د کندهار ولایتي ادارې د سپین بولدک او چمن ترمنځ دروازه د تېرې دوشنبې ورځې راهیسې د مسافرو د هر ډول تګ راتګ او سوداګرۍ چارو پر مخ تړلې ده. دا مهال د دروازې دواړو لورو ته په زرګونه خلک او په سوداګریزو توکو بار په سلګونه موټرونه بند پاته دي. د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال عبدالباقي بینا وايي، د دغه دروازې د تړل کېدلو دوام به دوی ته ملیونونه افغانۍ زیان واړوي. ښاغلی بینا زیاتوي: "په بولدک کې د وچې او تازه مېوې او سبزیجاتو موټران ولاړ دي، هغه غاړي ته هم ولاړ دي، د بولدک د دروازې له خاطره موږ په... Читать дальше...
له یوې نیمې میاشتې ډیر ځنډ وروسته، نن (چهارشنبه) د افغانستان پاسپورت ریاست بیا پرانېستل شو. په لومړۍ ورځ، په سلګونو خلک د پاسپورټونو ترلاسه کولو لپاره د دې ریاست مخې ته راغلل. یو شمیر غوښتونکي یې وايي چې دوی د درملنې لپاره افغانستان پریږدي، ځینې یې د زده کړې لپاره او ځینې نورو ویلي چې دوی غواړي د ښه ژوند لپاره افغانستان پریږدي. نور په دې راپور کې وګورئ.
ازادي راډیو سره په مرکه کې د افغانستان د مالیې پخواني وزیر عمر زاخیلوال د ګوښه شوي ولسمشر محمد اشرف غني پر کړنو سخته نیوکه وکړه او هغه یې په افغانستان کې د جمهوریت د سقوط لوی لامل وباله. ښاغلی زاخیلوال، چې د حامد کرزي د واکمنۍ پرمهال د مالیې وزیر او د محمد اشرف غني په مشرۍ د حکومت پرمهال په پاکستان کې د افغانستان د سفیر په توګه دندې ترسره کړي، په وروستیو کلونو کې د حکومت منتقد و. په دې مرکه کې هیلۍ اسد له ښاغلي زاخیلوال څخه د جمهوریت د سقوط لاملونو، د طالبانو په وړاندې د هغه د سیاسي دریځ، د افغانستان... Читать дальше...
د ازبکستان او ترکمنستان ولسمشرانو نن په تاشکند کې د افغانستان په اړه خبرې وکړې. د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف او د هغه ترکمن ساري قربان قلي بیردي محمداوف وویل چې په افغانستان کې سوله او ثبات د ټولې منځنۍ اسیا د پرمختګ کیلي ده. دواړو ولسمشرانو خبریالانو ته وویل چې پر هغو پروژو کار ته دوام ورکړي چې له افغانستان سره تړلې دي.
د اکتوبر پر ۱۷مه په دوبۍ او مسقط کې د کرکټ شل اوريريزه سيالۍ پیلېږي. د کرکټ نړيوال کپ کې افغانستان لوبډله برخه اخلي او بري هيلې لري. د افغانستان کرکټ ملي لوبډله په داسي حال کې په نړيواله جام کې برخه اخلي چې وسله وال طالبان د اګست مياشت نیمايي کې پر ټول افغانستان واکمن شول. رويټرز اژانس ويډيويي رپورټ.
د تحقيقاتي خبريالانو نړيوال اتحاد یا انټرنیشنل کنسورشییم اف انوېسټیګېټیو جرنلسټس (ای سي ای جې) د پنډورا پیپرز په نامه چې د نړۍ د ۹۱ هېوادونو او سیمو ۳۵ اوسنيو او پخوانيو مشرانو، ۳۳۰ سیاستوالو او ولسي استازیو پټ مالیاتي دستاویزونه خپاره کړي ول په هغو کې د ۷۰۰ پاکستانیانو نومونه هم شامل دي. په اسنادو کې د عمران خان د حکومت ځينو وزيرانو نومونه هم شته او له هم دې کبله پر هغه تنقيد کېږي چې د درغليو او کرپشن ختمولو په نوم يې سیاست کړی خو بيا يې هم په ګوند او کابينه کې داسې کسان په ګوته شوي چې بهرنۍ کمپنۍ لري. Читать дальше...
