاکستان سفیر زاهد نصرالله خان تمه ښيي چې په دوحه کې د افغانستان د سولې روانې خبرې به بینالافغاني مذاکراتو ته لار هواره کړي.
په يوه نوي کتاب کې ادعا شوې چې د طالبانو مشر ملاعمر د افغانستان په جنوب کې له امريکايي اډې سره نږدې استوګن وو.
د شمالي وزیرستان په شوا کې په اتوار/یکشنبې د وزیرو لویې جرګې د کورم تنګي بند جوړولو پرضد یوه لويه احتجاجي جلسه وکړه او پر دولت یې ږغ وکړ چې د بند/ډېم له جوړولو دې لاس واخلي
د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) د افغانانو د کورنیو اقتصاد ښه کولو په موخه د هغوی ښځو لپاره د بلوچستان په بېلا بېلو سیمو کې روزنیز مرکزونه پرانیستي چې پکې هغوی بېلا بېل کسبونه زده کوي او بیا شیان جوړوي چې په بازار خرڅېږي او ګټه یې دې ښځو ته ورکول کېږي. په دې ویډیو کې مو د کوټې په غوث اباد کې یوه روزنیز مرکز ته بیایو.
د کندهار چارواکي وایي، د ورځې په اوږدو کې کندهار کې د کبانونو له شته فارمونو نه تر شپږ زره کیلو ګرامه پورې د کبانو غوښې ترلاسه کېږي چې د کندهار ترڅنګ ګاونډيو ولایتونو او ان پلازمېنې کابل ته وړل کېږي. صادق رښتینی له دې فارمونو دا ویډیويي راپور برابر کړی. ایډیټ: تمیم اخګر