د کرکټ په شل اووریزه نړیوال جام سیالیو کې افغانستان لومړۍ بریا خپله کړه. له سکاټلند سره په دې لوبه کې ټاس یا پچه افغان لوبډلې وګټله او د منډو جوړولو پرېکړهیې وکړه او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې مقابلې لوبډلې ته د ۱۹۱ منډو هدف وټاکه، خو سکاټلند دا هدف پوره نهشو کړای او ټوله لوبډلهیې په ۶۰ منډو وسوځېده. د افغانستان په توپ اچوونکو کې مجیبالرحمن ځدراڼ د سکاټلند پنځه لوبغاړي وسوځول او د لوبې د غوره لوبغاړي جایزهیې ترلاسه کړه. راشد خان څلور او نوینالحق د سکاټلند یو لوبغاړی وسوځول او افغان لوبډلهیې بریالۍ کړه. Читать дальше...
بحرین ته د افغانستان فوټبال له ۲۳ کلونو د کم عمره لوبغاړو لوبډلې سفر لغوه شوی دی. د افغانستان د فوټبال فدراسیون تازه په خپله رسمي فېسبوک پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د افغانستان د وروستیو ناسمو شرایطو له امله د اسیا اتلولي لومړنیو سیالیو کې د ګډون لپاره بحرین ته د افغانستان له ۲۳ کلونو کم عمره لوبډلې د استولو لپاره د افغانستان د فوټبال فدراسیون د رهبرۍ له هڅو سره سره دا سفر د اسیا د فوټبال کنفدراسیون له لوري لغوه او په دې سیالیو کې د "امېد" لوبډلې حضور لغوه شو. په دې خبرپاڼه کې دا... Читать дальше...
د طالبانو حکومت له هغې پرېکړې هرکلی کوي چې روسیې ویلي، غواړي د ترهګرۍ له نوملړ د طالبانو نوم وباسي. طالب چارواکي وايي، دا کار به له روسیې او د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو د ښه کېدو په برخه کې مرسته وکړي. د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین د مسکو له غونډې وروسته چې د اکټوبر په ۲۰مه وشوه وویل، دولت بهیې ژر طالبان د خپل هېواد د ترهګرۍ له نوملړ وباسي. د طالبانو حکومت د ښاغلي پوتین له دې خبرو په هرکلي سره وايي، روسیې وروستیو کلونو کې له دوی سره ښې اړیکې درلودې. د طالبانو د حکومت د... Читать дальше...
د ازبکستان د انتخاباتو لومړني نتایج ښيي چې شوکت میرضیایف یو ځل بیا د دې هېواد د ولسمشرۍ د انتخاباتو ګټونکی شو. د انتخاباتو د مرکزي کمېسیون رئیس ضیاالدین نظام خوجه یوف نن وویل چې میرضایف په سلو کې ۸۰،۱ رایې وګټلې او د یوې بلې ۵ کلنې دورې لپاره د ازبکستان ولسمشر شو. د منځنۍ اسیا د دې لوی هېواد خلکو پرون د اکټوبر په ۲۴مه رایې ورکړې. د میرضیایف په وړاندې څلور داسې کاندیدان ولاړ وو چې ډېر مشهوره نهوو او د حکومت پلویان هم بلل شوي. له کله چې ازبکستان په ۱۹۹۱ کال کې خپلواکۍ ته ورسېد دا په دغه هېواد کې د ولسمشرۍ شپږم دور انتخابات وو. Читать дальше...
د افغانستان د احصائیې او معلوماتو ملي اداره په کابل کې د چاپ شویو برېښنايي تذکرو د وېش د لړۍ د بیا پیل خبر ورکوي. دې ادارې نن پر خپله رسمي فېسبوک پاڼه په یوه بیان کې ویلي دي چې دا لړۍ د پلازمېنې کابل د برېښنايي پېژندپاڼو په ټولو وېش څانګو کې پیل شوې. په بیان کې هغو کسانو ته چې د روان کال د زمري/ اسد تر ۲۰مې یې د کابل د برېښنايي تذکرو په وېش څانګو کې د بایومټریک بهیر بشپړ کړی خبر ورکړل شوی چې د خپلو تذکرو د ترلاسه کولو لپاره اړوندو څانګو ته ورشي.
