په افغانستان کې د نجونو د لېسو او منځنیو ښوونځیو د پیل په اړه دوه ګونی چلند. افغانستان ته د طالبانو له راتګ وروسته له شپږم ټولګي پورته نجونو ته ښوونځي ته د تګ اجازه نهده ورکړل شوې، خو د افغانستان په درېیو ولایتونو کې بیا د نجونو پر مخ ښوونځي پرانیستي دي. په کندز، بلخ او جوزجان ولایتونو کې دا مهال نجونې په لېسو او منځنیو ښوونځیو کې په لیک لوست بوختې دي. د خدیجې جوزجاني لېسې زدهکوونکې شکیلا ازادي راډیو ته وویل: "زموږ ټولګیوالې هره ورځ ښوونځی ته راځي. موږ له دې وضعیته راضي یو او خوشحاله کېږو... Читать дальше...
طالبان وايي، هغه امریکايي پلاوي چې په تېرو دوو ورځو کې یې له دوی سره په قطر کې ولیدل ژمنه کړې ده چې واشنګټن به له افغانستان سره بشري مرستې وکړي او د نورو خیریه مؤسسو د مرستو په رسولو کې به همکاري وکړي. پر افغانستان له واکمنېدو وروسته د لومړي ځل لپاره د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر او نورو چارواکو د شنبې او یکشنبې په ورځو په دوحه کې له امریکايي پلاوي سره مخامخ خبرې وکړې. د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې وویل چې د کابل نوی حکومت به له مرستندویو مؤسسو سره ګډ کار وکړي څو اړو خلکو ته بشري مرستې په شفافیت سره ورسېږي. Читать дальше...
د طالبانو د حکومت د روغتیا وزارت خبرداری ورکوي چې که نړیواله ټولنه په روغتیايي برخه کې په خپل وخت مرستې ونهکړي، نو په افغانستان کې به لوی بشري ناورین راشي. د عامې روغتیا وزارت د صحي خدماتو د وړاندې کولو معین عبدالباري عمري نن ازادي راډیو ته وویل د هېواد د روغتیايي سکټور په سلو کې ۸۸ پر بهرنیو مرستو ولاړ و، خو د دې مرستو له بندېدو سره د ده په وینا په ټول هېواد کې ۲،۳۰۰ روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي. ښاغلي عمري وویل چې نړیوال په دې برخه کې مسؤلیت لري. دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د ماشومانو لپاره... Читать дальше...
د اسلامي دولت ډلې یا داعش مرستیال مشر په عراق کې نیول شوی دی. د عراق صدراعظم مصطفی الکاظمي نن پر ټویتر په یوه بیان کې دا خبر ورکړ. هغه لیکلي، د داعش مخکښ غړی سامي جاسم چې د دې ډلې د پخواني مشر ابوبکر البغدادي مرستیال هم و، د عراق استخباراتو نیولی دی. کاظمي په دې اړه نور جزئیات نهدي ورکړي. بغدادي په ۲۰۱۹ کال کې د سوریې په شمال لوېدیځ کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شو. جاسم د داعش له هغو مشرانو و چې متحده ایالاتو یې د نیولو لپاره جایزه اعلان کړې وه.
د هند پوځ وايي، پنځه سرتېري یې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې له تندلارو وسلهوالو سره په نښته کې وژل شوي دي. د هند د پوځ یو ویاند نن د تلې په ۱۹مه وویل، په جنوبي سورانکوټ سیمه کې د حکومت د وسلهوالو مخالفو ډلو د فعالیت د راپورونو له ترلاسه کولو وروسته دې سرتېرو په سیمه کې ګزمه کوله چې برید پرې وشو. ویاند زیاته کړه چې دا سرتېري په داسې حال کې چې سخت ټپیان شوي وو، په هلیکوپټر په وسیله راوایستل شول. په کشمیر کې تشدد وروسته له هغه زیات شو چې د جمو او کشمیر د دوبي په مرکز سرینګر کې د تېرې اوونۍ د هدفي وژنو په دوام د هند پوځ عملیات وکړل.
