د افغانستان د سوداګریزو خونو فدارسیون مرستیال په افغانستان کې د اړینو لومړنیو توکو بیو په لوړېدو اندېښنه څرګندوي. خان جان الکوزي ازادي راډیو سره په خبرو کې په ټولو اړوندو ادارو غږ وکړ چې د دې ستونزې د هوارۍ لپاره همکاري وکړي. دا په داسې حال کې ده چې نن په کابل کې په عمده ډول د ۴۹ کیلويي قزاقي اوړو بیه ۲۲۰۰ افغانۍ، لومړۍ سېله پاکستانۍ درې نیم منۍ بورۍ وریجې په ۲۲۰۰ افغانۍ، د ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بورۍ بیه ۲۸۵۰ افغانۍ او د ۱۶ لېتره مالیزیایي غوړيو بیه ۲۳۰۰ افغانۍ ده. دغه راز نن یو لېتر ډېزل په ۵۶... Читать дальше...
واشنګټن پوسټ واشنګټن پوسټ ورځپانې د افغانستان د بشر حقونو د وضعیت په اړه یوه مقاله خپره کړې ده. دا لیکنه د افغانستان د تیاره ساعت او طالبان باید پوه شي چې موږ یې څارو تر سرلیک لاندې خپره شوې. د مقالې لیکواله روټ پولارد د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د مشرې شهزاد اکبر څرګندونې راخیستې چې تېره دوشنبه یې په انلاین غونډه کې د ملګرو ملتونو د بشر حقونو شورا ته ویلي، طالبان پخواني افغان سرتېري او د هغوی د کورنیو غړي ځوروي. ورځپاڼه د شهزاد اکبر له خولې وايي چې طالبان خبریالان شکنجه کوي او... Читать дальше...
قزاقستان او قرغزستان د خپلو ګاونډیانو پرتله یو څه زیات وخت ونیو چې په افغانستان کې د طالبانو په مشرۍ د حکومت پر وړاندې خپل دریځ څرګند کړي. د ازادي راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپور له مخې دې ته په پام چې دواړه هېوادونه له افغانستان سره ګډه پوله نه لري، د دغه واټن ګټه دا ده چې نورسلطان او بشکیک په افغانستان کې د پېښو پر وړاندې هغومره ژرغبرګون ونه ښود چې د دوی ګاونډیانو، تاجکستان، ازبیکستان او ترکمنستان څرګند کړ، هغه هېوادونه چې له افغانستان سره ګډه پوله لري. د قزاقستان او قرغزستان د حکومتونو... Читать дальше...
د بشري حقونو د څار سازمان په یوه استولي لیک کې له مختلفو هېوادونو غوښتي چې د افغان کډوالو ستونزو ته دې رسیدګي وکړي. په دغه لیک کې چې پرون د تلې یا میزان په نهمه استول شوی غوښتنه شوې چې اروپایي چارواکي باید د پنجشنبې د ورځې په غونډه کې د هغو افغان کډوالو لپاره چې په ګاونډیو هېوادونو کې اوسيږي، یو هر اړخیز او پراخ پلان وړاندې کړي. د بشري حقونو د څار سازمان یا هیومن رایټس واچ د اسیا د برخې مرستیالې پتریشیا ګاسمن پرون جمعه ازادي راډیو ته وویل چې په اروپا کې دې د افغان پناه غوښتونکو لپاره روزنیز او کاري پروګرامونه جوړ شي. Читать дальше...
د یونان د بهرنیو چارو وزارت وایي، ۲۶ ښځینه قاضیانې او وکیلانې چې له افغانستانه دې هېواد ته رسېدلي، ترهغو به د دې هېواد مېلمنې وي چې په لویدیځوهېوادونو کې منل کېږي. یوناني رسنیو د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت په حواله ویلي چې دغه ښځې له خپلو کورنیو سره د پنجشنبې په ورځ اتن ته ورسېدې. د راپورونو له مخې د هغوی د سپرلۍ الوتکه د ګرجستان له پلازمېنې تبلیسي څخه پورته شوې وه. له بلې خوا د یونان صدراعظم کیریا کاس ویلي چې د افغانستان د وضعیت له خرابېدو سره به یې هېواد اجازه ورنه کړي چې د ۲۰۱۵ میلادي کال د کډوالۍ بحران بیا تکرار شي. Читать дальше...
د ډنمارک د بهرنیو چارو وزیر جیپي کوفود وایي، هېواد به یې په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پېژني. کوفود چې په دوه ورځني سفر پاکستان ته تللی، پرون جمعه په اسلام آباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیرشاه محمود قریشي سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل چې ټول باید د دې مخه ونیسي چې افغانستان د ترهګرو په امن ځای بدل نه شي. کوفود زیاته کړه:"موږ به د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پیژنو. هغه چې څه اوس یې په افغانستان کې وینو، وضعیت ډېر جدي دی او موږ د دې هېواد وضعیت ته اندېښمن یو. دا ما واضح... Читать дальше...
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت چارواکي وایي چې د پروان په مرکز چاریکار کې یې پرون جمعه د اسلامي دولت ډلې یا داعش پر یوه پټن ځای چاپه وهلې او د دې ډلې یو غړی یې وژلی او څو تنه یې نیولي دي. پر هغې ډلې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، پر طالب ساتونکو یې حملې زیاتې کړي دي. د طالبانو یوه ویاند بلال کریمي پرون اسوشیټېډ پرېس اژانس ته وویل چې د داعش پردغه پټڼ ځای حمله وروسته له هغې وشوه چې په چاریکار کې د دوی د ساتونکو پر یوه موټر د چاودنې په تړاو یې د دې ډلې دوه تنه ونیول. د ښاغلي کریمي په خبره... Читать дальше...