دوه نیم زره افغانان د جرمني له رامشتین پوځي اډې د شنبې له ورځې امریکا ته لېږدول شوي. دا خبره د یادې اډې یوه ویاند ډي پي اې خبري اژانس ته کړې ده. د هغه په خبره دا شمېر افغانان په نهو الوتکو کې امریکا ته انتقال شوي. شپږ زره نور افغان کډوال هم د جرمني په رامشتین پوځي اډه کې په تمه دي چې امریکا ته یوړل شي. جرمني او د اروپا ځيني نور هېوادونه په موقت ډول د لسګونه زره افغانانو کوربهتوب کوي. دا افغانان د امریکا او متحدینو په مټ لومړی درېیم هېواد او بیا له هغه ځایه د اداري پروسیجر تر بشپړېدو وروسته امریکا ته انتقالېږي.
د «G20» هېوادونو مشرانو د افغانستان په تړاو خپله فوقالعاده غونډه پيل کړې ده. تمه کېږي چې دوی د افغانستان د روان کړکېچ د ځوابولو لپاره په حل لارو بحث وکړي. تر دې سرمشریزې مخکې کوربه ایټالیا په ګډونوالو غږ کړی چې له افغانستان سره بېقید او شرط مرستې وکړي. «G20» د امریکا متحده ایالاتو، بریتانیا، اروپایي ټولنې، چین، فرانسې، جرمني، ایټالیا، هند، کاناډا، ارجنټاین، اسټرالیا، برازیل، سوېلي کوریا، جاپان، سعودي عربستان، مکسیکو، سوېلي افریقا، ترکیې او اندونیزیا څخه جوړ دی. تمه کېږي چې د نړۍ د ۲۰... Читать дальше...
د قطر یو لوړپوړی چارواکی وايي د نړیوالې ټولنې لهخوا د طالبانو په رسمیت پېژندل په لومړیتوب کې نهدی. د قطر د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي مطلق القحطاني نن په دوحه کې یوې امنیتي غونډې ته ویلي چې بشري مرستې، د نجونو تعلیم او له افغانستانه د مسافرو امن عبور لومړیتوب لري نه د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندل. القحطاني چې له ترهګرۍ سره د مبارزې او د شخړو د منځګړیتوب په برخه کې د قطر د بهرنیو چارو وزیر ځانګړی استازی دی د افغانستان اړوند ګڼو مسئلو کې د قطر استازیتوب کوي. اخوا د اروپايي ټولنې یوه... Читать дальше...
د موبایل له کرېډټ کارتونو څخه د ۱۰ سلنه مالیې اخیستل، هغه پروګرام چې شپږ کاله مخکې پیل شو. اوس د کابل یو شمېر اوسېدونکي د دغې مالیې د لیرې کېدو غوښتنه کوي. یو شمېر کابل ښاریانو د سې شنې په ورځ «۱۴۰۰ کال د تلې ۲۰» ازادي راډیو ته وویل چې ګډوډ اقتصادي وضعیت او په مخابراتي شبکو کې د حساب ورکونې د یو راڼه سیستم نشتوالي ته په کتو، د مالیې ټولونې دغه لړۍ باید ودرول شي. د کابل ښار اوسېدونکی مسعود چې پخوا یې په یوه دولتي اداره کې کار کاوه وایي، څو میاشتې کېږي چې تنخوا یې نهده اخیستې، د خپلې کورنۍ د... Читать дальше...
په جلالاباد ښار کې هدفي او مرموزو وژنو او ناامنیو د خلکو اندېښنې راپارولې دي. د ننګرهار خلک له طالبانو غواړي چې په ښار او ولسوالیو کې دې د خلکو د امنیت د خوندیتوب لپاره ځانګړي تدابیر ونیسي. دا په داسې حال کې ده چې نن سې شنبه «۱۴۰۰ کال د تلې ۲۰» هم غرمه شااوخوا ۱۲ بجې د جلالاباد ښار د ۴مې ناحیې اړوند چهل مترې سیمه کې د ناپېژانده وسلهوالو لهخوا یو ځایي مخکښ مدني فعال عبدالرحمن معاون په ډزو ووژل شو. د عبدالرحمن معاون ورور شاد نور مظلومیار وایي، ورور یې نن د یوه واده په مراسمو کې د ګډون په... Читать дальше...
