د سرې میاشتې ځانګړې اوونۍ نن پیل شوه. د دغه ټولنې ویاند نوراغا صاحبزاده ازادي راډیو ته وویل چې په دې مناسبت په جوړې شوې غونډه کې د سرې میاشتې نړیوالې کمېتې، نړیوال فدراسیون، د ترکیې، ناروې او قطر هېوادونو استازو او د دوی رضاکارانو ګډون کړی و. د ښاغلي صاحبزاده په خبره، د دغې اوونۍ د نماځلو هدف یادې ټولنې ته د مرستو راټولول دي: "د ځانګړې اوونۍ له نماځلو څخه موخه په تول هېواد کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې انعکاس دی او د افغاني سرې میاشتې ټولنې لپاره د مرستو راټولول دي څو وکولای شو د بېوزله هېوادوالو... Читать дальше...
روسي چارواکي وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کرونا ویروس د خلکو د اخته کېدو څه باندې ۳۴ زره ۳۰۳ مثبتې پېښې او د ۹۹۹ کسانو مړینه ثبت شوې ده. روسیه نن سبا د کرونا ویروس د مثبتو پېښو له دوامداره زیاتوالي سره مخامخ دی. کرملېن د کرونا د پیل په څېر په وروستیو کې د کرونا ویروس له کبله په ملي سطحه ټولبند اعلان نهکړ. په روسیه کې په کرونا ویروس د مړینو او د خلکو د اخته کېدو شمېر په داسې حال کې زیات شوی چې د خلکو د واکسین پروګرام ورو مخته روان دی او لا هم ګڼ کسان واکسین شوي نهدي. که څه هم روسي چارواکو... Читать дальше...
د اروپايي ټولنې یو چارواکي وایي دغه ټولنه هڅه کوي چې له افغانستان سره د بشري مرستو د دوام لپاره په دغه هېواد کې خپل حضور ته دوام ورکړي. په پام کې ده د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو شورا سبا دوشنبه په لوکزامبورګ کې د افغانستان پر موضوع هم تمرکز وکړي. د اروپايي ټولنې یو لوړ رتبه چارواکي د نوم نهښوولو په شرط ازادي راډیو ته ویلي د دې ټولنې رهبران په افغانستان کې پر وروستیو تحولاتو او د مرستو د دوام پر امکان په خپلو کې بحث کوي. له کله چې طالبانو پر افغانستان ولکه ټینګه کړې اقتصادي رکود په زیاتېدو... Читать дальше...
روسي چارواکو د ۱۸ کسانو د مسمومېدو د قضیې د څېړنې پر مهال دوه کسان نیولي دي. دغه ۱۸ کسان تېره اوونۍ په یکاتیرینبرګ ښار کې د منع شویو الکولو له څښلو وروسته مړه شول. د روسیې تحقیقاتي کمېټې پرون ویلي، دغه جنايي قضیه د هغو الکولو د څښلو په اړه ده چې بوتلونو ته اچول شوي وو او بې له دې چې د خوندیتوب معیارونه په پام کې ونیول شي، د ښار په یوه مارکېټ کې خرڅېدل. د تحقیقاتو پر مهال هڅه کېږي چې د دغو منع شویو الکولو د خرڅولو اصلي عاملان پیدا شي او د تحقیقاتي کمېټې د اعلامیې له مخې عاملان ښايي د ۱۰ کلونو د بند له سزا سره مخامخ شي.
