کندهار ښار نن ویرجن و. په لسګونو هغه کسان چې پرون د شیعه ګانو په یوه جومات کې د حملې له کبله وژل شوي وو، خاورو ته وسپارل شول. د ځینو ټپیانو وضعیت هم ښه نه دی.د طالبانو محلي چارواکو ویلي چې د دې حملې د طراحانو د نیولو او مجازاتو هڅه کوي. د کندهار پر امام بارګاه جومات د شوې حملې مسوولیت د اسلامي دولت ډلې یا داعش منلی دی.
د نورستان مرکز پارون او شااوخوا کلیو کې د خوړو نړیوال پروګرام په مرسته نږدې ۱۶۰۰ بې وزله، کډوالو او بې سرپرسته کورنیو سره د خوراکي موادو مرسته شوه. په نورستان کې د مطبوعاتي دفتر مسول مولوي سمیع الحق حق بیان ازادي راډیو ته وویل: "د پارون اړوندو سیمو کې د ۱۵۷۲ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه. دغه مرسته کې هر یوه تن ته ۴۶ کیلو اوړه، پنځه لیتره غوړي او یو-یو کیلو مالګه شامله ده، موږ له ټولو نړیوالو د مرستو غوښتنه کوو." د ښاغلي حق بیان په خبره چې که نورستان کې بې وسو خلکو سره د ژمي له را رسېدو... Читать дальше...
روسیې، د کووېډ-۱۹ ناروغۍ له کبله د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د ۱۰۰۲ کسانو د مړینې خبر ورکړی. د کرونا د وبا له پیله دا لومړی ځل دی چې په یوه ورځ دومره ډېر کسان د دې ناروغۍ په نتیجه کې مري. د کرونا پرضد د مبارزې ادارې همدا راز په ۲۴ ساعتونو کې له ۳۳ زرو د زیاتو کسانو د اخته کېدو خبر ورکړی دی. په روسیه کې تراوسه نژدې اته میلیونه کسان په کرونا اخته شوي او د مړینو ټول شمېر یې له ۲۲۲ زرو اوښتی دی. روسیه د کووېډ-۱۹ ناروغۍ له کبله د اروپا په کچه د تلفاتو تر ټولو لوړ شمېر او د نړۍ په کچه پنځم ځای لري. Читать дальше...
د بریتانیا صدراعظم نن هغې کلیسا ته د ګلانو ګېډۍ یووړې چې د پارلمان غړی ډیوېډ اېمېس David Amess پرون د چړو په ګوزارونو په کې ووژل شو. له بوریس جانسن د کورنیو چارو وزیره او د اپوزیسیون کارګر ګوند مشر کییر ستارمر Keir Starmer هم ملګري وو. پولیسو د جانسن د محافظه کار ګوند پر غړي برید تروریستي عمل بللی دی او ویلي یې دي چې ښايي دا د افراطي اسلامپالو کار وي. د کورنیو چارو وزیرې پریتې پاتېل Priti Patel خبریالانو ته وویل چې د بریتانیا به د تروریستي ډلو بریدونو ته تسلیم نه شي: "موږ به پر مخ ولاړ شو. Читать дальше...
د کرکټ د شل اورونو نړیوال جام لوبې نن پيلېږي. لومړۍ لوبه د عمان او پاپوا نیوګیني ترمنځ ده. دوهمه لوبه د بنګله دیش او سکاټلنډ ترمنځ. ټاکل شوې وه چې د شل اورونو نړیوال جام لوبې په هند کې وشي، خو د کرونا وبا له امله له هغه ځایه متحد عربي اماراتو او عمان ته انتقال شوې. دا لوبې د متحد عربي اماراتو په پلازمېنه ابوظبۍ، دوبۍ او شارجه کې او د عمان په الامارات کې په دوو پړاوونو کې ترسره کېږي. په لومړي پړاو کې هغه اته لوبډلې شاملې دي چې سر له نننه به د جمعې تر ورځ په دوو ګروپونو کې لوبې کوي. په الف... Читать дальше...