بل پلود بلوچستان اسمبلۍ له لوري د صوبې ګورنر او صوبايي سېکرېټري قانون ته یو لیک استولی چې د اعلا وزیر جام کمال پرضد د رواړي تحریک عدم اعتماد لپاره دې د اسمبلۍ غونډه راوبولي.
اروپايي ټولنې د افغانستان د اقتصادي او ټولنیزو چارو د سقوط د مخنیوي لپاره د یو میلیارد یورو د مرستې هوډ کړی دی. د اروپايي کمېسیون مشرې اورزلا وون دیرلاین نن اعلان وکړ چې په جي شل سرمشریزه کې به د افغانانو د ملاتړ دا بسته وړاندې کړي او ارزښتیې یو میلیارد یورو ته رسېږي. وون دیرلاین په خپل ټویټر پاڼه په یوه بیان کې ویلي موږ باید هر څه چې کولای شو وکړو څو په افغانستان کې د لوی بشري او اقتصادي-ټولنیز سقوط مخه ونیسو. هغې ویلي په دې کې هغه ۳۰۰ ملیونه یورو هم شاملې دي چې مخکې د عاجلو بشري مرستو لپاره اعلان شوې وې. Читать дальше...
په افغانستان کې د نفتي موادو لوړې بیې خلک اندېښمن کړي دي. یو شمېر افغانان وايي، په افغانستان کې د نظام په بدلون سره د نفتي موادو بیې هم لوړې شوې دي. د کابل ښار اوسېدونکی توفیق وايي، واردوونکي باید د نرخونو په برخه کې له خلکو سره همکاري وکړي. توفیق زیاتوي: "د نفتي موادو بیې لوړې شوي، کله چې په یو موټر کې کېنم او موټر چلوونکي ته وایم تر دې ځایه څو ځې وايي دومره روپۍ چې خبره ورسره اوږده کړم وایي تېل قیمته شوي دي، زما په فکر په دې برخه کې سوداګر چې تېل واردوي ملامته دي." د دې ښار بل اوسېدونکی... Читать дальше...
د کندهار ښاروالۍ مسوولین وایي، په تېره یوه میاشت کې یې ۲۱ زره جریبه دولتي او شخصي ځمکه له زورواکو او غاصبینو خلاصه کړې. د کندهار ښار اوسیدونکې نذير احمد وايي، له ننه دولس کاله مخکې يې یوه اندازه ځمکه چې د څلورمې ناحيې اړوند د احمد شاهي جادې په ډېره ستراتژیکه سیمه کې یې موقعیت درلود د یوه زوراکي په مرسته غصب شوه. هغه وایي، شااوخوا شپږ کاله یې د خپلې ځمکې د لاسته راوړلو لپاره حقوقې دعوې وکړې خو پایله یې ورنه کړه. د نذیر احمد په وینا پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره دوی خپله دعوه بیا پيل... Читать дальше...
احمد مسعود چې ځان د ملي مقاوت د جبهې مشر بولي له نړیوالې ټولنې غوښتي، تر کومه چې طالبان د بشري حقونو د ټینګښت او د یوه ټول ګډونه حکومت د جوړېدو لپاره ژمنه و نه کړي، د دوی حکومت په رسمیت ونه پېژني. دې جبهې د سېشنبې په ورځ (د تلې میاشتې ۲۰مه نېټه) د احمد مسعود له قوله یوه اعلامیه کې د نړیوالې ټولنې له خوا د طالبانو د حکومت په رسمیت نه پېژندو او له دوی د یوه ټول ګډونه حکومت د جوړېدو د غوښتنې هرکلی هم کړی. په اعلامیه کې له ملي او نړیوالو سازمونونوغوښتنه شوې چې په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض... Читать дальше...