د اقتصاد په برخه کې د نوبل د ۲۰۲۱ کال جایزه، درېیو امریکا مېشتو اقتصاد پوهانو وګټله. په سویډن کې د نوبل اکاډمي وايي په کاناډا کې زېږېدلي دیویو کارډ (David Card) امریکايي جوشوا ډي انګرِست (Joshua D Angrist) او هالنډيالاصله امریکايي ګویدو ډبلیو امبېنس (Guido W Imbens) ته دا جایزې له غیر پلان شویو تجربو څخه د نتایجو د را ایستلو په خاطر ورکول کېږي. کارډ په برکلي کې د کالیفورنیا په پوهنتون کې د اقتصاد استاد دی، انګریست په کمبریج ښار کې د ماساچوست د ټکنالوژۍ په انستیتیوت کې او امبېنس د سټنفورډ پوهنتون تدریس کوي. Читать дальше...
پاکستان ته د هوا له لارې سفر، خو په لوړه بیه، د ځمکې له لارې د دې هېواد لهخوا د پولو تړل کېدو او د دواړو خوا مېشتو خلکو ته د تګ راتګ اجازه نهورکول، هغه څه دي چې ګن شمېر افغانانیې له ستونزو سره مخ کړي دي. هغه کسان چې غواړي اسلاماباد ته سفر وکړي وايي، د هر ټکټ بیه له ۱،۰۰۰ ډالرو زیاته ده، حال دا چې د طالبانو له راتګ وړاندې ۱۵۰ ډالره و. عبدالواجد چې غواړي پاکستان ته سفر وکړي، د ټکټونو د لوړې بیې له امله نهشي کولای. هغه له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، پاکستان ته د تګ لپاره د هر ټکټ بیه له ۱،۰۰۰ ډالرو پورته ده. Читать дальше...
کابل ته له سفر یوه ورځ وروسته، د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د وجهي صندوق یا یونېسف د اجرائیه رئیس مرستیال، په افغانستان کې روغتیایي وضعیت بحران ته تلونکی بللی. عمر عبدي د افغانستان د روغتیايي سکټور د سقوط خبرداری ورکړی او وايي، وضعیت دومره نازک دی، که مرسته ونهشي، روغتیايي سیستم لهمنځه ځي. ده تر ټولو سخته اندېښنه د هغو ماشومانو په اړه ښودلې چې له خوارځواکۍ سره مخ او اوسمهال په روغتونونو کې بستر دي. یونېسف د ښاغلي عبدي له قوله یوه خبرپاڼه کې لیکلي، د ژمي رارسېدو او د روغتیايي وسایلو او... Читать дальше...
په بلوچستان کې بلدیاتي ټاکنې په ۲۰۱۳ز کال کې شوې وې او له هغې وروسته د بلدیاتي حکومتونو مودې د ختمېدو باوجود هم په دغه صوبه کې یادې ټاکنې لا نه دي شوي.
د پاکستان د ايين له مخې وزيراعظم د دې هېواد انتظامي مشر وي او هغه د پوځ او ای اېس ای مشران ټاکي.
د پاکستان صدراعظم یو ځل بیا له نړیوالې ټولنې غوښتي چې له طالبانو سره خبرې وکړي. عمران خان وايي، که پر طالبانو د نړیوالې ټولنې فشار دوام وکړي، په دې هېواد کې به یو ځل بیا د ۹۰مې لسیزې پېښې تکرار شي. عمران خان د لندن یوې انلاین رسنۍ مېډل ایسټ ای سره په خپله تازه مرکه کې ویلي، په افغانستان کې وضعیت نازک دی او امریکا ته پهکار ده چې حالت منظم کړي. له دې خبرو د عمران خان هدف د طالبانو د رژیم د په رسمیت پېژندو پر وړاندې د شته خنډونو لیرې کول دي. د پاکستان صدراعظم وايي، پر طالبانو بندیزونه او دوی... Читать дальше...
له تېرې یوې نیمې میاشتې راپدېخوا د افغانستان د رسنیو او بیان ازادۍ په برخه کې ستر بدلونونه. د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې اندېښنه ښودلې چې له تېرې یوې نیمې میاشتې نه په زیاته موده کې، له کله چې طالبانو پر ټول افغانستان واکمن شوي، اطلاعاتو د نهلاسرسي ترڅنګ خبریالان له فزیکي تاوتریخوالي او اقتصادي ستونزو او کړاوونو سره مخ دي. دغې کمېټې په خپل یو تازه خپور شوي راپور کې ویلي، په دې وروستیو کې ځیني خبریالان ان وژل شوي چې په خبرهیې دې کار نور خبریالان هم وېرولي او په کارونو یې اغېز کړی دی. Читать дальше...