په پام کې ده چې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د طالبانو له استازو سره په قطر کې وګوري. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وین بین په یو خبري غونډه کې وویل، په دې کتنو کې به چې نن او سبا سې شنبه په دوحه کې پلان شوې دي د دواړو لورو د ګډو اندېښنو په اړه بحثونه وشي. د ښاغلي وانګ په وینا د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته په افغانستان کې یو اساسي بدلون راغلی او خلکو تاریخي فرصت ترلاسه کړی چې د خپل هېواد د برخلیک په اړه په ازادۍ سره پرېکړه وکړي، خو هغه زیاته کړه چې افغانستان اوس له ډېرو ستونزو... Читать дальше...
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د سوډان د صدراعظم او ټولو هغو چارواکو د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه کړې چې پوځ قدرت قبضه کړ. ښاغلي ګوترش پر ټویټر لیکلي دي چې دی پوځي کودتا غندي او د صدراعظم عبدالله حمدوک او ټولو چارواکو د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه کوي. د سوډان پوځي واکمنو نن د هغه اقدام په ترڅ کې چې فعالانو پوځي کودتا بللې د ملکي حکومت د مشرانو له نیولو وروسته نوی حکومت جوړ کړ. د کودتا مشر جنرال عبدالفتاح برهان په یوه ټلوېزیوني وینا کې وویل د سوډان د انقلاب د تګلوري د ژغورنې لپاره د ټول هېواد په کچه د بېړني حالت د اعلان پرېکړه وشوه. Читать дальше...
د سوډان د اطلاعاتو وزارت د اکتوبر ۲۵مې پر سهار په یوه بیان کې وویل، حمدوک تر هغې وروسته ونیول شو چې د پوځي کودتا له ملاتړه یې ډډه وکړه.
موږ د وزیرستانیو کډوالو د ستونزو او غوښتنو پر موضوع د پکتیکا له ولایتي او د یو اېن اېچ سي ار له چارواکو سره بیا بیا رابطه وکړه خو په خبرو ورسره و نه توانېدو.
د طالبانو حکومت وايي چې په تهران کې د افغانستان په اړه غونډې ته دوی نهدي بلل شوي. د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیحالله مجاهد په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "هغه غونډه چې په ایران کې جوړېږي د افغانستان د ګاونډیانو غونډه ده. موږ تهیې تر دې دمه بلنه نهده رالېږلې. موږ د جزئیاتو غوښتنه وکړه، خو تر اوسهیې ځواب نهدی راکړی." ایران هم تر اوسه نهدي ویلي چې طالبانو تهیې په دې غونډه کې د ګډون بلنه استولې کنه، خو ښاغلي مجاهد وویل، دا غونډه د افغانستان په ګټه ده. ... Читать дальше...
د ملګرو ملتونو دوو ادارو خبرداری ورکړی چې د افغانستان له نیمايي زیات وګړي به د ژمي له پیل سره سم د غذايي موادو له کمښت سره مخامخ شي. د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې او د خوړو نړیوال پروګرام په یوه ګډ بیان کې چې نن دوشنبې خپور شو د یو وروستي ګډ راپور په اساس وايي ۲۲،۸ ملیون افغانان به د راروانې لېندۍ میاشتې له پیل وروسته د خوړو له سختې بېامنیتۍ سره مخامخ شي. دې ادارو خبرداری ورکړی چې افغانستان لا له مخکې د نړۍ له تر ټولو ناوړه بشري بحران سره لاس او ګرېوان دی. د خوړو د نړیوال پروګرام اجرائیه... Читать дальше...
د بشري حقونو د څار سازمان وايي په افغانستان کې پر شیعهګانو د داعش ډلې د خراسان څانګې حملې د بشريت پر ضد له جنایتونو سره انډول دي. هیومن رایټس واچ په یوه بیان کې چې نن دوشنبه (د لړم په ۳مه) خپور شو ویلي چې دې ډلې په پرلهپسې ډول داسې خونړۍ حملې کړې دي چې هدفیې د وېرې خورول او په خاص ډول د افغانستان هزاره قوم ته انتهايي زیان اړول دي. په بیان کې راغلي دي چې پر هزاره قوم د داعش ډلې پرلهپسې حملې د بشریت پر ضد له جنایتونو سره انډول دي او د دې حملو عاملان باید د قانون منګولو ته وسپارل شي. په تېره... Читать дальше...