په هند کې د بندرونو تر ټولو لوی عملیاتي شرکت اعلان کړی چې د نوومبر له نیمایي وروسته د افغانستان، ایران او پاکستان څخه کانټینر شوې کارګو نه مني. فکر کېږي دا اقدام په هند کې د هیروینو د یوې لویې محمولې د ضبط په خاطر شوی وي. اډاني پورټس د اکتوبر په ۱۱ مه نېټه وویل چې د ورته کارګو په اړه د "سوداګرۍ مشوره" به د نوومبر په ۱۵ مه نېټه د دې شرکت اړوند ټولو ۱۰ بندرونو او د درېیمې ډلې ترمینلونو باندې پلي شي. اډاني شرکت له افغانستان، ایران او پاکستان څخه د کانټېنر شوې کارګو د نه منلو په تړاو کوم دلیل... Читать дальше...
د وژل شوي مدني فعال ورور شاد نور مظلومیار ویلي عبدالرحمن معاون په برید کې وژل شوی دی خو د ننګرهار ولایتي اداره لاهم چوپه خوله ده.
نامعلومو وسله والو د ننګرهار ولایت په جلال اباد ښار کې یو مدني فعال په ډزو وواژه. یوې ځایي روغتیایي سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې نامعلومو وسله والو د جلال اباد ښار څلورمې ناحیې اړوند چهل متره سیمه کې د عبدالرحمن معاون په نوم یو مدني فعال په ډزو وویشت چې له پېښې نیم ساعت وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړه. دغه پېښه چې نن غرمه شااوخوا ۱۲ بجې وشوه، عاملان یې له سیمې تښتیدلي او مسؤلیت هم تردې دمه چا نه دی منلی. په ننګرهار کې ځايي مسؤلانو په دې تړاو څه نه دي ویلي. عبدالرحمن... Читать дальше...
د G20 هېوادونو مشران د افغانستان په اړه یوه فوق العاده غونډه لري. دا ځانګړې سرمشریزه چې نن د اروپا په وخت د ماسپېښين په یوه بجه په انلاین بڼه پیلیږي د هغه ناورین د ځوابولو لپاره بلل شوې چې افغانستان ورسره مخ دی. د ایټالیا صدراعظم ماریو دراګي چې د دې سرمشریزې کوربه دی ټینګار کړی چې بډایه هېوادونه باید له قید او شرط پرته له افغانستان سره مرستو ته دوام ورکړي. 'جي-۲۰' د امریکا متحده ایالاتو ، بریتانیا، اروپایي ټولنې، چین، فرانسې، جرمني، ایټالیا، هند، کاناډا، ارجنټاین، اسټرالیا، برازیل، سویلي کوریا،... Читать дальше...
د ملګرو ملتونو عمومي منشي اندېښنه ښکاره کړې چې د افغانستان اقتصاد په ماتېدو دی. انتونیو ګوتېریش دا خبره نن په خپل ټوېټر باندې لیکلې. ښاغلي ګوتېرېش پرون هم د افغانستان په تړاو په خپله وینا کې د اقتصادي ځوړتیا یادونه وکړه: "اوس وخت د شتمنیو په کنګل پاتې کېدو او د انکشافي مرستو په ځنډېدو سره ، اقتصاد مخ په ماتېدو دی. بانکونه تړلي پاتې دي. اساسي خدمات لکه روغتیايي چارې په ګڼو سیمو کې ځنډېدلي. موږ باید داسې لارې پیدا کړو چې اقتصاد بیا ساه واخلي." ګوتېرېش په نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د افغانستان د... Читать дальше...