د هند او چین پوځي قوماندانانو پرون د سرحد له یوې لانجمنې سیمې د خپلو پوځیانو د شاته کولو په اړه بحث وکړ. دغه پوځیان له نږدې دوو کلونو راهیسې په دې سیمه کې مېشت وو چې وخت ناوختیې په خپلو کې خونړۍ شخړې هم کړې دي. د هند د پوځ ویاند ډګروال سدهیر چامولي وویل، د دواړو هېوادونو قوماندانانو په تېرو دوو کلونو کې د لومړي وار لپاره د چین په مولدو ښار او د هند په لداخ سیمه کې سره وکتل. ده ویلي چې نن به احتمالاً د دغو کتنو په اړه یوه ګډه اعلامیه هم خپره شي. که څه هم دواړو لورو په وروستیو میاشتو کې د... Читать дальше...
د حکمتالله په نوم یو افغان سرتېری چې درې استرالیايي سرتېري یې وژلي وو، د قطر له یو توقیفځای څخه خوشې شوی دی، خو دا چې د پخواني حکومت د ملي اردو دا سرتېری اوس چېرته دی معلومات نهشته. نوموړی په ۲۰۱۲م کال کې په یو پوځي اډه کې د درېیو استرالیايي سرتېرو له وژلو او د دوو نورو له ټپي کولو وروسته وتښتېد، خو وروسته بیا ونیول شو او په ۲۰۱۳ کال کې په اعدام محکوم شو. د اسوشیټډ پرس خبري اژانس د راپور له مخې د استرالیا حکومت نن دوشنبه (د تلې په ۱۹مه) په یوه بیان کې وویل، د کانبېرا دریځ تل دا و چې حکمتالله... Читать дальше...
امریکايي چارواکو ویلي چې په قطر کې شوې خبرې د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو معنی نهلري.
امریکا او بریتانیا په افغانستان کې له خپلو وګړو غوښتي چې د شته ګواښونو په دلیل خپل ځاني امنیت ته پام وساتي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه هېواد اتباع دې له مزدحمو ځایونو په ځانګړې ټوګه له سرینا هوټل څخه چې تر ډېره مېلمانهیې بهرنیان دي، ځان لیرې وساتي. په اعلامیه کې خبرداری ورکړل شوی: "هغه امریکايي وګړي چې په سرینا هوټل کې دننه یا ورته نږدې اوسي، باید د امنیتي ګواښونو له کبله ژر تر ژره له هغه ځایه ووځي." د امریکا سربېره د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت هم له... Читать дальше...
هغه ښارو چې له یوې افغان کورنۍ سره له کابل بهر ته وړل شوې، اوس په متحده عربي اماراتو کې د فرانسې د سفیر په کور کې ساتل کېږي. دا ښارو جوجي نومېږي. یوه افغانه ماشومه نجلۍ چې د تخلیې د بهیر پر مهال له کابله له خپلې کورنۍ سره د یوې الوتکې په وسیله وتلې دا ښارو یې هم له ځانه سره وړې ده. تر یوې لنډې دمې ورسته د نوموړې ټوله کورنۍ فرانسې ته وړل شوې خو چارواکو د روغتیايي ستونزو له امله د ښارو د وړلو اجاره ورنه کړه او جوجي اماراتو کې پاتې شوه. د فرانسې سفیر ښارو له ځانه سره خپل کورته یوړه خو دغې افغان ماشومې... Читать дальше...
د هند تر انتظام لاندې کشمیر کې د واورې په زرګونو ګټان دي. خو د ماحولیاتي چارو پوهان وايي چې د اقلیم بدلون او ابادۍ سره هلته په تېزۍ سره ګلېشېرې په ویلې کېدو دي.د واورې دغه ګټان د ډېرو خلکو لپاره د اوبو لویه وسیله ده. د واورې ګټانو په ویلې کېدو سره د ځايي خلکو کرهنه او د اوبو رسد اغیزمن شوی دی. تفصیل په دې ویډیويي رپورټ کې. وېډیو: ایسوشي ایټډ پریس
د امریکا متحده ایالات وايي، د امریکایي هیئت او د طالبانو د استازو ترمنځ خبرې پر امنیتي مسایلو، د ترورېزم په وړاندې پر مبارزه او د افغانستان په اړه پر نورو کلیدي مسایلو راڅرخېدې. دواړو لورو د شنبې او یکشنبې په ورځو د قطر په پلازمېنه دوحه کې خبرې سره وکړې. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس پرون ناوخته په یوه بیانیه کې وویل چې د امریکايي هیئت خبرې له افغانستانه د امریکا او نورو هېوادونو د وګړو او د هغوی د افغان شریکانو د خوندي وتلو پر موضوع متمرکزې وې. د ده په خبره، په دغو بحثونو کې... Читать дальше...
