نا پیژاندو وسله والو په لغمان ولایت کې یو دیني عالم وژلی دی.
د لغمان د اطلاعاتو کلتور ریاست مسؤلان هم یاده پېښه تائیدوي او وایي چې تېر ماښام ناوخته د لغمان د قرغیو ولسوالۍ اړوند چهارباغ سیمه کې د یوه جامع جومات خطیب نور الوهاب د ناپېژنده وسله والو له لوري د لمانځه پر مهال وژل شوی او عاملین یې له سیمې تښتیدلي دي.
سرچینه وایي، وژل شوی دیني عالم د لغمان د علیشنګ ولسوالۍ اوسیدونکی و.
تراوسه د یادې پېښې مسؤلیت چا نه دی منلی.