د افغانستان سېکهان وايي، یو شمېر وسلهوالو د کابل په کارتې پروان کې د دوی پر مذهبي ځای "ګوردوارې" برید کړی او د دوی د مذهبي مراسمو ځای تهیې زیان رسولی دی. دوی وايي، په افغانستان کې له ځینو امنیتي ستونزو سره مخ دي. د دې مذهبي ځای مسؤل ګورنام وايي، دوی نهپوهېږي چې دا برید چا کړی. په هغه تازه وېډیو کې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې ادعا شوې چې یو شمېر وسلهوال طالبان پر دې ګوردوارې برید کوي، ځیني سېکهان وهي او د دې ځای امنیتي کمرې ماتوي. طالبان بیا وايي، دا پېښه په جدي ډول څېړي. دې پېښې... Читать дальше...
د اکتوبر پر پینځمه له مشال راډيو سره په خبرو کې فخر دراني وويل، ښايي په پنډورا اسنادو کې د پاکستان د ۷۰۰ کسانو له ډلې داسې هغه هم وي چې د موجوده او یا پخوانيو پوځیانو خپلوان یا د کورنۍ غړي وي خو د دوی لپاره دا ممکنه نه وه چې پېژندګلو یې وکړای شي.
افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د کرونا ګواښوونکي ویروس په کې په زرګونه کسان مړه او په لسګونه زره نور تر بسترونو ورسول. د ننګرهار ولایت اوسېدونکی قلم شاه وايي، پلار یې د کرونا ویروس له امله وفات شوی دی او شااوخوا یو کال وړاندې یې په دغه ګواښوونکي ویروس اخته شو او په وینا یې ناروغۍ یې پنځه میاشتې دوام وکړ او بالاخره یې د ژوند پور یې پرې کړ. قلم شاه زیاتوي: "زما پلار په کرونا ویروس اخته و چې وفات شو، شخصي روغتونونو ته به تلو او هلته به مو ورته درمل ورکول، خو واکسین مو ورته نه وه کړی او... Читать дальше...
طالبان وايي، تېره شپه یې د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د داعش یا اسلامي دولت د وسله والې سخت دریځې ډلې ۴ غړي ژوندي نیولي دي. د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور مرستیال او ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، طالب ځواکونو د پغمان ولسوالۍ په پشه يي سیمه کې د دغو کسانو ترڅنګ یو شمېر وسلې او اسناد هم نیولي دي. داعش وسله والو ددې ادعا په تړاو څه نه دي ویلي.
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړي په نړیوال شل اووره جام کې د ګډون لپاره نن قطر ته روان شول. د کرکټ بورډ عمومي رييس عزیز الله فضلي له لوبغاړو سره د خدای پامانۍ په مهال وویل، افغان لوبغاړو د نړیوال جام لپاره ښه تمرین کړی او له پوره چمتووالي سره روانیږي. د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې ۲۲ لوبغاړي به له قطره وروسته متحده عربي اماراتو ته لاړ شي چې د نړیوال شل اوره جام کوربه دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ په کندز ولایت کې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستل کېدو هرکلی وکړ. طالبانو له واک ته رسېدو وروسته له بلخ ولایت پرته په نور ټول هېواد کې له شپږم ټولګي د پورته ټولګیو نجونې په کور کښېنولې او ویې ویل چې د نجونو لېسې به وروسته له دې چې یوه لایحه یې ورته ترتیب کړه، پرانیستل شي. په افغانستان کې اروپايي استازولۍ پر خپله ټویټرپاڼه کې کښلي: "دا خبر چې په کندز کې د نجونو پرمخ د متوسطه ښوونځیو دروازې پرانیستل شوې، مثبته نښه ده. هیله لري چې د افغانستان په نورو سیمو کې... Читать дальше...
د اسټرالیا د کرکټ ټیم لوبغارو د دغه هېواد د کرکټ بورد د هغه پرېکړې ملاتړ وکړ چې ویلي یې و، راتلونکی نومبر به په هوبارت ښار کې د افغان کرکټ ټیم سره خپله لوبه لغوه کړي. د اسټرالیا د تېسټ لوبو یا سپین بال کېپټان اروون فینچ دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ کړي دي. هغه ویلي، څو چې په افغانستان کې د کرکټ ښځینه لوبغارو ته د ورزشي فعالیت اجازه ور نه کړل شي، د نوومبر په ۲۷مه نېټه به د افغانستان د کرکټ ټیم سره د پلان شوې تېسټ لوبې د لغو کېدو ملاتړ وکړي. فینچ زیاته کړې: "له شک پرته چې دا یو ننګونکی وخت دی، خو موږ د اسټرالیا د کرکټ له پرېکړې ملاتړ کوو.
