په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر په کابل کې د عیدګاه جومات مخې ته د فاتحې پر مراسمو چاودنه غندلې ده. د کابل د عیدګاه جومات مخې ته د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیحالله مجاهد د مور د فاتحې په مراسمو کې پرونۍ حملې د کورنیو چارو وزارت د ویاند قاري سعید خوستي په وینا لږ تر لږه دوه کسان ووژل او درې نور یې ټپیان کړل، خو د جرمني خبري اژانس د راپور له مخې په دې برید کې لږترلږه ۱۲ کسان وژل شوي او له ۳۲ زیات نور ټپیان دي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر یوناما پر ټویټر په یوه بیان کې ویلي،... Читать дальше...
د ګرجستان د ښاروالیو انتخابات چې د نړیوالو څارونکو په باور له ګډوډیو پرته په نورو برخو کې ښه ترسره شول، واکمن ګوند وګټل. په ګرجستان کې د اکټوبر د دوهمې نېټې انتخابات د سخت سیاسي انقطاب په فضا کې ترسره شول او نتایجو تهیې د ګرجستان د امېد ګوند د واکمنۍ او د دې احتمال لپاره چې د واکمن ګوند ناسم اجراآت ښايي بیا د له وخته مخکې پارلماني انتخاباتو باعث شي، د یوې ټولپوښتنې په نظر کتل کېږي. د انتخاباتو د مرکزي کمېسیون نن اعلان وکړ چې د ګرجستان د امېد ګوند په سلو کې ۴۶،۷ رایې او د اپوزېسیون اصلي ګوند، متحد ملي غورځنګ په سلو کې ۳۰،۷ رایې ګټلې دي. Читать дальше...
ایران د اټمي انرژۍ له نړیوالې ادارې (IAEA) غوښتي دي چې تهران ته نږدې، د سنټرفیوژ د پرزو د جوړولو پر یوه فابریکه د جون میاشتې د برید په اړه چې ایرانیې پړه پر اسرائیلو اچولې ده، خپل دریځ روښانه کړي. دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د دې ادارې او تهران ترمنځ د ایران د اټمي تأسیساتو د تفتیش په مسئله کې لانجه راغلې ده. د ایران د اټمي انرژۍ ادارې مشر محمد اسلامي وویل د اټمي انرژۍ نړیوالې ادارې دا ترورېستي حمله چې په نتیجه کې یې په کَرَج سیمه کې د ټِسا (TESA) په نوم اټمي بټۍ سخته زیانمنه شوه، نهده غندلې. Читать дальше...
د راپورونو له مخې طالبانو یو افغان وګړی چې تاجکستان تهیې د اوښتو هڅه کوله، وژلی او یو بلیې په ګډ سرحد کې نیولی دی. له تاجکستان سره په سرحد کې د پراته ولایت بدخشان په اشکاشم ولسوالۍ کې یوې سرچینې ازادي راډیو ته وویل چې دا پېښه د شنبې په ورځ شوې. د سرچینې په وینا پېښه هغه مهال وشوه چې شااوخوا دوه زره کسانو غوښتل له دې سیمې تاجکستان ته واوړي او طالبانو د هغو مخه ونیوله. په بدخشان کې د طالبانو چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي. په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته یو شمېر افغانان... Читать дальше...
د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې پخوانی مرستیال مشر وايي، د دواړو هېوادونو ترمینځ سوداګري کمه شوې او په ځانګړي ډول، افغانستان ته د پاکستان برامدات کم شوي. په داسې حال کې چې د اګست په نیمايي کې پر افغانستان واکمن شول، زاهد شینواری وايي، د دواړو خواوو تجارت لا کمېدای شي. شینواری په ویډیويي مرکه کې د دې لاملونه بیانوي.
د طالبانو حکومت لارښوونه کړې چې د هېواد وګړو ته د پاسپورتونو او تذکرو د وېش لړۍ بیا پیل شي. د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد نن پر ټویټر په یو بیان کې وویل چې د کورنیو چارو وزارت ته دا سپارښتنه د وزیرانو شورا په غونډه کې شوې ده. په بیان کې په دې اړه نور جزئیات نهدي ورکړل شوي. د پاسپورتونو او تذکرو د وېش خبر داسې مهال ورکول کېږي چې افغانستان ته د هوايي تګ راتګ لارې لاهم په عادي ډول نهدي پرانیستل شوي. د مجاهد په بیان کې همداراز یادونه شوې چې د کابل ښاروالۍ ته لارښوونه شوې ده چې د املاکو د غصب... Читать дальше...
