د روسیې تر مشرۍ لاندې د ډله ییز امنیتي تړون لوی درستیز ډګر جنرال اناتولي سیدوروف خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدا وروسته د دغه هېواد تحولات په منځنۍ اسیا کې د بې ثباتۍ سبب شوي او کېدای شي چې وضعیت ان تردې خراب کړي. د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، سیدوروف زیاته کړه: "د ډله ییز امنیتي ټړون د منځنۍ اسیا په سیمه کې د بېلابېلو عواملو را یوځای کېدا بې ثباتي ډېره کړې او په بالقوه ډول حساس پړاو ته کړکېچ پراخولی شي." د ډله ییز امنیتي تړون د لوی درستیز د اټکل له مخې، اکثره هېوادونه... Читать дальше...
د ازبیکستان د ترمذ سرحدي ښار افغانستان ته د مرستو د رسولو په یوه مرکز بدل شوی دی. د ازبیکستان له لارې په افغانستان کې میلیونونو اړو کسانو ته د مرستو د رسولو لپاره به په خوراکي موادو بار لومړنۍ الوتکه نن جمعه (د تلې ۲۳مه) ترمذ سرحدي ښار ته ورسېږي. د کډوالو لپاره د ملګروملتونو د لویې کمېشنرۍ ویاند بابر بلوچ وايي، له دې وروسته به بشري مرستې په الوتکه کې د ازبیکستان ترمذ ته ولېږدول شي چې له هغه ځایه د افغانستان مزارشریف ته یووړل شي. د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام د روان اکتوبر په لومړیو کې د مرستو انتقال پیل کړی دی. Читать дальше...
د ماین پاکۍ یوه موسسه وايي، په لسو کلونو کې به افغانستان له ماینونو پاک کړي. د هیلو موسسې ريیس جېمز کوان بریتانیايي رسنیو ته ویلي چې د طالبانو د ټولو ولسوالیو ولسوالانو ماین پاکانو ته اجازه ورکړې چې ماینونه پاک کړي. د ښاغلي کوان په وینا، سره له دې چې دا به لویه ادعا وي چې په لسو کلونو کې افغانستان له ماینونو په بشپړ ډول پاک شي، خو اوس چې طالبان واک په لاس کې لري دا امکان برابر شوی چې په افغانستان کې ماینونه په یوه لسیزه کې پاک شي. په افغانستان کې ډېر شمېر ماینونه د پخواني شوروي اتحاد د یرغل... Читать дальше...
په غور کې د طالبانو ځايي چارواکي وايي چې نامعلومو وسله والو د دې ولایت د ولایتي شورا یو پخوانی غړی 'معاون احمد' وژلی دی. د غور د دولتیار ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال مولوي نجیب الله ازادي راډیو ته وویل چې ښاغلی احمد او وراره یې پرون ماسپښین هغه مهال ووژل شول چې د ولسوالۍ له مرکزه د تیل جلال سیمې ته روان و. ولسوال زیاته کړه چې د دې پېښې د عاملانو د نیولو لپاره هڅې روانې دي. معاون احمد پخوا د مشرانو جرګې د غړي په توګه هم کار کړی، خو په وروستیو کلونو کې یې په دولتیار ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد د ولسي پاڅونوالو مشري کوله.
د تاجکستان پولیسو د مخدرو موادو یو لوی پېټی چې له افغانستان څخه دې هېواد ته قاچاق شوی و، کشف او ضبط کړی دی. تاجک چارواکو پرون پنجشنبه(د تلې ۲۲مه) وویل، په دې پېټي کې ۵۰۰ کیلو هیروین، چرس او تریاک شامل دي چې د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې د پولیسو لاس ته ورغلي دي. د دې قضیې په تړاو ۶ تنه نیول شوي چې یو یې د ازبیکستان او نور د تاجکستان اتباع دي. تاجکستان له افغانستان سره یو زرو ۴۰۰ کیلومتره پوله لري او دا پوله له افغانستانه روسیې او لوېدیځو هېوادونو ته د مخدرو موادو د قاچاق یوه لار ګڼل کېږي. Читать дальше...