د لوړو زده کړو او اطلاعاتو لپاره د خيبرپښتونخوا د اعلا وزير سلاکار کامران بنګش وايي، د وزيراعظم د وينا هدف په هېواد کې مذهبي روادارۍ ته لار هوارول دي. د بنګش په خبره، ګراني او د پټروليم مصنوعاتو بيې لوړېدل يوازې د پاکستان نه بلکې د ټولې نړۍ مسلې دي او دا چې د خاصو اسلامي ورځو له لمانځلو سره بايد و
وروسته له هغه چې افغان حکومت سقوط وکړ او طالبانو په افغانستان کې خپل واک اعلان کړ، تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې وتړل شوې. ازادي راډیو په دې تړاو له هغو ښځینه زدهکوونکو او محصلینو سره خبرې کوي چې له ثانوي او لوړو زدهکړو محرومې دي. په دې لړۍ کې د ازادي راډیو خبریال د ارزګان ولایت د دوولسم ټولګي له یوې زدهکوونکې سره چې تخلصیې افغان دی، خبرې کړي. دا مرکه د دې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:
د خيبر پښتونخوا د پوليسو د محکمې لخوا د اکتوبر په ۱۵مه په رسنیو کې په خپاره شوي اشتهار کې ويل شوي چې په دې يونټ کې د خيبر
د افغانستان پخوانی صدراعظم احمد شاه احمدزی نن د ۷۷ کلونو په عمر مړ شو. د هغه زوی موسی احمدزي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: "انجنیر صاحب له درېیو میاشتو راهیسې ناروغ و، په دې موده کې په روغتون کې بستر و چې ننیې خپل روح حق ته وسپاره." احمد شاه احمدزی په ۱۹۹۰مو کلونو کې د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو پر خلاف په مبارزه کې له مهمو څېرو ګڼل کېده. احمدزی د مجاهدینو د انتقالي حکومت پر مهال د څه مودې لپاره صدراعظم او بیا د کورنیو چارو وزیر پاتې شوی دی. دی په لومړیو کې د برهانالدین رباني په... Читать дальше...
د پاکستان د کورنيو چارو وفاقي وزير شيخ رشيد احمد د پي ډي اېم د نيوکو په ځواب کې د حکومتي پاليسيو دفاع وکړه. رشید د اکتوبر پر ۱۷مه، په اسلام اباد کې خبريالانو ته وويل چې د پي ډي اېم فعالیتونه غیر موثره دي او دا چې د عمران خان د حکومت درې نیم کاله تېر شوي، او پاتې یو
د ملالې یوسفزۍ په ګډون د ښځو د حقونو ځینو فعالانو په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو د بیاپرانیستل کېدو په ملاتړ انلاین کمپاین پیل کړی دی. زرقا یفتلي، شهرزاد اکبر او ملالې یوسفزۍ په یوه پرانیستي لیک کې چې په انلاین بڼه تر دې شېبې څه باندې دوه لکه او ۲۰ زره کسانو لاسلیک کړی، د طالبانو له مشرتابه غوښتنه کړې چې نجونو ته له شپږم ټولګي پورته هم د تعلیم اجازه ورکړي. د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی صندوق یا یونېسف مرستیال مشر عمر عبدي چې په وروستیو کې یې کابل ته هم سفر کړی و، په خپلو... Читать дальше...
طالبان بیا ادعا کوي چې د نجونو د تعلیم د بیا پیل لپاره پر یوه طرزالعمل کار روان دی. د طالبانو یو ویاند ذبیحالله مجاهد مشال راډیو ته وویل، ښځو ته په دفترونو کې د کار او نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د تعلیم د اجازې لپاره دوی هڅې کوي:
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وايي، په افغانستان کې داعش ډله کوم مرکز نهلري، خو د دې ډلې لپاره د ځینو لورو لهخوا تبلیغات کېږي. امیر خان متقي د ترکیې له اناتولي خبري اژانس سره په هغه مرکه کې چې پرون خپره شوه ویلي: "داعش ډله په افغانستان کې کوم مرکز نهلري، خو تبلیغات ورته کېږي چې د افغانستان حکومت کمزوری معرفي شي او له بهره ورباندې فشارونه زیات شي. داعش له دغو فشارونو مورال اخلي." داعش ډلې په افغانستان کې د یو لړ خونړیو حملو مسؤلیت منلی چې تر ټولو تازهیې تېره جمعه په کندهار کې... Читать дальше...
د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف وايي، په افغانستان کې یې تر پنځو کلونو د نږدې ۳۹ زره هغو کم عمره ماشومانو درملنه کړې چې له سختې خوارځواکۍ کړېدل. دغې ادارې نن د ټویټر په یوه متن کې ویلي، په عین حال کې یې په اګسټ او سپټمبر میاشتو کې دوه لکه ۳۷ زره کسانو ته د پاکو اوبو امکان برابر کړی دی. یونېسف تر دې مخکې د افغانستان د روغتیايي سکټور د سقوط خبرداری ورکړی و او ویلي یې و د خوارځواکۍ له امله نږدې یو ملیون ماشومان د مړینې له ګواښ سره مخ دي.