د امریکا دفاع وزارت ژمنه وکړه چې د هغو افغانانو خپلوانو ته به تاوان ورکړي چې د اګسټ په میاشت کې په کابل کې د بې پيلوټه الوتکې په برید کې ووژل شول. د کابل هوایي ډګر ته نژدې دا هوایي برید د اګسټ په ۲۹مه هغه مهال وشو چې د امریکایي ځواکونو وروستۍ ډله له افغانستانه په وتلو وه او له هوایي ډګره د افغانانو د ایستلو هڅې روانې وې. د امریکا د متحد ایالاتونو دفاع وزیر لوېډ اسټن څه باندې دوې اوونۍ تر دې پېښې وروسته ویلي و چې له څېړنو معلومه شوې ده چې دې برید کې سهواً ملکیان وژل شوي دي. هغه وخت د امریکا... Читать дальше...
په کندهار کې د تېرې ورځې د خونړۍ حملې د ۴۷ وژل شوېو کسانو جنازې نن خاورو ته وسپارل شوې. د کندهار ښار په امام بارګاه یا د شیعه ګانو په لوی جومات کې د وژل شویو ۴۷ کسانو جنازې د کندهار ښار په اتمه حوزه کې په ډله ییزه توګه خاورو ته وسپارل شوې. د حاجي علي په نوم د جنازې یو ګډونوال وايي، پرونۍ پېښې خلک غمجن کړي او ټول د ویر پر ټغر ناست دي: "د دوی هدف دا دی چې اسلام له منځه یوسي او د شیعه او سُني ترمنځ تفرقه واچوي اما دوی د قران عظیم الشان څخه ناخبره دي." د عبدالزارق په نوم د جنازو یو بل ګډون کوونکي... Читать дальше...
په بلوچستان اسمبلۍ کې د وزیراعلی جام کمال خلاف د عدم اعتماد رایې د کارولو په اړه غونډه د اکتوبر پر ۲۰مه نېټه غوښتل شوې ده. په بلوچستان کې له تېرې څه مودې راهیسې د وزيراعلی جام کمال له څوکۍ څخه د لرې کولو لپاره هلې ځلې ګړندۍ شوې دي. واکمن ګوند بلوچستان عوامي پارټۍ او د اتحاديانو شاوخوا ۱۴ غړو د اکتوبر پر ۱۱مه نېټه د وزيراعلی پرضد د عدم اعتماد تحريک جمع کړی و. بل خوا جام کمال د اکتوبر پر ۱۲مه نېټه په کوټه کې خبرې غونډه کې باور وښود چې د ګوند ځینې مرور غړي يې پخلا کړي دي. د اکتوبر پر ۱۵مه، د بلوچستان... Читать дальше...
د افغانستان روباټ جوړونکو نجونو په خپله رسمي فسبوک پاڼه کې د یوې ویډیو په خپرولو سره له طالبانو غوښتي چې د نجونو زده کوونکو پرمخ دې د ښوونځي دروازې پرانېزي. دوی ویلي چې ځوان نسل له زده کړو سره ډېره لېوالتیا لري او دا اساسي حق باید ورنه وانه خېستل شي. دغو نجونو چې د خپل روباټونو له شمېر درې یې د "فرسټ ګلوبل" سیالیو لپاره نوماند کړي ویلي یې چې که د نجونو د پرمختګ زمینه برابره شي کولی شي د افغانستان نوم د نړۍ په کچه وځلوي او ویاړونه ورته راوړي. د دغو نجونو له ډلې الهام ویلي چې قطر کې یې خپل درسونه... Читать дальше...