ګوښه شوي افغان ولسمشر اشرف غني د خلیلزاد د څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو د اګست پر ۱۵مه یې چې کابل پرېښود، خو درې ورځې وروسته یې پر فېسبوک په یوه ویډیويي پیغام
اسرائیل په پام کې لري چې د متحده ایالاتو له اندېښنو سره سره په اشغال شوې لوېديځه غاړه کې نور ۱۳۵۵ مېشت ځایونه جوړ کړي. د اسرائیل د ځمکې ادارې پرون د اکټوبر په ۲۴مه د لوېدیځې غاړې په یو شمېر مېشت ځایونو کې د دې نویو کورونو د رغونې مناقصه خپره کړه. لوېدیځه غاړه هغه سیمه ده چې فلسطینیان غواړي خپل راتلونکی دولت پهکې جوړ کړي. اسرائیل دا سیمه په ۱۹۶۷ کال کې له شپږ ورځنۍ جګړې وروسته اشغال کړه.
د افغانستان سولې لپاره د امریکا مخکېنی ځانګړی استازی او له طالبانو سره د سولې د هوکړې لاسلیکوونکی زلمی خلیلزاد په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له روانو کارونو ناخوښی ښکاري. زلمی خلیلزاد وايي، تر هغه له طالبانو سره اړیکې عادي کېدای نهشي، تر کله چې دوی د افغانانو حقونو ته بشپړ درناوی او له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره په خپلو ژمنو عمل ونهکړي. خلیلزاد دا خبرداری هم ورکوي چې د اوسني وضعیت دوام د افغانستان اقتصادي سقوط ته زمینه برابرولای او یوه کورنۍ جګړه پیلېدای شي. ښاغلي خلیلزاد د افغانستان په... Читать дальше...
په کندز ولایت کې د طالبانو په واکمنېدو سره د خولیو او برقو بازار تر بل هر وخت ښه ګرم او تود شوی دی او مینهوال یې هم مخ په زیاتېدو دي. د کندز په بازارونو کې اوس د زیات شمېر ځوانانو پر سر کندهارۍ خولۍ او د نجو او ښځو پر سر برقې لیدل کېږي. په دې ولایت کې دکانداران هم وايي چې اوس د دوی کار او بار ډېر ښه شوی دی. د کندز ښار د چپن فروشي د رستې یو دکاندار ۳۵ کلن نصرالله ازادي راډیو ته وویل چې په دې وروستیو کې د کندهارۍ خولیو او د برقو بازار ښه تود شوی دی. دی زیاتوي: "زموږ کار او بار د پخوا پرتله ډېر ښه شوی، موږ دا برقې او واسکټونه خرڅوو. Читать дальше...
د کابل د هوټل لرونکو ټولنه وايي، کارونهیې کم شوي دي. د دې ټولنې رئیس محمد نادر قرغهيي نن دوشنبه (د لړم په ۳مه) ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو له واکمنېدو وروسته د دوی کارونه له ۱۰۰ سلنې څخه ۲۰ سلنې ته راکم شوي دي. ښاغلی قرغهيي وايي، که څه هم طالبان د دې هوټلونو په فعالیتونو کې مداخله نهکوي، خو د پیسو د نشتوالي او د بانکي ستونزو له امله دا هوټلونه له اقتصادي اړخه ډېر زیانمن شوي دي. د ښاغلي قرغهيي په وینا په تېر حکومت کې به شپه او ورځ په هوټلونو کې محفلونه وو، خو اوس په اوونۍ کې یو محفل هم نهکېږي. Читать дальше...
په ازبکستان کې ولسمشرۍ ټاکنې بشپړې شوې او داسې ښکاري چې شوکت میرضیایف بیا په اسانۍ ولسمشرۍ ته رسېږي. د میرضیایف په وړاندې څلور داسې کاندیدان ولاړ وو چې ډېر مشهوره نهوو او د حکومت پلویان هم بلل شوي. خلکو د منځنۍ اسیا په دې لوی هېواد کې د اکټوبر په ۲۴مه د ولسمشر د ټاکلو لپاره رایې وکارولې. دا له کله چې ازبکستان په ۱۹۹۱ کال کې خپلواکۍ ته ورسېد په دغه هېواد کې د ولسمشرۍ شپږم دور ټاکنې وې. د ازبکستان د ټاکنو د کمېسیون چارواکو ماښام مهال اعلان وکړ چې د رایو په شرایطو له برابرو کسانو نه څه باندې ۸۰ فیصدو رایه ورکړې ده. Читать дальше...