د یو شمېر خصوصي رسنیو کارکوونکو خبریالانو د خپل تنخواګانو د نهترلاسه کولو له امله اعتراض وکړ. له دې ډلې د خورشید ټلوېزیون کارکوونکي وایي درې میاشتې کېږي چې د ورځنۍ حاضرۍ او کار سرهیې بیا هم د دغه ټلوېزیون د ادارې له لوري تنخواګانې نهدي ورکړل شوي. د رسنیو دا کارکوونکي او خبریالان چې د خپلو کورنیو اقتصادي اړتیاوې پوره کوي وایي په دې څو میاشتو کې یې د کورونو کرایې نهدي ورکړي او شپه او ورځ په بېوزلۍ کې تېروي. د دغې رسنۍ یوه کارکوونکې مرضیه فرید وایي له درې میاشتو زیات وخت اوړي چې هېڅیې خپله تنخوا نهده ترلاسه کړې. Читать дальше...
د بېکارۍ، فقر او په بانکونو کې د پیسو د نهورکړې سربېره اوس د کابل ښار اوسېدونکي د برېښنا د احتمالي پرې کېدو په تړاو هم اندېښمن دي. دوی وايي، د طالبانو له راتګ سره خلک د خوراکي توکو له کمښت او بېپیسګۍ سره لاس او ګرېوان دي او پیسو ته د سختې لاسرسۍ له وجې ان نهشي کولای د برېښنا بلونه پرې کړي. دوی زیاتوي، که خلک د برېښنا بلونه او برېښنا شرکت خپل پورونه ورنهکړي د کابل ښار به په نږدې راتلونکي کې تیاره شي. د کابل ښار اوسېدونکی منصور وايي: "معاش نهلرم، خپلې سپما پیسې مې په بانک کې بندې پاتې دي،... Читать дальше...
د کابل د تېرې ورځې چاودنې او وروستیو کې د داعش ډلې فعالیت د افغانانو اندېښنې راپورته کړي. دوی له ازادي راډيو سره په خبرو کې وايي، وروستیو چاودنو دوی وېرولي او له طالبانو د دې چارې د مخنیوي غوښتنه کوي. د کابل ښار اوسېدونکی احمدالله له ازادي راډيو سره په خبرو کې وايي، طالبان باید د داعش مخه ونیسي. احمدالله زیاتوي: "په دې وروستیو کې د طالبانو ځواکونه په کابل، ننګرهار، پروان او داسې نورو ولایتونو کې په مرموز ډول وژل کېږي، دغې چارې زه سخت اندېښمن کړی یم، له اړوندو بنسټونو څخه مې غوښتنه ده چې د دې... Читать дальше...
پاکستان د نړۍ د هغو ملکونو په ډله کې حسابېږی چې د اب و هوا بدلون د خلکو، په تېره د ښځو ژوند خورا اغېزمن کړی دی.
د افغانستان د سیاسي نظام بدلون د ټولو نورو برخو ترڅنګ د افغان ځوانانو پر زدهکړو هم اغېز وکړ. د امریکا د فولبرایټ پروګرام لپاره افغان محصلین وایي د نا معلومو دلایلو له مخې یې پروسه ځنډول شوې ده. دغه یو شمېر شارټ لېست شوي افغان محصلین وایي سږ کال د دغه پروګرام د نا څرګند دلیل له امله ځنډولو اندېښمن کړي دي. د دغه لوړو زدهکړو پروګرام افغان محصلینو ازادي راډیو ته وویل چې په افغانستان کې د وروستي سیاسي بدلون له املهیې زدهکړې ځنډول شوي، خو په خبرهیې تر دې دمه امریکایي چارواکو ورته په دې اړه هېڅ معلومات نهدي ورکړي. Читать дальше...
د تحقیقاتي خبریالانو نړیوال اتحاد د پینډورا پیپرز په نامه د نړۍ د ۹۱ هېوادونو او سیمو ۳۵ اوسنيو او پخوانيو مشرانو، ۳۳۰ سیاستوالو او ولسي استازیو پټ مالیاتي دستاویزونه خپاره کړي دي چې پکې د ۷۰۰ پاکستانیانو نومونه هم شامل دي. په اسنادو کې د پاکستان د ځینو ریټایرډ پوځي افسرانو، ځینو بینک کارانو، کاروباري مشرانو او میډیا مالکانو اف شور شرکتونه (بهرنۍ کمپنۍ) هم جوتې شوې دي. دا چې اف شور کمپني څه ته وايي او څنګه او ولې جوړېږي؟ ايا دا يو غیرقانوني کار دی او که پر چا د اف شور کمپنۍ جوړول ثابت شي نو پر ضد... Читать дальше...