انتونیو ګویتېرېش د اکتوبر پر ۱۱مه نېټه ناوخته په نیویارک کې یوې خبري غوندې ته ویلي، له افغان نجونو او ښځو سره د ژمنو ماتول، د هغوی د هیلو د نابودولو په مانا دي.
عزیزي بانک خپلو ټولو ګډونوالو ته اعلان کړی چې د دوی ټولې څانګې د کار لپاره چمتو دي. دې بانک نن سې شنبه (د تلې په ۲۰مه) په یوې اعلامیه کې ویلي، هر څوک چې په عزیزي بانک کې خپلې پېسې لري او غواړي چې ترلاسه او یا هم بل چاته واستوي په اسانۍ سره کولی شي دغه چاره ترسره کړي. د عزیزي بانک په اعلامیه کې ویل شوي، پخوا به د دې بانک ټول ګډونوال د پیسو د ترلاسه کولو لپاره مرکزي دفتر تلل، خو اوس دغه چاره اسانه شوې او ټولې نماینده ګانې کولی شي خلکو ته خدمتونه وړاندې کړې. په اعلامیه کې د عزیزي بانګ چارواکو... Читать дальше...
د افغانستان په شمال اقینه بندر کې د تیل پلورونکو ټولنه وايي، د بانکي خدمات ناسم وضعیت د دوی کار له سختو ستونزو سره مخ کړی. د دې ټولنې رئیس الله داد نن سې شنبه (د تلې په ۲۰مه) ازادي راډيو ته وویل، د تیلو د بیې لوړوالی هم د بانکي سیسټم پورې تړلی دی. هغه وايي، له کومه چې نظام بدل شوی د دوی کاروبار هم له سختو ستونزو سره مخ دی. د نوموړي د معلوماتو له مخې، دوه میاشتې وړاندې به په ورځ کې شااوخوا ۲۰ ټانکره تیل پلورل کېدل، خو اوس دغه چاره تر ډېره صفر ته راښکته شوې. له شااوخوا څو میاشتو راهیسې د افغانستان په بازارونو کې د نفتي موادو بیې لوړې شوي.
د اروپایي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر ژمنه وکړه چې اروپایي ټولنه به په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره هڅې وکړي. جوزیپ بورېل پرون په بروکسل کې اسوشیټېډ پرېس اژانس ته وویل: "په افغانستان کې بشري او ټولنیز اقتصادي وضعیت د ماتېدو په حال کې دی. د ناروې د کډوالو د شورا په وینا لږ تر لږه یو میلیونه ماشومان به را روان ژمی له یخنۍ او لوږې مړه شي، یو میلیون، که چېرته سمې مرستې ورسره ونه شي، موږ دې ته صبر نه شو کولی چې ورته وګورو." بورېل زیاته کړه، کله چې طالبان د بشري حقونو په ګډون د اروپایي ټولنې... Читать дальше...
د بلوچستان په هرنايي کې یوشمېر زلزله ځپلي وايي، تر اوسه یې کافي مرستې نه دي ترلاسه کړې. خو د طبیعي ناورینونو پروړاندې د مبارزې اداره وايي، له خلکو سره یې مرستو ته دوام ورکړی دی. له حکومتي شمېرو سره سم، د اکتوبر پر اوومه په زلزله کې ۱۹ کسان وژل شوي او ۲۲۳ ژوبل دي. له دې پرته په هرنايي کې لسګونه کورونه وران شوي او زرګونه زیانمن شوي دي. همدا لامل دی چې ځینې خلک له وېرې د کور خونو ته نه ننوځي او شپه تر شنه اسمان لاندې سبا کوي. ویډیويي رپورټ.