په کندز او کندهار ولایتونو کې د شیعه ګانو په جامع جوماتونو له وروستیو خونړیو حملو وروسته یو شمېر افغان شیعه وګړي وایي، د خپل راتلونکي په اړه اندېښمن دي. د بامیان ولایت اوسیدونکی امین شریفي ازادي راډیو ته وویل، وروستیو حملو د شیعه وګړو ترمنځ وېره او وحشت راپارولی دی. شریفي وایي: "دوو اوونیو کې دوه خونړۍ حملې وشوې چې درنه مرګ ژوبله یې درلوده، خلک وارخطا دي، وېرېږي، وحشت هم د خلکو تر منځ په جدي توګه خپور شوی، له دې امله خلک نه شي کولی خپلو دیني او مذهبي مراسمو کې ګډون وکړي او عبادت وکړي." هېواد... Читать дальше...
دا اوونۍ په مشال مرکه کې شنونکی او په اسلام اباد کې د یوې څېړنيزې ادارې مشر، امتياز ګل مېلمه دی. نوموړي د قبايلي علاقو، پاکستان او سیمې په اړه کتابونه ليکلي دي او په دې اړه ژور معلومات لري. په دې وروستيو کې نوموړي د پاکستان او چين د ملګرتيا په اړه هم یو کتاب ليکلی دی. امتياز ګل وايي، چين د سرمايه کارۍ له لارې په نړۍ او سيمه خپل اثر کارول غواړي. له امتياز ګل سره د مرکې کوربه ګل اياز دی.
په پاکستان کې د څېړونکو په خبره د خوراک د نه ضایع کولو په اړه ولس ډېر کم مالومات یا پوهه لري.
د طالبانو د حکومت یو لوړ پوړی پلاوی نن د ازبیکستان ترمذ ښار ته ورسېد. دا یو ورځنی سفر د ازبیکستان په رسمي بلنه کېږي او موخه یې د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پراختیا په ګډون، په ټرانزیټ، رېل پټلۍ، برېښنا او یو شمېر نورو موضوعاتو له ازبیکستاني چارواکو سره خبرې دي. د طالبانو د حکومت د رئیس الوزار مرستیال عبدالسلام حنفي چې د دې پلاوي مشري کوي، د ازبیکستان د صدراعظم له مرستیال عمرزاکوف په مشرۍ به له یوه لوړ پوړي پلاوي سره مذاکرات ولري. د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال او ویاند ذبیحالله... Читать дальше...
د ملګرو ملتونو یو جګپوړی چارواکی د طالبانو په وینا څرګندوي چې د نجونو ښوونځي به له شپږمه تر دولسمه په ټول افغانستان کې ډېر ژر پرانیستل شي. اسوشیټېډ پرېس اژانس د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ ادارې یونېسف د مرستیال مشر عمر عبدي په وینا لیکي چې د افغانستان په ټولو ۳۴ ولایتونو کې به ښوونځي پرانیستل شي. تر اوسه طالبانو په کندز، بلخ، سمنګان او جوزجان کې نجونو ته اجازه ورکړې ده چې ښوونځیو ته لاړې شي او په ارزګان کې یې هم نجونې پرې ایښې دي چې زده کړې وکړي. عمر عبدي چې تیره اوونۍ کابل ته تللی... Читать дальше...
د طالبانو د حکومت اطلاعاتو او فرهنګ وزارت داسې مهال د موسیقۍ او افغان فلم د ریاستونو د فعالیت خبره کوي چې لسګونو فلمي لوبغاړو هېواد پرېښی دی. له دې ډلې یاسمین یارمل هم افغانستان ته د طالبانو په بیا ځلي راتګ سره هېواد پرېښی او کډواله شوې ده. دا وايي: "ما د طالبانو لومړۍ پړاو واکمني تېره کړې، کومه وېره چې ما د طالبانو د پخوانۍ واکمنۍ څخه درلوده زه یې دې ته اړه کړم چې له هېواده ووځم." دا یوازې یاسمین یارمل نه ده چې د طالبانو په بیا ځلي راتګ او واکمنۍ سره له افغانستانه وتلې، بلکې د دې په څېر په... Читать дальше...