جنوبي کوریا او شمالي کوریا د ګډ سرحد په اوږدو کې د تماسونو کانالونه بیا فعال کړي دي. سئول نن دوشنبه وویل د دواړو کوریاګانو ترمنځ له اګسټ میاشتې راوروسته نن د لومړي ځل لپاره ټیلیفوني تماس ټینګ شو. د جنوبي کوریا د یووالي وزارت په یو بیان کې ویلي چې د جنوب او شمال ترمنځ د تماس له ټینګېدو وروسته حکومت پر دې غور کوي چې د دواړو کوریاګانو ترمنځ د اړیکو د ټینګولو لپاره بنسټ رامنځته شوی دی. شمالي کوریا د دواړو هېوادونو ترمنځ مخابراتي اړیکې په اګسټ میاشت کې د جنوبي کوریا او امریکا له ګډو پوځي تطبیقاتو وروسته پرې کړل.
د نړۍ یو شمېر رسنیو، د یو لړ افشا شویو اسنادو په اړه معلومات خپاره کړي چې د نړۍ د مختلفو هېوادونو د مشرانو د مالي فساد ښکارندویي کوي. دا اسناد پاندورا سندونه، د پاندورا په نوم منتشر شوي چې مجموعي شمېر یې ۱۱،۹ ملیونه مالي سندونو ته رسېږي. دا اسناد د نړۍ د اوسنیو ۳۵ رهبرانو او ۳۰۰ پخوانیو مشرانو د مالي فساد ښکارندويي کوي چې د نړۍ د ۹۱ هېوادونو مشرانو ته مربوط کېږي. دا اطلاعات د تحقیقي ژورنالېستانو د نړیوال کنسرسیوم لهخوا د اکټوبر په ۳مه نېټه خپاره شول. یاد بنسټ لا نهده روښانه کړې چې څه... Читать дальше...
د افغانستان د خوراکي توکو اتحادیه د هېواد په بازارونو کې د خوراکي توکو د بیو له لوړوالي اندېښمنه ده. د دغې ټولنې مشر فضلالرحمن نن دوشنبه (د تلې ۱۲مه) ازادي راډیو ته وویل چې په هېواد کې د بانکونو د ستونزو او د وارداتو د نشتوالي له امله د لومړنیو توکو بیې لوړې شوې دي. د هغه په خبره، که سوداګر د وارداتو پیسې ونهلري څنګه کولای شي هېواد ته لومړني توکي وارد کړي؟ نو له همدې له امله دغه ډول مواد په بازارونو کې کم او په لوړه بیه دي. د دغې اتحادیې د معلوماتو له مخې مخکې د یوې بورۍ وړو بیه ۱،۸۰۰ افغانۍ... Читать дальше...
د طالبانو د حکومت ویاند او د کلتور وزارت سرپرست مرستیال ذبیح الله مجاهد د اکتوبر پر څلورمه پر ټوېټر په بیان کې ویلي چې په بېګانیو عملیاتو کې یې د داعش ډلې مرکز ړنګ کړی او د هغې وسله والې ډلې غړي یې وژلي دي.
په دغه پېنډورا اسنادو کې د پاکستان د ځینو ریټایرډ پوځي افسرانو، ځینو بنک کارانو، کاروباري مشرانو او میډیا مالکانو اف شور شرکتونه (بهرنۍ کمپنۍ) هم جوت شوي دي.
د طالبانو حکومت یو ویاند وايي، د کابل په ۱۷مه حوزه کې د داعش ډلې پر خلاف د طالبانو ځانګړې قطعې عملیات وکړل. ذبیحالله مجاهد چې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال هم دی، نن په یوه ټویټ کې ویلي، د تېرې شپې په دغو عملیاتو کې د داعش ډلې مرکز په بشپړ ډول لهمنځه لاړ او پهکې مېشت د داعش ډلې غړي وژل شوي دي. عیني شاهدانو ویلي، تېره شپه د کابل په خیرخانه کې تر یوې چاودنې وروسته د ډزو غږونه اورېدل کېدل. دا لا معلومه نهده چې دغه چاودنه او ډزې د طالبانو له عملیاتو سره څومره تړاو لري. طالبان... Читать дальше...
د افغانستان په نيمروز ولايت کې لسګونه لرغوني ودانۍ د ويجاړېدو له ګواښ سره مخامخ دي خو اوس هلته د طالبانو په ملاتړ د يوې تاريخي کلا پر بيا رغونه کار روان دی. په دا وروستيو کې د هلمند په ګريشک ولسوالۍ کې د طالبانو لخوا د يوې تاريخي کلا د ويجاړېدو عمل ولس او لرغونپوهان اندېښمن کړل چې د دوی په واکمنۍ کې به د لرغونو اثارو او تاريخي ابداتو ساتنه وشي او که نه طالبان به د تېر په څېر تګلاره خپله کړي؟ احمد شاه اعظمي په دې اړه ويډيويي راپور وړاندې کوي.