د کاپیسا ولایت په نجراب ولسوالۍ کې د یوه موټر د نسکورېدو په پېښه کې پنځه کسان مړه شوي دي. په دې ولسوالۍ کې عیني شاهدانو او ځینو سرچینو په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال ته ویلي، دغه فېلډر موټر د غوث درې په شیخان سیمه کې نسکور شوی دی. د دوی په وینا په پېښه کې چې پرون شوې د پنځو کسانو د مړینې ترڅنګ یو تن ټپي شوی دی.
لومړۍ لوبه کې عمان له پاپوا نیوګېني سره او په دویمه لوبه کې بنګلا دېش له سکاټ لېنډ سره سیالي کوي. ټاکل شوې وه چې دا نړیواله اتلولي تېر کال په هند کې شوې وای خو د کورونا وایرس جهاني وبا له کبله وځنډول شوه.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وايي، پر افغانستان نړیوالو بندیزونو او فشارونو پر حکومت ناوړه اغېز کړی او د دې لامل شوي چې د داعش روحیه پیاوړې کړي. امیر خان متقي که څه هم د دې فشارونو په اړه وضاحت نهورکوي، خو د افغانستان د بانکي زېرمې کنګل کېدل او د نړۍ لهخوا د دوی د حکومت په رسمیت نهپېژندل، د افغانانو پر حقونو تېری بولي. ښاغلی متقي د ترکیې له اناتولي خبري اژانس سره مرکه کې په افغانستان کې د داعش وروستیو بریدونو ته په اشارې وايي، دا ډله نظامي ځواک نهلري، خو هڅه کېږي چې اوسنی حکومت کمزوری وښودل شي. Читать дальше...
هغه فضايي کپسول چې یو ستورمزلی او دوه روسي فلم جوړوونکي پهکې سپاره وو، په نړیوال فضايي تمځای کې جلا شو او اوس د ځمکې په لور راروان دی. کپسول نن (یکشنبه) سهار وختي جلا شو. مشهوره روسۍ سینمايي ستورې یولیا پیریسیلد او د مډال ګټونکی فلم ډایرکتر شیپینکو نړیوال فضايي تمځای ته د اکټوبر په ۵مه رسېدلي وو چې هلته په ۱۲ ورځو کې د چلېنج په نوم د یوې ډرامې د یوې برخې فلم واخلي. په نړیوال فضايي تمځای کې ۷ ستورمزلي پاتې دي چې دوه روسان، درې امریکایان، یو اروپايي او یو جاپانی دی.
د خيبر پښتونخوا حکومت په ځینو سرکاري سکولونو کې له ماسپښين وروسته کلاسونه پیل کړې دي. د چارسدې محمد حسنېن د اتم صنف زده کوونکی دی وايي، له درې کالو راهیسې په مستري خانو کې کار کوي او د اقتصادي ستونزو له کبله یو کال له سبقه پاتې شوی دی خو اوس چې دا کلاسونو پیل شوي نو یوځل بيا بې زده کړې پیل کړې دي. نور حال په دې ویډیو راپور کې.
هند د افغانستان پر حالاتو او په دغه هېواد کې د بشري بحران د مخنیوي پر لارو چارو د غور لپاره کنفرانس جوړوي. په دې سیمهییز کنفرانس کې چې د هند د ملي امنیت شورا ترتیب کړی او د دغه هېواد د ملي امنیت د سلاکار اجیت دووال په مشرۍ جوړېږي، د پاکستان، روسیې، چین، ایران، تاجکستان او ازبکستان د ملي امنیت سلاکارانو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې ده. د هندي چارواکو په وینا، په کنفرانس کې به په افغانستان کې د بشري بحران د مخنیوي پر لارو، امنیتي وضعیت او همداراز د طالبانو له لوري د بشري حقونو د رعایتولو پر اړتیا خبرې وشي. Читать дальше...
په کوسوو کې نن خلک د ښاروالیو په انتخاباتو کې ګډون کوي. څه باندې یو ملیون او ۸ لکه تنه د رایو په شرایطو برابر دي. رأی ورکوونکي ۲۷ ښاروالان او د ښاروالیو لپاره ۸۰۰ استازي غوره کوي. دا انتخابات په داسې مهال ترسره کېږي چې په وروستیو اوونیو کې په کوسوو کې د 'کووېډ-۱۹' پېښې زیاتې شوې دي. د کوسوو د عامې روغتیا انستیتیوت سپارښتنه کړې وه چې انتخابات دې وځنډول شي، خو ولسمشر ویوسا عثماني د تېرې اوونۍ په پیل کې وویل چې ممکن د سیاسي ګوندونو مشران دا سپارښتنه ونهمني.
