په روسیه کې د سې شنبې په ورځ اته سوه پنځه نوي کسان د کرونا له امله مړه شول چې دا د دې وبا له پیله تراوسه د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې په دې هېواد کې تر بل هر وخت د کووېډ-۱۹ ناروغۍ د مړینې لوړه شمېره ده. په روسیه کې له کرونا سره د مبارزې ډلې پرون دا خبر هم ورکړچې په یوه شپه او ورځ کې تر پنځه ویشت زره ډېر کسان په کووېد نولس ناروغۍ اخته شوي دي. د کریملین ویاند دیمتري پیسکوف د کرونا وضعیت ناوړه بللی دی او وایي چې علت یې د واکسینو کمبود دی. د روسیې له یوسل او دوه څلویښت میلیونه نفوس څخه دوه څلویښت میلیونه تراوسه واکسین شوي دي. Читать дальше...
اذربایجان په پلازمېنه باکو کې د ایران د مشر مربوط جومات او دفتر څو ورځې وروسته تر دې بند کړل چې تهران د اذربایجان پولې ته نژدې پوځي تمرینات ترسره کړل. د ایران تسنیم اژانس پرون خبر ورکړ چې حسینیه جومات او په باکو کې د ایت الله علي خامنه اي د استازي سید علي اکبر اوجاق دفتر د اذربایجاني چارواکو په امر مهرولاک او وتړل شو. د اذربایجان د کورنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې د دې جومات د بندیدو علت د کرونا وبا مخنیوی یاد کړی دی. د تهران او باکو ترمنځ کړکېچ وروسته تردې زیات شو چې د سېپټمبر په میاشت... Читать дальше...
د افغانستان د انتقال په چارو کې د بریتانیا د صدراعظم ځانګړی استازی سر سایمون ګاس او په دوحه کې د افغانستان لپاره د بریتانیا غیر مقیم شارژدافیر ډاکتر مارتین لانګدین نن کابل ته تللي دي. د بریتانیا د حکومت د یوه بیان له مخې دغو لوړپوړو چارواکو د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي او د رئیسالوزرا له مرستیالانو ملا عبدالغني برادر او مولوي عبدالسلام حنفي سره خبرې کړې دي. د بریتانیا ځانګړي استازي سر سایمون ګاس او ډاکتر مارتین په دې بحث کړی چې بریتانیا څنګه له افغانستان... Читать дальше...
طالبانو د دوو سړیو مړي چې د غلا په تور وژل شوي وو، نن له غرمې وروسته د هرات د اوبه ولسوالۍ په بازار کې ځړولي دي. په هرات کې د طالبانو د والي مرستیال مولوي شېر احمد عمار ازادي راډیو ته وویل چې دغه دوه کسان په اوبه ولسوالۍ کې یوه کور ته د غلا په نیت ورغلي وو او د کور د مالک لهخوا وژل شوي. هغه زیاته کړه چې د دغو تورنو کسانو جسدونه نورو ته د عبرت په خاطر ځړول شوي. خو په خواله رسنیو په عکسونو کې ښکاري چې د درېیو تنو مړي ځړول شوي. تېره اوونۍ هم طالبانو په هرات ښار کې د سړي تښتونې په تور د څلورو وژل شویو کسانو جسدونه ځړولي وو.
د ښوونکو په نړیواله ورځ د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یونېسف د افغان ښوونکو د کار په دوام او د هغوی په خوندیتوب ټينګار کړی دی. یونېسف نن په خپل ټویټر لیکلي چې د نجونو د تحصیل لپاره د ښځینه ښوونکو کار ډېر مهمه دی. د اروپايي ټولنې مأموریت هم له افغان ښوونکو ستاینه کړې او ویلي یې دي چې هغوی له معاش پرته هم کار ته ورځي. دغه مأموریت تعلیم ته د نجونو او هلکانو د مساویانه لاسرسي په مسئله ټینګار کړی دی. په کور دننه او بهر له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د پرانیستې لپاره له هڅو سربېره... Читать дальше...