د هالنډ د بهرنیو چارو وزیر بین کناپین وايي، په کابل کې د یوه ترجمان وژل کېدا دا اړتیا تاییدوي چې هالنډ باید ژر تر ژره ۲ زره ۱۰۰ افغانان وباسي او پناه ورکړي. د نیدرلنډ ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، هالنډي رسنیو ته د وژل شوي افغان ترجمان خپلوانو ویلي چې هغه له افغانستانه د هالنډ له لوري د ایستل کېدونکو افغانانو په لېست کې شامل و. هغه د اروپايي پولیسو په ماموریت کې کار کاوه. د هالنډ د پولیسو د اتحادیې رييس یان سترویس (Jan Struijs) هم تایید کړې چې وژل شوی افغان د هغو کسانو په لېست کې شامل و چې هالنډ یې له افغانستانه باسي. Читать дальше...
څو تنه افغانې ښځې د اروپايي پارلمان د بشري حقونو د غوره جایزې د کاندیدانو په وروستي لېست کې شاملې دي. د اروپايي پارلمان د بهرنیو چارو د کمېټې ريیس ډیوېډ مک الستر د ساخاروف د سږنۍ جایزې د کاندیدانو لېست پرون پنجشنبې(د تلې ۲۲مه) اعلان کړ. نوموړي وویل: "د دغو نامتو افغان ښځو نومول کېدل د ښځو د حقونو، د هغو کسانو او خلکو د اساسي حقونو د ساتنې د ملاتړ قوي نښه ده چې نه یوازې په افغانستان بلکې په درسته نړۍ کې د دوی دفاع کوي." ظریفه غفاري، شهرزاد اکبر، ماري اکرمي، پلوشه حسن، فرشته کریم، سحرا کریمي،... Читать дальше...
په ارزګان ولایت کې د ازادي راډیو خبریال د ګیزاب ولسوالۍ له ځینو سمسورو سیمو عکسونه اخیستي او دا انځوریز راپور یې پرې برابر کړی دی.
د کندهار د تازه میوو سوداګر وايي، د سپين بولدک ولسوالۍ د لارې د تړل کېدو له امله تېرو ۱۲ ورځو کې په لسګونه موټره تازه مېوه خوسا شوي او که حالت همداسې دوام وکړي، نو سوداګرو او باغ لرونکو ته به نور هم درانه مالي زيانونه واوړي. دوی د مېوې د فصل تر پايته رسېدو پورې د لارې د خلاصېدو غوښتنه کوي. په کندهار کې د تازه مېوې د فصل له پېل سره سم د سپين بولدک ولسوالۍ لار له تېرو ۱۲ ورځو راهيسې د طالبانو له خوا د سوداګرو او هر راز تګ راتګ پر وړاندې تړل شوې ده. د لارې تړل کېدو تر ټولو ډېر زيان د دغه ولایت... Читать дальше...
ترکیه وايي، له طالبانو سره یې تېره شپه په خپلو خبرو کې د افغانستان د یووالي لپاره د پراخ بنسټه حکومت پر اهمیت ټینګار وکړ. ترکي چارواکي زیاتوي، حاضره ده چې له طالبانو سره په افغانستان کې د بشري بحران په مخنیوي کې مرسته وکړي، خو د دوی حکومت به په رسمیت ونه پېژني. د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره له کتنې وروسته په یوه خبري غونډه کې وویل، ترکیې د طالبانو پلاوي ته د نجونو د تعلیم او د ښځو د کار په اړه خپله سپارښتنه تکرار کړه. Читать дальше...
د افغانستان د مقاومت جبهې مشر احمد مسعود د تاجکستان پلازمېنې دوشنبې ته لنډ سفر درلود. دی د سولې د خبرو لپاره هلته تللی و. د تاجکستان حکومت ته نږدې سرچینو ازادي راډیو ته وویل چې په پام کې و چې دا خبرې د تاجکستان او پاکستان په منځګړیتوب ترسره شي، خو طالبانو په دې خبرو کې برخه وانهخیسته. درې کسانو پلازمېنې دوشنبې ته د احمد مسعود د لنډ سفر خبر ورکړ او څرګندهیې کړه چې دا سفر لږ وروسته تر دې ترسره شو چې د تاجکستان ولسمشر امام علي ر حمان د سپټمبر په ۱۷مه وویل، هېواد بهیې د افغانستان د نویو واکمنانو... Читать дальше...
