نامعلومو وسله والو په جلال اباد ښار کې خبریال او لیکوال سید معروف سادات وژلی دی. له ختیځ ولایت ننګرهاره راپورونه وایي چې نن شنبه (د تلې لسمه) مازدېګر ناوخته د جلال اباد ښار د درېیمې ناحیې اړوند پنځم واټر پمپ سیمه کې نامعلومو وسله والو لیکوال او د "صبح بخیر او ماښام پخیر" راډیو پخوانی خبریال سید معروف سادات په ډزو وژلی او د نوموړی کوچنی زوی یې ټپي کړی دی. د پېښې عیني شاهدانو ازادي راډیو ته په ورکړل شوېو معلوماتو کې ویلي چې په دې پېښه کې درې نور کسان هم وژل شوي چې هویت یې لا معلوم نه دی. د سرچینې... Читать дальше...
د اکتوبر پر دویمه له مشال راډیو سره په خبرو کې د تحريک انصاف غړی چودري فروخ الطاف چې د قامي اسمبلۍ د دفاع قايمه کمېټې غړی هم دی له وسله والو ډلو سره د خبرو په اړه يې له ډېرو جزياتو ورکولو ډډه وکړه خو زياته يې کړه چې لا هم حکومت په دې لړ کې حتمي پرېکړه نه ده کړې.
د غزني یو شمېر اوسېدنکي په دې باور دي چې د طالبانو له راتګ سره په دغه ځای کې امنیت ټینک شوی دی. دوی وايي، په ښار کې ورسره د غلاوو کچه هم کمه شوې او ترڅنګ یې خلک کولی شي چې شپه ـ ورځ په ډاډه زړه له هرځایه هر ځای ته سفرونه وکړي او په وینا یې که څه هم چې تر یوې اندازې خلک بې روزګاره شوي او ګراني هم زیاته شوې ده، خو بیا هم خلک په ډاډه زړه خپل ورځني کارونه پر مخ وړي. د غزني ښار د پښتون اباد د سیمې اوسېدونکی ۲۵ کلن جمعه الدین: "له کومه وخته چې طالبان واک ته رسیدلي، له هغه راایسته په غزني ولایت کې... Читать дальше...
د ترکمنستان ولسمشر وايي، هېواد به یې له افغانستان سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي. قربان قلي بیردي محمدوف نن له تاس خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، هېواد یې په پام کې لري چې د بشردوستانه مرستو بله بسته، د ښه ګاونډیتوب د نښې په توګه افغانستان ته ولېږي. د طالبانو تر واکمنۍ وروسته په افغانستان کې د بشري بحران د زیاتېدو په باب اندېښنې زیاتې شوي دي. د سره صلیب نړیوالې کمېټې سیمه ییز مشر، الکساندر ماتیو د پنجشنبې په ورځ ویلي و، که د دولتي مامورانو او روغتیايي کار کوونکو معاشونه ورنه کړل شي،... Читать дальше...
د پاکستاني طالبانو ډلې یا (TTP) په شمالي وزیرستان کې د څلورو سرتېرو او یوه پولیس د وژنې مسوولیت ومانه. امنیتي چارواکو د نوم نه ښوولو په شرط د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل چې دغه پېښه نن د سپین وام په لیرې پرته سیمه سلپازۍ کې شوې ده. چارواکو ویلي، وسله والو پر سرتېرو هغه وخت برید وکړ چې دوی د تالاشۍ په عملیاتو پسې وتلي وو. تر دې مخکې پاکستاني طالبانو د صدراعظم عمران خان دا ادعاوې رد کړې چې ګواکې حکومت له دې وسله والې ډلې سره د اوربند په اړه په خبرو بوخت دی. عمران خان د ترکیې ټي ار ټي... Читать дальше...
د هالنډ 'اېن.او.اېس' ټلوېزیون راپور ورکړ چې طالبانو له هغو افغانانو چې د هالنډیانو لپاره یې ژباړه کړې وه، غوښتې چې محکمې ته حاضر شي. د 'اېن.او.اېس' ټلوېزیون د خبر له مخې ځینې ژباړونکي پټ دي او د طالبانو د یوه لیک له مخې، که دوی ځانونه تسلیم نه کړي د هغوی د کورنیو غړیو ته به د دې لپاره سخته سزا ورکړي چې نورو ته عبرت شي. د طالبانو د جلب یو مکتوب په افغانستان کې د اروپایي ټولنې د پولیسو د پخوانۍ څانګې یوه ژباړونکي ته استول شوی دی. په دې لیک کې راغلي چې دې کس د بهرنیانو لپاره کار کاوه او په سرټیټۍ یې حرامې پیسې ترلاسه کړي دي. Читать дальше...
