د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه سنځاوۍ کې د مارچ ۲۰مې د خونړۍ پېښې پرضد یو ولسي پرلت پیل شوی دی.
ترک چارواکي وايي، د دې هېواد په سواحلو کې د کډوالو د یوې وړې کښتۍ ډوبېدو په پېښه کې درې افغان ښځې او یو ماشوم مړه شوي دي. حريت ورځپاڼه د ترک چارواکو په حواله خبر ورکوي چې کډوالو غوښتل د یونان لیزبوس ټاپو ته ځانونه ورسوي. چارواکي زياتوي په ډوبې شوې کښتۍ کې ۱۵ افغان او ایراني کډوال سپاره وو چې ۱۱ يې ژغورل شوي دي. ويډيو: رويټرز راپور او ايډيټ: احمد شاه اعظمي
په هند کې د عمومي انتخاباتو په درشل کې د یوې سروې نتیجه ښیي چې د هند اکثره وګړي په دې باور دي...
د پاکستان پیپلز پارټۍ چیرمېن بلاول بوټو ویلي موجوده حکومت د نېب په زریعه د پخواني امر پرویزمشرف پالیسي جاري ساتلې او دا د سیاسي انتقام لپاره کاروي.
د اروپایي ټولنې بهرنیو چارو او امنیتي تګلارې لپاره مشرې له اسلام اباده وروسته په کابل کې د افغان حکومت له مشرانو سره وکتل.
د سوات په مېنګوره کې ضلع کونسل او یوې غير- سرکاري ټولنې په ګډه د ښځو مسلو په اړه یوه لويه غنډه جوړه کړې وه چې پکې له بېلا بېلو سيمو په لسګونو ښځو ګډون وکړو او خپلې ستونزې یې چارواکیو ته کېښودې. د مشال ريډيو خبريال نيازاحمدخان یې ویډیو راپور کښلی دی.
د پاکستان وزیر اعظم په افغانستان کې د لنډمهالې ادارې جوړېدو وړاندیز په دوشنبه په اسلاماباد کې په خپل دفتر کې له یوشمېر خبریالانو سره په خبرو کې وکړ.
د پاکستان سپريم کورټ د پخواني وزيراعظم او د مسلم ليګ ن رهبر ميا نوازشريف د ضمانت غوښتنه د شپږو اونیو لپاره منلې ده.