د جرمني حکومت وايي په افغانستان کې یې ۲۰ کلن حضور او پراختیايي پروګرامونه څه باندې ۲۰ میلیارده ډالره لګښت درلود. د جرمني دفاع وزارت نن ویلي چې له ۲۰۰۱ کال د ۲۰۲۱ کال تر اګسټ پورې په بېلابېلو پوځي مأموریتونو ۱۴ میلیارده ډالره لګېدلي. په دې پوځي مأموریتونو کې د ایساف، د پایداره ازادۍ عملیات او د ناټو غوڅ ملاتړ مأموریت شامل دي. د جرمني د بهرنیو چارو وزارت بیا ویلي چې څه باندې درې نیم میلیارده ډالره بیا په افغانستان کې د جرمني له ملاتړ برخهمنو ادارو او پروژو کې د کارکوونکو لپاره معاش ورکړل شوی. Читать дальше...
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې پخوانی استازی رولاند کوبیا له دغه هېواد سره د ۲۵ ټنه درملو د مرستې خبر ورکړی دی. ښاغلي کوبیا په خپل ټویټر لیکلي چې د اروپايي ټولنې لهخوا د مرسته شویو درملو محموله نن افغانستان ته رسېدلې ده. کوبیا د درملو دا مرسته د افغانستان د خلکو د ژوند ژغورونکې وبلله. له دې مخکې اروپايي ټولنې او یو شمېر نورو هېوادونو اندېښنه ښودلې وه چې د طالبانو په واکمنېدو سره د افغانستان صحي خدمات ډېر کم شوي دي. د روغتیا نړیوال سازمان یوه میاشت مخکې راپور ورکړی و چې له ۲،۰۰۰ زیات... Читать дальше...
د روسیې یوه وتلې فلمي ستورې یولیا پریس لید له فلمي ډایرکتر کلیم شیپينکو سره نن فضا ته ځي. دوی به د قزاقستان له بایکونور فضايي اډې د سیوز «MS-19» په ستور بېړۍ/سفینه کې فضا ته ولاړ شي. تمه ده دوی هلته د یوه فلم لپاره انځورونه ثبت کړي. فلم په دې څرخي چې په فضا کې یو ستورمزلی د زړه جراحۍ ته اړتیا پیدا کوي. یولیا او کلیم په څو فلمونو او نمایشنامو کې د کار په خاطر ډېر شهرت لري. کلیم شیپینکو په ۲۰۱۷ کال کې د ګردې روسیې په کچه د یوه فلم د جوړولو په خاطر لومړی مقام ګټلی.
د پاکستان وزيراعظم عمران خان هم د يوه پلټنيزه کميشن اعلان کړی چې په پنډورا اسنادو کې يادو شوو پاکستانيانو خو په غیر قانوني توګه پیسې نه دي پټې کړې؟
د خيبر پښتونخوا د ابتدايي او ثانوي تعليم څانګه وايي، په صوبه کې يې د کارمندانو شمېر شاو خوا ۱۷۰،۰۰۰ دی چې پکې ۱۱۹،۰۰۰ استادان دي.
د بښنې نړیوال سازمان Amnesty International ویلي چې طالبانو دیارلس هزاره ګان په دایکندي ولایت کې په ناحقه/ناقانونه وژلي دي. د یوې څېړنې له مخې چې د یاد سازمان له خوا شوې ګڼ دا قربانیان هغه سرتیري وو چې له طالبانو سره یوځای شوي وو. د بښنې نړیوال سازمان نن ویلي، دا هزاره ګان دوه اوونۍ وروسته له هغه د دایکندي ولایت په کاهور کلي کې د طالبانو له خوا وژل شوي چې طالبان په ټول افغانستان واکمن شول. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا له ازادي راډیو سره په خبرو کې دا راپور په کلکه رد کړ:"دا راپور په کلکه ردوو. Читать дальше...