په دې برید کې چې د جمعې د لمانځه پر مهال وشو، لږ تر لږه ۴۷ کسان وژل شوي دي او لسګونه نور ټپیان شول.
د طالبانو د حکومت یو پلاوی نن ازبیکستان ته ولاړ او ټاکل شوې په هغه ناسته کې چې د دواړو هېوادونو د پلاوو تر منځ کېږي د نورو موضوعاتو تر څنګ د مهمو اقتصادي مسایلو په اړه هم خبرې وشي. په دې پلاوي کې د طالبانو د حکومت د اقتصادي او سوداګریز سکتور وزیران هم شامل دي. ویل شوي چې طالبان به له ازبیکستاني چارواکو سره د اورګاډي پټلۍ د جوړولو او دغه شان له هغه هېواده د وارداتي برېښنا په اړه هم خبرې وکړي. د یادونې وړ ده چې د ازبیکستان ترمذ ښار نن سبا افغانستان ته د بشري مرستو د رسولو په یو مهم دهلیز هم بدل شوی دی. Читать дальше...
د طالبانو حکومت د ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت اعلان کړی چې اریانا افغان هوايي شرکت، کام ایر او پي ای اې شرکتونه دې خپلې الوتنې په عادي ډول له سره پیل کړي. د دغه وزارت په فیسبوک پاڼه کې د خپور شوي خبر له مخې، دا پرېکړه کابل ته د پي ای اې هوايي شرکت له خوا د الوتنو تر بندولو وروسته په یوه ناسته کې پرون وشوه چې د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت سرپرست وزیر ملا حمید الله اخندزاده، دپاکستان سفیر او د یادو شرکتونو استازو ګډون کړی وو. په دغه ناسته کې پرېکړه شوې چې د ټکټونو... Читать дальше...
د روسیې د جنوب په یوه زندان کې له پرونۍ بلوا وروسته ویل کېږي چې هلته نن شنبې وضعیت ارام دی. دا بلوا پرون د شمالي اوسیتیا د مرکز ولادي قفقاز په یوه زندان کې پیل شوه. تاس خبري اژانس په شمالي اوسیتیا کې د بشري حقونو د یو څېړونکي تېمرلان څګویف له قوله خبر ورکړی چې نوموړی وايي، په دې بلوا کې څوک نه دي ژوبل شوي. څګویف زیاتوي چې ټاکل شوې د زندان چارواکي نن د بندیانو له ځینو استازو سره وګوري او د هغوی غوښتنې واوري. له دې مخکې په راپورونو کې ویل شوي و چې په دې زندان کې چې شااوخوا ۶۰۰ کسان په کې دېره دي، اضافي امنیتي تدابیر نیول شوي دي. Читать дальше...
د ملګروملتونو یو جګپوړی چارواکی وايي، طالبانو ډاډ ورکړی چې ډېر ژر به له شپږمو تر دولسمو ټولګیو پورې د نجونو ښوونځي پرانیستل شي. د اسوشیټېډ پریس خبري اژانس د راپور له مخې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ د ادارې- یونیسف مرستیال مشر عمر عبدي چې تېره اوونۍ په کابل کې و، د ملګروملتونو په مقر کې خبریالانو ته ویلي دي چې د افغانستان په پنځو ولایتونو، بلخ، جوزجان، سمنګان، کندز او ارزګان ولایتونو کې لامخکې د نجونو لېسې پرانیستې دي. ښاغلي عبدي وویل، د طالبانو د پوهنې وزیر ورته ویلي، د دوی حکومت... Читать дальше...