جرمني وایي، صدراعظمې انګېلامېرکل او د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د روسیې او اوکراین له ولسمشرانو سره د اوکراین په ختېځ کې د روانې شخړې په اړه په ټیلیفون خبرې وکړې. د دې ټیلیفوني مکالمې په ترڅ کې دې مشرانو موافقه وکړه چې د بهرنیو چارو وزیران سره خبرو ته کښیني. د جرمني د حکومت په پروني بیان کې راغلي دي چې مېرکل او مکرون پرون لومړی د اوکراین له ولسمشر ولودمیر زیلنسکي سره د منسک د موافقو په اړه خبرې وکړې. په دې موافقو کې د اوکرایني ځواکونو او روسیي پلوه بیلتون غوښتونکو ترمنځ د اوکراین په ختېځ کې د جګړو د پای ته رسېدو غوښتنه شوې ده. Читать дальше...
وروسته تر دې چې جرمني مسدونیا ته پرون څلور د صفر پر وړاندې ماتې ورکړه، لومړی هېواد شو چې د ۲۰۲۲میلادي کال د فوټبال نړیوال جام ته لاره وکړه. د اروپایي هېوادونو د غوراوي لپاره لس ګروپونه دي، د هر ګروپ د سرلوبډله په قطر کې د فوټبال راتلونکې نړیوال جام ته لاره کوي. په ایچ ګروپ کې روسیه وروسته تردې سر ته وخته چې سلونیا ته یې دوه د یوه په مقابل کې ماته ورکړه. په همدې ګروپ کې تر روسیې وروسته کرویشیا ده چې پرون یې له سلواکیا سره لوبه دوه په دوه مساوي کړه.
په کابل، خوست او کندز کې وروستیو چاودنو خلک اندېښمن کړي دي. د غزني ولایت یو شمیر اوسېدونکي د طالبانو له حکومت څخه د خلکو د ژوند د خوندیتوب غوښتنه کوي. دوی وايي، په کندز ولایت کې د تېرې جمعې ورځې پېښه یوه پوږنوونکې پېښه وه چې ډېری کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله. دوی دغه ډول پېښې په افغانستان کې د مېشتو قومونو، ولسونو او مذهبونو ترمنځ د لېرېوالي، ناهیلۍ او نفرت سبب ګڼي. غزنی میشتی سیدجان مهداد وايي: "طالبان باید دا خبره په غوږ کې ونیسي چې د افغانستان دښمنان لاس په کار شوي او غواړي ټولو ځایونو... Читать дальше...
والسټریټ ژورنال والسټریټ ژورنال ورځپاڼې په افغانستان کې د وچکالۍ پر وضعیت لینکه کړې ده. ورځپاڼه لیکي چې د سږ کال وچکالۍ په افغانستان کې اقتصادي بحران تشدید کړی. والسټریټ ژورنال وايي دا وضعیت په داسې حال کې پېښېږي چې امریکا د افغانستان مرکزي بانک د ۹،۴ میلیارده ډالرو په ارزښت شتمني کنګل کړې ده. د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه ۲۵یې له وچکالي سره مخ دي او دغه وضعیت د هېواد ۱۴ ملیونه وګړي اغېزمن کړي دي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د خوړو او زراعت سازمان یا (FAO) مشر ریچارد ترینچارد ویلي... Читать дальше...
د ملګرو ملتونو عمومي منشي وايي، په افغانستان کې بشري وضعیت ته باید جدي پاملرنه وشي ترڅو د یوه لوی ناورین مخه ونیول شي. انتونیو ګوتیرش پرون یوې خبري غونډې ته وویل چې د افغانستان د اقتصاد د سقوط د مخنیوي لپاره هم باید پراخې هڅې وشي: "دقیقا څلور اوونۍ دمخه، په جنیوا کې بشر دوستانه غونډه جوړه شوې وه. اوس په افغانستان کې بشري ناورین مخ په ډیرېدو دی. اتلس میلیونه خلک چې د افغانستان نیمایي نفوس جوړوي د دې ناورین سره مخ دي." د ملګرو ملتونو عمومي منشي زیاته کړه چې د افغانستان د اقتصاد د بیارغولو لپاره... Читать дальше...