د افغانستان د نجونو د فوټبال د ملي ټیم ځینې غړې دا مهال پرتګال کې دي او هره ورځ خپلو تمرینونو ته دوام ورکوي. ددې ټیم کيپتانې ویلي، تمه کیږي چې دا نجونې به د روغتیايي معایناتو او د دوی د وړتیاو د کچې له ارزونې وروسته، په مناسبو ټیمونو کې ځای شي. ددې نجونو د تمرین بهیر په دې راپور کې وګورئ.
په سروې خپرونه کې مو دا ځل له افغانستانه سلګۍ غزل مېلمنه ده. سلګۍ یوه شاعره ده. دا اوونۍ مو په پروګرام کې د هغې پر ادبي هلو ځلو او ژوند خبرې کړې دي. د پروګرام کوربنه ملیحه امیرزاده ده.
دا مارکېټ به په ۲۰۲۰ز کال کې ترسره کېدی خو د کورونا وایرس له کبله سږ کال ته وځنډول شو اوس به پکې د ۱۹۲ هیوادونو له خوا خپل ځانګړي نندارتونونه لګول شوي وي.
د افغانستان د نجونو د فوټبال لوبډلې یو شمېر لوبغاړې پرتګال ته رسېدلې دي. دوی وایي خوشحاله دي چې اوس به یې څوک له لوبو کولو نه منع کوي، خو په افغانستان کې د نجونو د تعلیم او کار په اړه یې لا هم په زړونو کې اندېښنې دي. طالبانو یوه نیمه میاشت مخکې کابل ونیوه چې له دغه وروسته یو شمېر نجونو او ښځو د خپلو حقونو لپاره مظاهرې هم وکړې. په دې اړه د رويټرز اژانس ويډيويي راپور فرخنده اسد پښتو کړی دی.
دوی وايي چې که په تورخم کې پاکستان غاړې ته د کسټم کارکوونکي زیات نه کړل شي او د ګاډو د اوښتلو پروسه چټکه نه کړل شي، افغان سوداګرو ته به په ميليونونو ډالر تاوان واوړي.
د ارزګان ولایت یو شمېر ځوانان وايي، دغه ولایت کې واکمن طالبان یې په شخصي ژوند کې لاس وهنه کوي، ځوروي یې او ښه ژوند کولو ته یې نه پریږدي. دغه ځوانان وايي، دوی پوه او په خپل ښه او بد ښه پوهېږي، خو طالبان یې د دې لپاره ځوروي چې ولې دې ږیره خریلې یا ولې دې د سر ویښتان جوړ کړي دي. له ډلې یې ددې ولایت یو تن اوسیدونکي حکمت الله ازادي راډيو ته وویل: "پخوا به سلمانۍ ته په ډاډه زړه ورتلو،وېښتان او ږیره به مو پرې سمه کړه، سټایل ښه خوند راکوي، اوس دې نوي حکومت کې د هېڅ شي په خوند نه پوهیږو، نه ږیره کوچني... Читать дальше...
د امریکا د متحدو ایالاتونو پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ له یوه فډرال قاضي غوښتنه کړې چې د ده ټویټر د حساب د بیا برحاله کېدو اقدام وکړي. ټرمپ هڅه کوي چې د ده پر ټویټر حساب لګول شوی دایمي بندیز لېرې کړای شي. پنځه اویا کلن ټرمپ د خپل حساب د برحاله کېدو لپاره د ټویټر شبکې پر وړاندې د جمعې په ورځ ابتدايه دعوا ثبت کړه. ټویټر شبکې د ډونالډ ټرمپ د ټویټر حساب چې شا او خوا ۸۰ میلیونه فالوورز یې درلودل، د ده د سیاسي مخالفانو د فشارونو په نتیجه کې بند کړ. ټرمپ د جنورۍ پر اتمه د ټویټر له کارونو منع... Читать дальше...