د اسلامي دولت وسله والې ډلې یا داعش په کندهار کې د شیعه ګانو په یو جومات کې د پرونۍ خونړۍ حملې مسولیت پر غاړه اخیستی دی. په دې برید کې چې د جمعې د لمانځه پر مهال وشو، لږ تر لږه ۴۷ کسان وژل شوي دي او لسګونه نور ټپیان شول. په هغه بیان کې چې د جمعې په ورځ ناوخته د داعش اړوند ټولنیزو رسنیو اکاونټونو کې خپور شوی دې وسله والې ډلې ویلي چې دوو غړو یې د فاطمیه په نوم په کندهار کې د شیعه ګانو د جومات په دروازه کې ولاړ ساتونکي په ډزو ووژل او ورپسې یې یو د جومات په دروازه کې له ځان سره تړلو چاودیدونکو... Читать дальше...
پخوانۍ سناتوره فریده کوچۍ وايي، طالبان یې په دې نوم ګواښي چې ولې یې یو مهال د دوی په ضد جګړه کړې. نوموړې همداراز وايي، طالبان یې په دې نوم هم ګواښي چې یو مهال یې د کندهار د پخواني امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق سره یو ځای، د دوی پر ضد جګړه کې برخه اخستې. مېرمن کوچۍ وايي، دی هغه مهال د پنجاب ضد ټوپک پورته کړی و، ځکه پاکستاني ملېشو غوښتل پر ډېورنډ کرښه اغزن تار وغځوي. دغې پخوانۍ سناتورې یوې خپره کړې ویډیو کې ادعا کړې چې طالبانو یې شخصي موټر ځینې وړی او داسې مهال چې ان یو ټوپک نهلري، له دې د ډېرو وسلو د تسلمېدو غوښتنه کوي. Читать дальше...
په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ دوې میاشتې پوره کېږي، خو لا یې هم تر پینځم ټولګي پورته د نجونو زده کړو په باب تګلاره نه ده اعلان کړې. بلخوا ښځینه ښوونکې د تنخاګانو د نشتوالي ګیله کوي. د طالبانو حکومت په وار وار ویلي چې دوی د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د زده کړو ترڅنګ د نجونو او ښځو ټولو حقونو ته ژمن دي او د حکومتي ادارو ټولو کارکوونکو ته به تنخاګانې ورکول کېږي. د اې اېف پي ویډيو راپور
د بریتانیا پولیس وایي، د انګلستان په ختیځ کې په چړې د پارلمان د یوه محافظه کاره غړي وژل " ترهګریزه" پېښه وه. پولیسو نن شنبې (د تلې په ۲۴مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، لومړنۍ څېړنې ښيي چې ممکن دا کار له اسلامي سخت دریځۍ سره په تړلې انګېزې شوی وي. د پارلمان دغه محافظه کاره غړي ډیوېډ امیز ۶۹ کاله عمر درلود او پرون د ایسکس سیمې په کلیسا کې د یوه کس له خوا پرې د چړې ګزارونه وشول. بریدګر د هغو رایه ورکوونکو په منځ کې کلیسا ته دننه شوی چې دغلته یوې غونډې ته روان وو. ډیویډ امیز له ۱۹۸۳ کال راهیسې د پارلمان غړی و. Читать дальше...
د امریکا دفاع وزارت وایي، د هغو لسو افغانانو خپلوانو ته تاوان ورکوي چې تېره اګست میاشت کابل کې د دوی بې پیلوټه الوتکې ووژل. د کابل هوایي ډګر ته نژدې دا برید هغه مهال وشو چې د امریکایي ځواکونو وروستۍ ډله له افغانستانه په وتلو وه او له هوایي ډګره د افغانانو د ایستلو عملیات روان وو. د پنټاګون ویاند جان کربي ویلي، دوی له بهرنیو چارو وزارت سره په ګډه کار کوي چې دې پېښه کې د وژل شوېو کسانو د کورنۍ پاتې غړي امریکا ته ولېږدوي. کربي ونه ویل چې د وژل شوېو کسانو کورنۍ ته څومره پیسې ورکوي، خو زیاته یې... Читать дальше...