په غزني کې هغه کارېګر چې د دوو لاسو په خواریو بوخت دي وايي، که یوې خوا ته ګراني یو په دوه زیاته شوې ده، نو بلې خوا ته کارونه هم په ټپه درېدلي دي. دوی وايي، هره ورځ د مزدورانو څلورلاري ته ورځي، خو ډېری وخت خالي لاس بېرته کورونو ته ستنیږي. د غزني ښار په فرخي څلور لاري کې کابو یو پنځوس کلن کاریګر د نورو لسګونه کاریګرو ترڅنګ ولاړ اوپه ډاډه زړه خبرې کوي، خو نه غواړي چې نوم یې په راډیو کې واخیستل شي. دی وايي، له تېرو شلو کالو څخه دغه چوک ته راځي او روزانه کوي او په وینا یې که څه هم خپله مېنه... Читать дальше...
د اګست میاشتې پر ۱۵مه پر کابل د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د یادې ډلې ګڼ وسله وال دې ښار ته راټول شوي چې ځينې یې هلته په ولسي ځایونو کې ساعتيري کوي. البته د افغانانو ازادۍ يې محدوده کړي دي. خو طالبانو ژمنه کړې چې دا وار به يې واکمني ډېره معتدله وي. نور تفصيل د اې اېف پي خبري اژانس په دې ويډيويې راپور کې چې اسرار عالم مومند پښتو کړی دی.
د جرمني دفاع وزارت به سر له نن چهارشنبې، په افغانستان کې د تېرو دوو لسیزو د تجربو په اړه بحثونه کوي. له دغو تجربو ترلاسه شوې نتیجه به د لوېدیځې افریقا د هېواد مالي په څېر هېوادونو لپاره په ماموریتونو کې وکارول شي. د جرمني په دفاع وزارت کې تر دغو بحثونو مخکې د جرمني دفاع وزیره انهګریت کرامپ-کارنباویر او د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ په خپلو کې خبرې کوي. د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس او د دغه هېواد د درېیو عمده سیاسي جهتونو، زرغون ګوند، خپلواکو ډموکراتانو، سوسیال ډموکراتانو او د محافظه... Читать дальше...
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له لوري د پاسپورټ دفتر د پرانیستلو له اعلانه یوه ورځ وروسته نن په کابل کې زرګونه کسان د پاسپورټ د دفتر مخته راټول شوي چې د پاسپورت تقاضا وکړي. د راپورونو له مخې، د طالبانو امنیت ساتونکو ځیني کسان ووهل چې د ګڼې ګوڼې او بې نظمۍ مخه ونیسي. طالب چارواکي وايي چې د پاسپورټ وېش به د شنبې له ورځې پیل کړي. د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د پاسپورټ او تذکرې دفترونه تړل شوي وو.
اسټرالیايي لوبغاړي وايي، په هغه صورت کې چې طالبان د ښځو د سپورټ مخالفت کوي له افغانستان سره د ټېسټ لوبې د لغوه کولو په اړه د خپل هېواد د کرکټ بورډ د پرېکړې ملاتړ کوي. د اسټرالیا د کرکټ اداره، کرکټ اسټرالیا وايي، که هغه راپورونه تایید شي چې طالبانو په افغانستان کې د ښځو پر سپورټ بندیز لګولی دی، د نوومبر په ۲۷مه به له افغانستان سره ټېسټ لوبه لغوه کړي. د افغانستان کرکټ بورډ تېره میاشت وویل چې د ښځو سپورټ ته ژمن دی. د طالبانو د فرهنګي کمېسیون مرستیال احمد الله وثیق تېره میاشت ازادي راډیو ته... Читать дальше...