په ګرجستان کې نن خلکو د ښاروالانو او محلي شوراګانو په ټاکنو کې خپلې رایې وکارولې. دغو ټاکنو ته تر ډېره د واکمن ګوند د ګرجستان د رویا ګوند د ټولپوښتنې په سترګه کتل کېږي. دا ټاکنې د تبعید شوي ولسمشر میخایل سکاشویلي تر ستنېدو مخکې هم لانجمنې ګڼل کېدې. سکاشویلي چې په ۲۰۱۸میلادي کال په غیاب کې محکوم شوی و او په وروستیو کلونو کې په اوکراین کې ژوند کاوه او دا اوونۍ یې ژمنه وکړه چې د محلي ټاکنو او د ګرجستان د ژغورنې په خاطر به د زنداني کېدو له ګواښ سره- سره دغه هېواد ته ستون شي. هغه تر ستنېدو څو ساعته وروسته د ټاکنو په شپه ونیول شو.
په کونړ کې د پوهنې ریاست چارواکي وایي، د ماشومانو د ساتنې موسسه د کونړ په ۸ ولسوالیو کې د ماشومانو د زده کړې لپاره ۵۰۰ کلیوالي ټولګي جوړوي. د دوی په خبره له یادو ټولګیو سره به ۱۵۰۰۰ ماشومانو ته د زده کړو زمېنه برابره شي. د کونړ پوهنې ریاست تدریسي مرستیال عبدالقهار اخندزاده ازادۍ راډیو ته وویل، د ماشوم ساتنې نړیوالې موسسې سره يې تېره ورځ یو هوکړه لېک لاسلیک کړی چې له مخې به يي یاده موسسه د کونړ په ۸ سړو ولسوالیو کې د ماشومانو لپاره ۵۰۰ کلیوالي ټولګي جوړوي. اخندزاده وایي: "دوی پنځه سوه کلیوالي... Читать дальше...
په داسې حال کې چې طالبانو د ټولو مخکنیو حکومتي کار کوونکو لپاره عمومي بښنه اعلان کړې خو د یو شمېر دولتي کارکوونکو کورنۍ ادعا کوي چې طالبان پر خپله دغه ژمنه نه دي ولاړ. تازه، په غزني کې د پخواني حکومت د یو امنیتي کار کوونکي محمد هاشم خان زوی ادعا کوي چې پلار یې په دغه ولایت کې د طالبانو له خوا په بې رحمۍ سره وژل شوی دی. د غزني ولایت د لومړۍ امنیتي حوزې د پخواني امر محمد هاشم خان زوی عبدالحی ادعا کوي چې پلار یې په دغه ولایت کې د طالبانو د ملي امنیت په ریاست کې په بې رحمۍ سره وژل شوی دی. عبدالحی... Читать дальше...
په دې کې په هند کې د مهاتما ګاندهي د عدم تشدد تحریک، په امریکا کې د تورپوستو د حقونو او ولسي قراري لپاره د مارټن لوتهر کنګ مبارزه، په جنوبي افریقا کې د سپینو او تورو ترمنځ د تفریق ختمولو او روغي جوړې لپاره د نیلسن منډیلا لاریون او د پښتنو په سیمه د باچاخان د خدايي خدمتګارۍ تحریک مهم دي.
دا په داسې حال کې ده چې د اکتوبر په لومړۍ نېټه د ترکي تلویزون ټي ار ټي سره په یوه مرکه کې د پاکستان وزیراعظم عمران خان ویلي وو چې د پاکستاني طالبانو له ځینو ډلو سره خبرې کوي او دا د مفاهمت یو عمل دی.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، پر دوی د داعش ډلې بریدونو زور اخیستی. طالبان وايي، پرون د پروان په چاریکارو کې د دوی پر امنیتي ځواکونو د داعش ډلې لهخوا د سړک غاړې ځای پر ځای شوی ماین چاودنه کې ۲ طالب عسکر ووژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي. د طالبانو له قوله، له چاودنې وروسته یې په سیمه کې عملیات وکړل او هلته یې د داعش یو پټن ځای د دوی له یو شمېر وسلهوالو سره یو ځای لهمنځه یوړ، خو داعش ډلې تر اوسه د چاریکارو د ماین چاودنې د پېښې مسوولیت نه دی منلی. له دې وړاندې د افغانستان په... Читать дальше...
