د امریکا د متحدو ایالاتونو پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ له یوه فډرال قاضي غوښتنه کړې چې د ده ټویټر د حساب د بیا برحاله کېدو اقدام وکړي.
ټرمپ هڅه کوي چې د ده پر ټویټر حساب لګول شوی دایمي بندیز لېرې کړای شي.
پنځه اویا کلن ټرمپ د خپل حساب د برحاله کېدو لپاره د ټویټر شبکې پر وړاندې د جمعې په ورځ ابتدايه دعوا ثبت کړه.
ټویټر شبکې د ډونالډ ټرمپ د ټویټر حساب چې شا او خوا ۸۰ میلیونه فالوورز یې درلودل، د ده د سیاسي مخالفانو د فشارونو په نتیجه کې بند کړ.
ټرمپ د جنورۍ پر اتمه د ټویټر له کارونو منع شو چې ټویټر یې هغه وخت علت نور تاوتریخوالي ته د لمن وهلو خطر بللی و.
په جنورۍ میاشت کې فیسبوک او یوټیوب هم د کانګرس پر ودانۍ د ټرمپ د پلویانو تر یرغل وروسته د ده حسابونه وتړل.