په ګرجستان کې نن خلکو د ښاروالانو او محلي شوراګانو په ټاکنو کې خپلې رایې وکارولې.
دغو ټاکنو ته تر ډېره د واکمن ګوند د ګرجستان د رویا ګوند د ټولپوښتنې په سترګه کتل کېږي.
دا ټاکنې د تبعید شوي ولسمشر میخایل سکاشویلي تر ستنېدو مخکې هم لانجمنې ګڼل کېدې.
سکاشویلي چې په ۲۰۱۸میلادي کال په غیاب کې محکوم شوی و او په وروستیو کلونو کې په اوکراین کې ژوند کاوه او دا اوونۍ یې ژمنه وکړه چې د محلي ټاکنو او د ګرجستان د ژغورنې په خاطر به د زنداني کېدو له ګواښ سره- سره دغه هېواد ته ستون شي.
هغه تر ستنېدو څو ساعته وروسته د ټاکنو په شپه ونیول شو.