د اوکراین د جمهوري ریاست یو پخوانی چارواکی یوه بهرني هېواد ته د پټو اطلاعاتو د ورکولو په تور په خیانت تورن شوی دی. د اوکراین د ملي امنیت دولتي ادارې پرون وویل، د جاسوسانو پرضد د تحقیقاتو په ترڅ کې معلومه شوه چې دا چارواکی د یوې بهرنۍ استخباراتي ادارې له لوري جذب شوی و. د ملي امنیت اداره زیاتوي چې دې کس به د جګ پوړیو چارواکو په اړه محرمانه اطلاعات بهرنۍ استخباراتي څانګې ته ورکول. د ملي امنیت په بیان کې نه د دې کس او نه هم د دې بهرني هېواد نوم اخیستل شوی خو ویل شوې دي چې ده په جمهوري ریاست... Читать дальше...
د امریکا په متحد ایالاتونو کې د کووېډ-۱۹ تلفات تر اووه لکه واوښتل چې دا شمېره د پلازمېنې واشنګټن او یا هم د بوسټن د ښار له نفوس سره برابره ده. په متحد ایالاتونو کې په اوسط حساب هره ورځ شااوخوا یولک او دولس زره کسان په کرونا اخته کېږي، دا فیصدي د سېپټمبر په لومړیو کې یو لک او شپېته زرو ته رسېده. متحد ایالاتونه چې شااوخوا درې سوه دیرش میلیونه لري د کرونا تلفات په کې تر بل هر هیواد زیات دي. په ټوله نړۍ کې تر اوسه د نژدې پنځه میلیونه کسانو ژوند کرونا وبا اخیستی دی.
د پاکستان تحریک طالبان ډلې د صدراعظم عمران خان دا ادعاوې رد کړې چې حکومت له دې وسله والې ډلې سره په خبرو دی چې اوربند وکړي. عمران خان د ترکیې 'ټي ار ټي نړیوالې څانګې ته پرون په مرکه کې وویل چې د طالبانو له ډلو سره په خبرو دی او دا د پخلاینې پروسه ده. تحریک طالبان پاکستان تر دې سمدستي وروسته یو بیان خپور کړ او په کې یې وویل چې دوی متحد دي، اختلاف په کې نه شته. د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي ډلې ویاند په ورته وخت کې د خپلې ډلې پر وسله والو غږ کړی دی چې بریدونو ته ادامه ورکړي. بل لور... Читать дальше...
څو ساعته وروسته له دې چې پرون جمعه په دوبۍ کې نړیوال نندارتون پرانیستل شو، د افغانستان د برخې دروازه بنده پاتې شوه او دا د هغو ننګونو یوه نښه ده چې په افغانستان کې د طالبانو نوي واکمنان ورسره مخامخ دي. افغانستان یو له ۲۰۰ هېوادونو څخه دی چې له تېرو ۸ کلونو راهیسې په دغه شپږ میاشتني نندارتون کې ګډون کوي. دا نندارتون د کرونا وبا له کبله یو کال ځنډول شوی و. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د نندارتون په ودانۍ کې یوه امنیتي ساتونکي وویل، له څو اوونیو راهیسې یې د افغانستان په غرفه کې څوک نه دي لیدلي. Читать дальше...
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته په دې هېواد کې د ښځينه موټر چلوونکو يوازينی روزنيز مرکز په موقتي توګه تړل شوی دی. د مرکز مشره نيلاب درانۍ هڅه کوي چې مرکز بيا فعاله کړي خو طالب چارواکيو ورته ويلي چې د اوس لپاره د امنيت ضمانت نشي ورکولای. په دې اړه د رويټرز اژانس ويډيويي راپور عبدالحي کاکړ پښتو کړی دی.
د طالبانو په مشرۍ د حکومت د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وايي، روان کال په بغلان ولایت کې د تېرکال پرتله د پيازو په حاصلاتو کې ۲۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی. دغه وزات په خپل فیسبوک پاڼه لیکلي، تېرکال د دغه ولایت په ۲۰۵۰ هکټاره ځمکه پياز کرل شوي وو چې له دغو کروندو ۷۴ زره او۲۴۰ مټریک ټنه حاصلات ترلاسه شوې وو، خو سږ یې حاصلات تر ۲۰ سلنه زیات شوي دي. دا چې روان کال په څومره هکټاره ځمکه کې پياز کرل شوي وو؟ په دې اړه یې معلومات نه دي ورکړي. خو بزګران بیا په مارکيټونو کې د پیازو له ټېټو بیو شکایات لري. Читать дальше...