په دې وروستيوو کې د افغان طالبانو او امريکايانو تر منځ په قطر کې خبرې تېزې شوي دي. افغان مېرمنې وايي په دې خبرو اترو کې بايد د ښځو حقونه ونه خوړل شي. د دوی په وېنا شوې پرمختګونه بايد وساتل شي. مشال راډيو د ځينو فعالو افغان مېرمنو خبرې راخيستې دي.
دا هغه ښځې دي چې د ښځو او بشري حقونو لپاره یې زیار ایستلی، کړاوونه یې ګاللي او ان د مرګ له ګواښونو سره مخامخ شوې دي
د پاکستان اطلاعاتو وزير فواد چوهدري د مارچ په ۷مه په اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته وويل چې د وزیراعظم عمران خان په حکم پنجاب حکومت ته ويل شوي چې بندي نوازشريف ته ښه طبي سهولتونه برابر کړي.
د نړۍ په يو شمېر هېوادونو کې هنرمندان او فرهنګيان هر کال د مارچ پر دريېمه سره غونډېږي او خپلې موسيقۍ ته په ورپېښو ستونزو او د هغو پر حل لارو خبرې کوي.
د پولیسو یوه لوړپوړي چارواکي د مارچ پر اوومه مشال راډیو ته وویل، کوهستانی د مارچ شپږمې پر ماخوستن شاوخوا ۱۰ کم اته بجې د ښار د چاوڼۍ تاڼې په حدودو
پاکستان غواړي چې ځيني سختدريځه ډلې په سياست کې شاملې شي او په دې توګه له وسله والو فعاليتونو برخه واخلي.
د مارچ پر اوومه د خوست د مرکز او ولسوالیو لسګونو نجونو او ځوانانو د یوې غونډې له لارې په افغانستان کې د سولې لپاره د وروستیو هڅو ملاتړ وکړ او له وسله والو طالبانو يې وغوښتل، چې افغان حکومت سره مخامخ خبرو اترو ته تیار شي.
د کابل ښار په لوېدیځ کې د پنجشنبې پر ورځ د وحدت ګوند پخواني مشر عبدالعلي مزاري د ۲۴م تلین پر لمانځغونډه له راکټي بریدونو یوشمېر کسان ژوبل شوي دي. د افغانستان کورنیو چارو وزارت سرپرست ویاند نصرت رحیمي ازادي راډیو ته وویل، افغان امنیتي ځواکونو په دغه برید کې ککړ یو تن وژلی او نور یې کلابند کړي دي. د رویټرز ویډيو
د کابل ښار په لوېدیځ کې د پنجشنبې پر ورځ د وحدت ګوند پخواني مشر عبدالعلي مزاري د ۲۴م تلین پر لمانځغونډه له راکټي بریدونو یو تن وژل شوی او اوولس نور ژوبل دي.
د پاکستان او هند ترمنځ د کړکېچ له کمېدو وروسته پر کنټرول کرښه د دواړو هېوادونو سوداګريځې اړيکې بحال شوې دي. د تجارتي لارو خلاصېدو وروسته لاريانو له پاکستانه هند او له هنده پاکستان ته مالونه وړي راوړي دي.
د پاکستان پپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري وايي ، ناقاقونه ګرځول شوې ډلې باید په قامي بهیر کې شاملې نه شي.