تاجکستان وايي، سږ کال به افغانستان ته یو نیم میلیون کیلو واټه برېښنا صادره کړي. د تاجک چارواکو په وینا، د افغانستان برېښنا شرکت له تاجکستانه یو میلیون او سل زره ډالره پوروړی دی. له بلې خوا د افغانستان برېښنا شرکت مسوولان وايي، دا هېواد د برېښنا له درکه له ګاونډیو هېوادونو ۶۲ میلیونه ډالره پوروړی دی. تر دې مخکې په راپورونو کې ویل شوي وو چې افغانستان باید د سېپټمبر تر پایه ګاونډویو هېوادونو ته د وارداتي برېښنا ۹۰ میلیونه ډالره پور ورکړي. افغانستان له تاجکستان، ازبیکستان، ترکمنستان او ایران څخه برېښنا واردوي.
عمران خان په عين حال کې وويل چې يوه پلټنيزه څانګه يې جوړه کړې او که څوک ګرم وګرځول شي نو پر ضد به يې قانوني کارروايي کېږي.
نامعلومو وسله والو په جلال اباد ښار کې دوه طالبان وژلي او درې ملکیان یې ټپیان کړي دي. یوې ځایي سرچینې ازادي راډیو وویل چې نامعلومو وسله والو نن سهار شااوخوا ۷بجې د جلال اباد ښار په لغمان هډې سیمه پر دوو طالب ځواکونو ډزې وکړې چې له امله دوه طالبان ووژل او درې تنه ملکیان ټپیان شول. تر اوسه رسمي سرچینو په دې اړه څه نه ویلي. دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه د ننګرهار د کامې ولسوالۍ په قلعه اخوند سیمه کې د دغه ولایت د کوز کونړ د ولسوال حمزه پر موټر د سړک غاړې ماین چاودنه وشوه چې د روغتیایي سرچینو... Читать дальше...
نا پیژاندو وسله والو په لغمان ولایت کې یو دیني عالم وژلی دی. د لغمان د اطلاعاتو کلتور ریاست مسؤلان هم یاده پېښه تائیدوي او وایي چې تېر ماښام ناوخته د لغمان د قرغیو ولسوالۍ اړوند چهارباغ سیمه کې د یوه جامع جومات خطیب نور الوهاب د ناپېژنده وسله والو له لوري د لمانځه پر مهال وژل شوی او عاملین یې له سیمې تښتیدلي دي. سرچینه وایي، وژل شوی دیني عالم د لغمان د علیشنګ ولسوالۍ اوسیدونکی و. تراوسه د یادې پېښې مسؤلیت چا نه دی منلی.
د بلوچستان عوامي پارټۍ ناراضه غړي له اعلا وزیر جام کمال خان څخه غوښتنه کوي چې د حالاتو تر لا خرابېدو وړاندې دې خپله استعفا وړاندې کړي.
له افغانستانه د امریکايي عسکرو د وتلو موضوع، د جمهور رییس جوبایډن د حکومت لپاره په یوه جنجالي پروسه بدله شوې. د ښاغلي بایډن اداره نه ده توانېدلې چې په کور دننه په دې اړه د یوه روښانه سپیناوي په ورکولو سره د ټولو ښکېلو اړخونو قناعت خپل کړي. تازه د مککانل په مشرۍ د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ۳۹ کسیزې ډلې چې ټول یې د جمهوري غوښتونکي ګوند غړي دي، یوه څېړنیز لایحه چمتو کړی او د جمهور رییس جو بایډن له حکومته یې غوښتي، څو له افغانستانه د وتلو په اړه ټول معلومات او سندونه چې له دوی سره شته، د استازو جرګې ته وسپاري. Читать дальше...
د افغانستان د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له خپلو ټولو شریکانو غوښتي چې د خپل نیمګړو پاتې پروژو کارونه بیا پیل کړي. په هغه خبرپاڼه کې چې د دغه وزارت له خوا خپره شوې راغلي، په دې سره به د خلکو اقتصادي ستونزې تر یو بریده هوارې او دوی ته د کار زمینه هم برابره شي. په خبرپاڼه کې راغلي، د کرنې وزارت مرستیال مولوي صدراعظم، تېره ورځ یې په دې اړه د همکاراو موسسو له مسوولینو سره په لیدنه کې ویلي چې کرنه د افغانستان د خلکو د اقتصاد بنسټ دی او دېری افغانان په کرنه بوخت دي. نوموړي دغه شان د تولیداتو... Читать дальше...