په افغانستان کې د پاسپورټونو د وېش بهیر بیا پیل شو. په پاسپورټ ریاست کې د طالبانو په مشرۍ حکومتي چارواکي وایي، دا لړۍ سر له نن سې شنبې ورځې څخه پیل شوه او د کومو کسانو چې مخکې پاسپورټونه چمتو شوي وو، کولای شي تر لاسه یې کړي. د پاسپورټ ریاست سرپرست مولوي عالم ګل وایي، دا مهال شااوخوا ۲۵ زره پاسپورټونه وېش ته چمتو دي، د کومو چې له نظام وړاندې کارونه بشپړ شوي وو. علم ګل زیاتوي: "موږ پلان لرو چې لومړی هغه پاسپورټونه ووېشو چې بانکي چارې یې خلاصې شوي دي، دا له شلو تر ۲۵ زرو پورې پاسپورټونه دي، سبا... Читать дальше...
امریکا وايي پر طالبانو به خپلو فشارونه ته دوام ورکړي. د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس دوشنبه ناوخته یوې خبري غونډې ته ویلي، تر کومه چې طالبان هغو افغانانو لپاره چې غواړي له افغانستانه ووځي، د وتلو زمینه برابره نه کړي دوی به په برې خپلو فشارونه ته دوام ورکړي. ښاغلي پرایس ویلي. دوی د نړۍ له نورو هېوادونو سره په ګډه کار کوي چې په طالبانو په دې شرط فشارونه دوام ولري، تر کومه چې خپلې ژمنې یې نه وي عملي کړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې له دې... Читать дальше...
په کوټه کي د میډیکل زده کونکو له لوري د آن لاین ازموینو پرضد لاریونونه دوام لري. د اکتوبر پر څلورمه نېټه د اعلا وزیر د ودانۍ لوري ته پر ورروان لاریون ناڅاپه یوه تن ډزې کړې او تښتېدلی دی. حکومت ویلي چي په پېښه کې تورن کس به نیسي او وفاقي حکومت ته یې د زده کوونکو غوښتنې رسولې دي. د ایوب ترین راپور
د افغانستان په ۹ ولایتونو کې زڼغوځي کیږي، چې داخلي مارکیټ يې په خوست کې دی او له خوسته کابل او بیا له هغې لارې نورې نړۍ ته صادریږي.
د فرانس ولسمشر مکرون ویلي، د ده په باور نړیوال په رسمیت پېژندل باید بیه ولري او د افغان ښځو وقار او د ښځو او سړو ترمنځ مساوات باید یو له هغو ټکو وي چې موږ پرې ټینګار کوو.
په چمن کي د ګمرک (کسټم) ادارې د چارواکو په وینا چې پوله نن د اکتوبر پر پینځمه نېټه ګهیځ مهال وتړل شوه.
په کابل ښار کې یو شمېر تېل پلورونکي وایي، د تیلو او ګاز بیې په بې ساري توګه لوړې شوې. دوی نن سې شنبه (د تلې په ۱۳مه) ازادي راډیو ته وویل چې د یو لیتر پترولو قیمت ان ۷۰ افغانیو ته رسېدلی او یو لیتر ډیزل هم په ۶۲ افغانیو پلورل کېږي. د پادشاهي د تېلو ټانګ مشر توریالي عزیزي، ازادي راډیو ته وویل چې یو کیلوګاز په ۸۰ افغانۍ پلورل کېږي. ښاغلی عزیزي وایي، د بیو د لوړوالي لامل د ناسم بانکي فعالیت او د پیسو نشتون دی. دی وایي چې په دې اړه دوی څو ځلي له چارواکو سره خبرې کړي، خو هغو له ژمنو سره سره دا ستونزه تر اوسه نه ده حل کړې. Читать дальше...
خوستي سوداګر له طالبانو غواړي چې چین او نورې بهرنۍ نړۍ ته دې، د هوا له لارې د زڼغوځیو د صادرولو اسانتیاوې برابرې کړي. دوی اندېښنه څرګندوي، که د افغانستان ځڼغوځي ژر بهر ته صادر نه شي، نو کیفیت يې خرابیږي. د افغانستان په ۹ ولایتونو کې ځڼغوځي کېږي چې داخلي مارکیټ يې په خوست کې دی او له خوسته کابل او بیا له هغې لارې نورې نړۍته صادریږي. خوستي سوداګر وايي، د نورو کلونو پرتله د ځڼغوځیو حاصلات ډېر شوي او کیفیت يې هم ښه شوی، خو د نړیوالو هوايي پروازونو د نشتون له کبله دوی نشي کولی،چین او یا نورې نړۍ ته يې صادر کړي. Читать дальше...