د پاکستان د بلوچستان او سیند صوبو د ورکو کسانو د کورنیو غړو او لسګونه فعالانو په یوه مظاهره کې له حکومته غوښتي چې لادرکه کسان دې معلوم کړي او که ورباندې څه تور وي نو عدالت ته دې یې وړاندې کړي. دوی په ځانګړي ډول د بلوڅانو د زده کوونکو سازمان غړو شاه میر بلوڅ او مرتضا بلوڅ یادونه کوله چې له تېرو شاوخوا څلور میاشتو راهیسې ورک دی. فعالانو د پاکستان پر استخباراتي ادارو تور پورې کړ چې خلک ورکوي. خو د پاکستان حکومت دا تور ناسم بولي. په هغه هېواد کې د ورکو کسانو د قضیو د پلټنو سرکاري کمېشن وايي، څومره ورک... Читать дальше...
له سوډان څخه د پوځي کودتا راپورونه رارسېدلي او ویل کېږي پوځ صدراعظم عبدالله حمدوک او د کابینې یو شمېر غړي یې نیولي دي. د سوډان د اطلاعاتو وزارت نن سهار په یوه بیان کې وویل، حمدوک وروسته له هغه ونیول شو چې د پوځي کودتا له ملاتړ څخهیې ډډه وکړه. د سوډان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ولکر پرتېس (Volker Perthes) وویل چې په سوډان کې د سیاسي انتقال د بهیر د زیانمنولو لپاره د کودتا په اړه د راپورونو له اورېدو وروسته ډېر زیات اندېښمن دی. متحده ایالاتو د دې کودتا له کبله اندېښنه څرګنده کړې ده. Читать дальше...
جام کمال خان پر داسې مهال استعفا ورکړې چې د اکتوبر پر ۱۱مه د نوموړي پرضد د هغه د ګوند بلوچستان عوامي پارټۍ ۱۴ غړو د عدم اعتماد تحريک دایر کړی وو چې د اکتوبر پر ۲۰مه رسماً اسمبلۍ ته وړاندې شو.
زلمي خلیلزاد د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په توګه له دندې تر استعفا وروسته د لومړي ځل لپاره وویل چې امریکا د افغانستان پر مخکېني ولسمشر کافي فشار رانهووړ چې له طالبانو سره واک شریک کړي. خلیلزاد دا خبره د وروستیو تحولاتو په تړاو د سيبياېس (CBS) ټلوېزیون له فېس دې نېشن پروګرام سره یوه مفصله مرکه کړې چې پرون خپره شوې، کړې ده. هغه د واک د شریکولو په برخه کې د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: "زما قضاوت دا دی چې موږ په هغه باندې کافي فشار نهدی راوړی. دا چې ډېر داسې افغانان وو چې غوښتلیې... Читать дальше...
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په روان شل اووریز جام کې نن خپله لومړنۍ لوبه له سکاټلند سره کوي. دا لوبه د افغانستان په وخت د ماښام په شپږ نیمو بجو د شارجې په لوبغالي کې پیلېږي او افغان اتلان وایي چې له پوره چمتووالي سره د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي. د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله وایي، هڅه کوي نړیوال جام کې په خپلو بریاوو د افغانانو په خوله مسکا راولي. افغان لوبډلمشر محمد نبي عیسیخېل وایي، د نړیوال جام ټولو لوبو تهیې پوره چمتووالی نیولی او هرې سیالې لوبډلې سره یې د مبارزې پلانونه جوړ کړي دي.... Читать дальше...
هزاره ګان وایي، دوی په افغانستان کې د ویرې په حالت کې ژوند کوي او خپل کار روزګار او ژوند یې ډېر محدوده کړی دی. د دوی په خبره اوس چې خپلو امام باړو ته ځي نو په زړه کې ورسره دا اندېښنه هم وي چې ژوندي به کور ته ولاړ شي که نه. په افغانستان کې پر هزاره ګانو د وروستیو بمي حملو ذمه واري داعش ډلې منلې ده. بلخوا طالب چارواکو ویلي چې د هزاره ګانو د امام باړو امنیت ساتل یې په پلان کې شامل دي. پر دې اړه د رویټرز خبري اژانس راپور فرخنده اسد پښتو کړی دی.
د افغانستان په اړه د ایران په کوربهتوب سیمهییزې غونډې ته چمتووالی روان دی. دا غونډه د چهارشنبې په ورځ ترسره کېږي چې د افغانستان ګاونډیان وربلل شوي دي. معلومه نهده چې ایران طالبانو ته هم بلنه لېږلې او که نه، خو د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد پرون وویل چې د ایران غونډه کې ګډون نهکوي. مجاهد بیا د ایران په کوربهتوب دا غونډه د افغانستان لپاره ګټوره وبلله. د ایران فارس خبري اژانس ویلي چې دې غونډه کې د پاکستان، ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیران ګډون کوي. د چین د بهرنیو... Читать дальше...