د طالبانو د حکومت مسؤلین وايي، وروسته له دې نور هېڅڅوک نهشي کولای تریاک وکري. مخکې له دې چې طالبان د افغانستان واک ترلاسه کړي په ډېریو ولایتونو کې د کوکنارو کښت کېده. که څه هم تېر حکومت د کوکنارو د کښتونو د لهمنځه وړلو لپاره هڅې کولې، خو په هېواد کې د جګړو له امله اکثراً هڅې به ناکامېدې.
د جاپان پارلمان نن فومیو کیشیدا د دغه هېواد د نوي صدراعظم په توګه تأیید کړ. کیشیدا چې تېره اوونۍ یې د لبرال ډیموکرات ګوند مشري پر غاړه واخیسته په اسانۍ وتوانېد چې په پارلمان کې د تأیید رایه ترلاسه کړي، ځکه واکمن ګوند او ائتلافي شریکیې دواړه د پارلمان په دواړو جرګو کې اکثریت لري. یوشیهیدي سوګا د جاپان د صدراعظم په توګه د یو کال تر دندې وروسته له خپلې څوکۍ استعفا وکړه. د ده د حکومت محبوبیت د کرونا وبا په وړاندې د پڅو اقداماتو او نورو مسایلو له کبله کم شوی دی. داسې نهښکاري کیشیدا چې پخوا... Читать дальше...
سعودي عربستان پرون تأیید کړه چې تېره میاشتیې د ایران له نوي حکومت سره د مستقیمو خبرو لومړی پړاو ترسره کړ. روېټرز د سعودي د بهرنیو چارو وزیر د شهزاده فیصل بن فرحان ال سعود په حواله ویلي چې له ایران سره خبرې د سپټمبر په ۲۱مه شوې وې، خو هغه د دغو خبرو ځای په ډاګه نهکړ. د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي په همدې ورځ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته وینا وکړه. سعودي عربستان ویلي چې له ایران سره خبرې په لومړیو پړاوونو کې دي، خو هیله لري چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د نه حل کېدونکو مسئلو لپاره لاره هواره کړي. Читать дальше...
د دغه ولایت اوسېدونکي وايي، له یوې خوا جګړو ځپلي او له کلونو راهیسې له خپلو سیمو څخه بېځایه وو او اوس د طالبانو په بیا راتګ بېروزګاره شوي دي. په دغه ولایت کې د نجونو د زدهکړې بهیر هم زیانمن شوی او په ډېر شمېر دوی، د کتاب او تعلیم ارمانجنې په کورونو ناستې دي.
د امریکا متحده ایالاتو په چین غږ کړی چې تایوان ته نږدې خپل پاروونکي پوځي فعالیتونه بند کړي. چین ډیموکراتیک تایوان د خپل قلمرو یو جلا شوی ولایت ګڼي، خو د ۲۳ ملیون نفوس لرونکې دا ټاپو ځان یو خپلواک دولت بولي. تایوان په دې وروستیو کې خپلې خاورې ته نږدې د چین د هوایي ځواک د فعالیتونو له ډېرېدو شکایت کړی دی. د یکشنبې په شمول د تېرو درېیو ورځو په موده کې، د تایوان دفاع وزارت راپور ورکړی چې د چین هوایي ځواک خپلې الوتکې تایوان ته نږدې استولې دي. د شنبې په ورځ ویل شوي و چې د چین د هوايي ځواک لهخوا د تایوان خاورې ته نږدې ۳۹ پروازونه ترسره شوي و.
د طالبانو یوه چارواکي ویلي، پرون په کابل کې د عیدګاه جومات مخې ته له چاودنې څو ساعته وروسته د داعش ډلې د پټو غړو پر ضد عملیات پیل شول. محمد جلال پرون په ټویټر کې لیکلي، د اسلامي دولت ډلې خراسان څانګې ترورېستان په خیرخانه کې په یوه کور کې ایسار شوي وو. د ده په وینا، د داعش درې تنه ترورېستان د خپل انتحاري واسکټ په چاودنه کې وژل شوي دي. د سیمې دوو اوسېدونکو د جرمني خبري اژانس ته ویلي، دوی په خیرخانه کې د چاودنې او وروسته د څو ساعتونو لپاره د ډزو غږونه اورېدلي دي. تر دې مخکې مازیګر مهال د کابل... Читать дальше...