د لبنان په پلازمېنه بیروت کې په یو لاریون کې سختو ډزو شپږ تنه وژلي دي او ۳۰ تنهیې ټپیان کړي دي. دا لاریون نن (پنجشنبه) د شیعه حزبالله ډلې او عمل غورځنګ لهخوا تنظیم شوی و چې پهکې یې د هغې ویجاړوونکې چاودنې د مشر څېړونکې د ليرې کېدو غوښتنه کوله چې تېر کال په یو بندر کې وشوه. د لبنان د کورنیو چارو وزیر باسم مولوي یو خبري کنفرانس ته وویل چې ځیني قربانیان په سرونو په مرمیو ویشتل شوي دي. اعتراض کوونکي د عدلیې ماڼۍ کې راټول شوي وو چې تاوتریخوالی پيل شو. د لبنان صدراعظم د ارامۍ غږ کړی دی او... Читать дальше...
طالبانو په افغانستان کې د خپلې تېرې واکمنۍ پرمهال هندوانو او سکانو ته امر کړی و، چې ژېړ دستبندونه په لاس کړي څو له نورو سره یې توپیر وشي. طالبان ادعا لري چې بدل شوي دي. په تېرو دوو میاشتو کې پر کابل د دې ډلې له واکمنېدو وروسته د دوی اقداماتو ته په پام سره له مذهبي اقلیتونو سره د نوییمې میلادي لسیزې د چلند نښې نه دي لیدل شوي خو په تېرو شلو کلونو کې د دې ډلې د حملو طبیعت ته پام مذهبي اقلیتونه، په خاص دول هندوان او سکان د راتلونکې په اړه اندېښنې لري. د مشرانو جرګې غړې او ټولنیزې فعالې انارکلي هنریار... Читать дальше...
د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه مو نوميالی سندرغاړی جليل شبنم دی. نوموړی وايي، د هنر يې لږ تر لږه ۴۰ کاله وشول او لا هم فعاله دی. د ده په وينا، د پېښور راډيو او ټېلېوېژن لپاره د سلګونه سندرو ويلو ترڅنګ يې شاوخوا ۴،۰۰۰ کېسټونو هم جوړ کړي دي. د شبنم خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر ټوېټر لیکلي چې متقي او نور وزیران به په انقره کې له ترکیو چارواکو سره د مرستو، کډوالو، هوايي ټرانسپورټ او سوداګرۍ پر موضوعاتو خبرې وکړي.
وروستیو تحولاتو د افغانستان پر صنعت او سوداګرۍ منفي اغېز کړی دی. یو شمېر صنعتکاران وایي په بانکونو کې د پیسو کنګل کېدل د دې لامل شوي چې ونهشي کړای د کارخونو د تولیداتو لپاره خام مواد واخلي ځکهیې کار و بار په ټپه درېدلی دی. د هرات ولایت د صنعت او سوداګرۍ خونو چارواکي وایي چې اوس په دې ولایت کې یوازې ۷۰ کارخونې فعاله دي. مخکې دغلته نږدې ۳۰۰ بېلابېلې فابریکې فعالې وې. زلمی سعیدي په هرات ولایت کې په صنعتي ښارګوټي کې د غوړیو او پلاستیک د تولید کارخونې مسؤل دی. دی وایي له دوه میاشتو راپدېخوا... Читать дальше...
د پاکستان نړیوال هوايي شرکت (PIA) نن وروسته له هغې کابل ته خپلې الوتنې وځنډولې چې طالبانو د دې پاکستاني شرکت او د کام ایر کورني شرکت ته خبرداری ورکړ چې د اسلاماباد او کابل ترمنځ د الوتنو د ټکټونو بیې دې د طالبانو تر واکمنۍ د مخکې مودې کچې ته راکمې کړي. پيایاې دا مهال یوازنی نړیوال شرکت دی چې کابل ته الوتنې کوي. د روېټرز خبري اژانس نن د پيایاې د یو ویاند له خولې وویل کابل تهیې الوتنې د دې کبله ځنډولي چې طالب چارواکو "په خپله خوښه د اصولو د بدلولو" او د دوی "د کارکوونکو د ځورولو" په شمول "په چارو کې ډېره لاسوهنه" کوله. Читать дальше...
د بخښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې له طالبانو غوښتي چې نجونې او ښځې دې زدهکړو ته پرېږدي. دې سازمان په خپله وېبپاڼه یوه راپور کې ویلي چې د سپټمبر له ۱۷مې راهیسې چې افغانستان کې ښوونځي پرانیستل شول، ټو هلکان ښوونځیو او پوهنتونونو ته ځي، خو نجونې ښوونځیو ته له تګ منعه شوې دي. د بخښنې نړیوال سازمان وايي چې ښوونځیو او تحصیلي مرکزونو ته د نجونو د نهورتګ په اړهیې مستند معلومات راغونډ کړي. دا سازمان وايي چې د طالبانو لهخوا د ښځو په وړاندې د شته زور زیاتي مسئله هم سبب شوې چې کورنۍ خپل اولادونه ښوونځیو ته له ورتګ منع کړي. Читать дальше...
په دې کې د پاکستان، افغانستان او هند په ګډون ۲۶ لوبډلې برخه اخلي. خو له نړيوال جام مخکې به هره لوبډله دوه تمریني یا وارمپ لوبې کوي.
د تایوان د استوګنې په یوه ودانۍ کې د شپې لهخوا د اور د لګېدو په پېښه کې ۴۶ کسان وژل شوي او ۴۱ تنه نور ټپیان دي. دا خبره نن تایواني چارواکو وکړه. هغه ۱۳ پوړیزه ودانۍ چې اور پهکې لګېدلې د کاوهوسینګ په ښار کې وه. د اوروژنې ادارې ویلې د اور لمبې ډېرې سختې وې او ډېر پوړونهیې ویجاړ کړي دي. چارواکو ویلي اور وژونکو د نن ورځې تر ماسپښینه پورې د لټون او ژغورنې هڅو ته دوام ورکاوه. د دې اور سبب معلوم نهدی، خو د اوروژنې ادارې په یو بیان کې ویلي د اور لمبو تر ډېره د ودانۍ هغه برخه سوځولې چېرې چې ډېرې ماتې ګوډې راټولې شوې وې.
په داسې حال کې چې ښایي په نږدې وخت کې د یو شمېر اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران کابل ته لاړ شي د طالبانو په مشرۍ د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د یوه لوړ پوړې پلاوي په مشرۍ ترکیې ته رسیدلی. د اطلاعاتو فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، دا سفر د افغانستان لپاره مهم دی او هیله مندي شته چې ښې پایله ولري. ښاغلي مجاهد دا سفر په راتلونکي څو ورځو کې کابل ته د یو شمېر اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له سفر سره تړلی یاد کړ. هغه... Читать дальше...
د اسعد اباد د مرکزي روغتون یوه ډاکتر د نوم نه ښوولو په شرط وویل چې د چاودنې له ځای څخه ټول ۱۲ ژوبل کسان وروړل شوي ول چې پکې د شیګل ولسوالۍ لپاره د طالبانو امنیه قوماندان عبدالله د سختو ټپونو له وجې ومړ.
دا خبره نوموړي د اکتوبر پر ۱۳مه د ایراني پوځ له مشر جنرال محمد باقري سره د لیدو پرمهال کړې ده.
د خاص کونړ ولسوالۍ د شالۍ ولۍ درې اوسیدونکي شکایت کوي چې تېرو شلو کالو کې د نړیوالو په پرېمانه مرستو کې ورته هېڅ کار نه دی شوی او په خبره یې خپلې سیمې ته يې په اشر سړک وهلی چې لا هم کنډو کپر دی او د موټرو له تګه وتلی دی. د یادې درې اوسیدونکی ملک طاوس خان وايي: "شالۍ دره غرنۍ سیمه ده، کوم کچه سړک چې ولسونو په خپلو لاسونو او امکاناتو وهلی، خپلو کلیو او بانډو ته يې رسولی، هغه اوس بارانونو کنډوکپر کړی او د موټرو له تګ راتګه وتلی دی. په دې سړک کې راسره حکومت هېڅ مرسته نه ده کړې." خلک له طالب چارواکو او خیریه ټولنو د سړک جوړولو غوښتنه کوي. Читать дальше...
د وزیر وکیل قادر خان مشال راډیو ته وویل، دا ټول کسان د ۲۰۲۰ز کال د ډېسېمبر پر شپږمه د کراچۍ په سهراب ګوټ کې د غورځنګ په جلسه کې د ریاست پرضد د وینا ګانو په تور تورن شوي ول چې هغوی یې ردوي.