په شمالي مقدونیه کې نن خلک په سیمهییزو انتخاباتو کې ګډون کوي. دا انتخابات د صدراعظم زوران زاییف د واکمن سوسیال ډیموکرات ګوند لپاره له پارلماني انتخاباتو وروسته لومړنۍ ازموینه ګڼل کېږي. د ۲۰۲۰ کال په جولای کې د شمالي مقدونیې سوسیال ډیموکرات ګوند په لږ توپیر پارلماني انتخابات ګټلي و. په شمالي مقدونیه کې د رأی ورکولو په شرایطو د برابرو کسانو شمېر نږدې یو ملیون او ۸ لکو ته رسېږي. دوی د ۸۰ ښاروالیو د استازو د انتخابولو لپاره رایې ورکوي.
له یو کلن ځنډ وروسته د کرکټ د شل اووریزه نړیوالو سیالیو پیل. د هندوستان په رسمي کوربهتوب د سیالیو لومړی پړاو په عمان او دوهم پړاو په متحده عربي اماراتو کې پیلېږي. ټاکل شوې وه چې یادې سترې نړیوالې لوبې په تېر ۲۰۲۰ میلادي کال کې وشي، خو د کرونا ویروس خپرېدو اجازه ورنهکړه. د دې سیالیو د پیل په لوبه کې چې نن د عمان په الامارات لوبغالي کې په سیمهییز وخت ۰۲:۳۰ دقیقې پیلېږي عمان او پاپونیوګیني او په دوهمه لوبه کې چې د شپې به ترسره شي بنګلهدېش او سکاټلنډ د یو بل په وړاندې د سیالۍ ډګر ته ځي. د... Читать дальше...
د ملګرو ملتونو یوه چارواکي له نړیوالو غوښتنه وکړه چې افغانستان هېر نهکړي او خپلې بشري مرستې ورسره روانې وساتي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (FAO) مرستیال استازي فابریزیو چیزاریتي (Fabrizio Cesaretti) پرون چې د خوړو نړیواله ورځ وه، له کابله په یوه وېډیويي پیغام کې وویل: "د خوړو په دې نړیواله ورځ مو نړۍ ته پیغام دا دی چې افغانستان مههېروئ. مرستندوی هېوادونه به بیا د G20 په غونډه کې سره راغونډ شي، موږ د دوی د پاملرنې غوښتنه کوو چې اساسي مالي مرستې برابرې کړي، په ځانګړي ډول... Читать дальше...
د طالبانو د حکومت چارواکي وايي، په ازبکستان کې یې تللي هیئت د سوداګرۍ پر پراختیا او د ژمي پر مهال له افغانستان سره د لومړنیو توکو د مرستې په باب خبرې وکړې. د طالبانو د حکومت د تېرې شپې په اعلامیه کې راغلي، د دوی هیئت چې مشري یې د رئیسالوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي کوله، په روغتیايي سکټور کې د همکارۍ، افغانستان ته د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا د مزو د غځولو او د مزار شریف او پېښور ترمنځ د رېللارې د غځېدو په اړه بحث وکړ. د طالبانو د هیئت یوه غړي ضیاالحق حقمل پرون له ازبکستانه تر روانېدو مخکې ملي راډیو ټلوېزیون ته وویل... Читать дальше...
د طالبانو د حکومت یوه چارواکي پرون شنبه، د شیعهګانو د جوماتونو د خوندیتوب ژمنه وکړه. دا ژمنه داسې مهال کېږي چې د کندهار د شیعهګانو په یوه جومات کې د وژل شویو مړي پرون شنبه خاورو ته وسپارل شول. دا حمله چې داعش ډلې یې مسؤلیت منلی، د جمعې د لمانځه پر مهال وشوه چې په نتیجه کې یې ۴۷ کسان ووژل شول او شااوخوا ۷۰ تنه نور ټپیان شول. د طالبانو حکومت کې د کندهار امنیه قوماندان عبدالغفار محمدي ویلي چې د شیعهګانو د جوماتونو مخې ته به اضافي وسلهوال وګمارل شي. د ده په وینا دوی به له ځايي رضاکارو... Читать дальше...