د مارچ پر ۱۳مه، د پاکستان په بېلا بېلو ښارونو کې د محمد ابراهیم ارمان لوڼي څلوېښتمې مراسمو غونډې او لاریونونه وشول. ګڼ خلک سهار وختي په کلا سیف الله کې د نوموړي قبر ته ورغلل او بیا یې لاریون وکړ. د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو او پلویانو له خیبره تر پېښوره پورې لاریون وکړ او له حکومته یې د لوڼي د وژلو مقدمې درجولو او ککړو کسانو نیولو غوښتنه وکړه. د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر ضیاالله لانګو د مارچ پر ۱۱مه مشال راډیو ته ویلي ول چې کله د لوڼي تر وژنې وروسته د عدلي طب یا فارېنزېک معاینو نتیجې ورشي نو بیا به د مقدمې دایرولو فیصله کوي. Читать дальше...
د خیبر جمرود پرېس کلب مخې ته د پښتون ژغورنې غورځنګ پلویان د خپلو دوو مخکښو ثنا اعجاز او ډاکټر سید عالم مسود په مشرۍ راټول شوي ول او وروسته د خیبر دروازې ته ولاړ او هلته یې د خپل کاروان د وژل شويمبارز د ارمان لوڼي د څلوېښتمې په مناسبت ویناګانې وکړې. د ډیوه راډيو ویډيو
د مارچ پر۱۲مه په پېښور کې د ترهګرۍ ضد یو عدالت په مردان عبدالولي خان پوهنتون کې د مذهب د سپکاوي په تور د وژل شوی زده کوونکي مشال خان په مقدمه کې د پاتې څلور ملزمانو اسد کاټلنګ، صابر مایار، عارف خان مردانوي او اظهارالله عرف جوهني متعلق فیصله محفوظ کړې چې د مارچ پر۱۶مه به اورول کېږي.
د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د پاکستان له پخواني ډپلوماټ ایاز وزير او په لندن کې مېشت د بي بي سي خبريال عنايت الحق ياسيني سره د افغان سولې پروسه څېړل شوې ده.
د ارمان لوڼي یوه نېږدې ملګري او پي ټي اېم فعال محب شیراز په خپله وینا کې ارمان لوڼی د "لر او بر افغان شهید" وباله.
د پاکستان کراچۍ ښار کې ددې هېواد د فيشن تر ټولو ستره درې ورځنۍ ننداره د مارچ پر ۱۲ مه نېټه پیل شوه. د هېواد وتلي ډيزاينران به خپلې جوړې جامې نندارې ته وړاندې کوي. لومړۍ ورځ د پاکستان مشهور برانډ ثنا سفيناز ته ځانګړې شوې وه.
د پاکستان په سرښار اسلام اباد کې د فنا کېدو له خطر سره د مخامخ هنرونو درې ورځنی ملي نندارتون دوام لري. د نندارتون موخه د فنا کېدو له خطر سره مخامخ هنرونو او لاسي صنايعو ته وده ورکول او ډاډګيرنه ده. راپور او ايډيټ: احمد شاه اعظمي ويډيو: عمران يونس
امریکا او طالبان له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او د نورو هېوادونو پرضد د افغانستان د خاورې د نه کارولو په اړه په مسوده کې هوکړې ته رسېدلي دي.
د مارچ پر ۱۲مه د لوګر ملکي او پوځي چارواکو په یاد ولایت کې د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموریت د عمومي قوماندان د مرستیال اډمېلر په مشری ورغلي پلاوي څخه وغوښتل، چې په پوځي عملیاتو کې د ملکي تلفاتو د مخنیوي په خاطر د لوګر له امنیتي او کشفي ادارو سره همغږي ډېره کړي.