د اکتوبر پر پينځمه د استادانو نړېواله ورځ لمانځل کېږي، زموږ همکار ځلاند يوسفزي په صوابۍ کې په دې ورځ له يو داسې سرکاري سکول استاد سره غږېدلي دي چې له ماشومانو سره ډېر زيار باسي. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.
د طالبانو د حکومت د پاسپورټ ادارې ویلي سر له نننه د پاسپورټونو په ویش باندې کار پیلوي. د دې ادارې رییس عالم ګل حقاني دا خبره نن په کابل کې یوه مطبوعاتي کنفرانس ته وکړه. هغه وویل، سمدستي د هغو ۲۵ زرو پاسپورټونو په ویش کار پیلېږي چې پخوا یې کارونه بشپړ شوي وي. حقاني ژمنه وکړه چې د پخوانۍ ادارې د ویش د اندازې دوه چنده یعنې د ورځې تر شپږ زره پاسپورټونه به خلکو ته وویشي. د راپورونو له مخې طالبان غواړي په نوېو پاسپورټونو د افغانستان اسلامي امارت نوم هم ولیکي. دا لا معلومه نه ده چې نړیواله... Читать дальше...
د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون وایي، د نړۍ د شلو پیاوړو اقتصادي قوتونو یا جل شل ډلې په راتلونکې سرمشریزه کې باید په افغانستان کې د طالبانو په مشرۍ حکومت ته واضح پیغام ورکړل شي چې د نړیوالو له خوا یې د حکومت په رسمیت پېژندل شرطونه لري چې دوی یې باید پوره کړي. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې مکرون دغه څرګندونې د فرانسې له اینټر راډیو سره په یوه مرکه کې چې نن خپره شوې، کړي. نوموړي ویلي، په هغو شرطونو کې چې د طالبانو مخ ته ایښودل کېږي، باید د ښځو لپاره انډول حقونه یا مساوات، د بهرنیانو له خوا... Читать дальше...
د طالبانو په واکمنۍ کې د کابل ژوبڼ خلاص دی خو د خلکو او په ځانګړې توګه د ښځو ورتګ ډېر کم شوی دی. پر دې اړه د رويټرز خبري اژانس ويډيويې راپور اسرار عالم مومند پښتو کړی دی.
د اسلامي دولت ډلې یا داعش د کابل د عیدګاه جومات مخې ته یکشنبې ورځې د بمي چاودنې مسوولیت ومانه. تر هغې حملې څو ساعته وروسته طالبانو د کابل په خیرخانه کې د داعش ډلې د پټو غړیو پر یوه مرکز د عملیاتو او د هغه د ویجاړولو خبر ورکړ. داعش ډلې په خپل تبلیغاتي ویبسایټ اعماق کې ویلي، د عیدګاه جومات مخې ته حمله چې پنځه کسان یې په نتیجه کې ووژل شول، داسلامي دولت ډلې د یوه ځانمرګي بریدګر له خوا شوې ده. د طالبانو یوه ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال، ذبیح الله مجاهد تر حملې وروسته ازادي راډیو ته ویلي و چې دا په داعش پورې د تړلو کړیو کار دی. Читать дальше...
د اروپايي ټولنې د درملو د تنظیم ادارې، اتلس کلنو او تردې پوخ عمره کسانو ته، د فایزر/بایونتیک شرکتونو د کرونا ضد واکسین د تقویتي ډوز ورکولو ته شین څراغ وښود. نن سبا په عادي حالت کې خلکو ته د دې واکسین دوه ډوزونه یا دوې ستنې لګول کېږي. د اروپا د درملو ادارې پرون وویل چې دغه تقویتي ډوز ښايي د دې ټولنې په غړو هېوادونو کې اتلس کلنو یا هم تر دې پوخ عمره کسانو ته تر دویم ډوز لږ تر لږه ۶ میاشتې وروسته ولګول شي. دا سپارښتنه وروسته تردې کېږي چې په ارزونو کې معلومه شوې، درېیمه ستن یا ډوز په هغو کسانو... Читать дальше...