د امریکا متحده ایالاتو او بریتانیا په افغانستان کې خپلو وګړو ته خبرداری ورکړ چې په کابل کې له هوټلونو ځانونه لیرې وساتي. دوی په ځانګړي ډول د سرینا هوټل یادونه کړې چې تر ډېرهیې مېلمانه بهرنیان وي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نن سهار په یوه اعلامیه کې ویلي: "هغه امریکايي وګړي چې په سرینا هوټل کې دننه یا ورته نږدې اوسي، باید د امنیتي ګواښونو له کبله ژر تر ژره له هغه ځایه ووځي." بلخوا د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت هم نن خپلو وګړو ته سپارښتنه کړې چې د امنیتي خطرونو د زیاتېدو له کبله، په ځانګړي ډول د کابل په هوټلونو کې له استوګنې ډډه وکړي.
د فساد او ناسمې ادارې پر ضد تر میاشتو مظاهرو وروسته بالاخره پرون عراقیانو له وخت مخکې پارلماني ټاکنو کې ګډون وکړ. که څه هم د خلکو ګډون ټېټ ښودل شوی، خو ګڼ رأی ورکوونکو ویلي چې د شرایطو د بدلېدو په هیلهیې خپله رایه کارولې ده. تر ماښامه د رأی اچونې مرکزونه تړل شوي و. ګڼو فعالانو او مخالفینو دا ټاکنې بایکاټ کړې وې. ګڼو هغو چې رایې نهدي ورکړي په دې نظر دي چې د چارواکو لهخوا د اصلاحاتو ژمنې یوازې خبرې دي عملي بڼه نهخپلوي. هغو چې رایه ورکړې د شرایطو د بدلېدو تمه لري. د عراق په شمال... Читать дальше...
د شمالي کوریا رهبر کېم جونګ اون وايي، د خپل هېواد له چارواکو غواړي چې د خپلو وګړو د ژوند شرایطو د ښه کولو اقدام وکړي. دا غوښتنه داسې مهال کېږي چې ده په شمالي کوریا کې اقتصادي وضعیت ناوړه بللی دی. دولتي خبري اژانس لیکلي، کېم جونګ اون دا څرګندونې پرون د کوریا د کارګرانو ګوند د تاًسیس د ۷۶مې کلیزې په مناسبت وکړې. د شمالي کوریا اقتصاد په تېرو څو کلونو کې د دغه هېواد د اټمي وسلو د پروګرام له کبله د لوېدېځ د بندیزونو په نتیجه کې سخت ځپل شوی دی.
د ګرجستان د پخواني ولسمشر میخایل ساکاشویلي معالج ډاکتر وايي، دی په روغتون کې درملنې ته اړتیا لري. د ده ډاکټر په هغه ټلوېزیوني مرکه کې چې پرون خپره شوه ویلي، د پخواني ولسمشر صحي وضعیت په خرابېدو دی. میخایل ساکاشویلي د اکټوبر په لومړۍ نېټه تر نیول کېدو وروسته د نهخوړلو اعتصاب پیل کړ. دی تر اته کلن غیابت وروسته د محلي ټاکنو په درشل کې ګرجستان ته ستون شو. دی چې په ۲۰۱۸م کال په غیاب کې محکوم شوی و، په وروستیو کلونو کې په اوکراین کې ژوند کاوه. ده تېره میلادي میاشت د زنداني کېدو له خطر سره سره... Читать дальше...
یونېسف یا د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یو وار بیا خبرداری ورکړی چې د افغانستان روغتیايي سیستم د لهمنځه تلو په حال کې دی. د یونېسف اجرایي مرستیال عمر عبدي په یوه ټلوېزیوني مرکه کې چې تازه له الجزیرې خپره شوې ویلي چې د افغانستان د روغتیايي سیستم سقوط څو اوونۍ نه، بلکې وضعه دومره خرابه ده چې ښايي په څو ورځو کې لهمنځه ولاړ شي او یو بشري ناورین رامنځته کړي. عبدي تازه د کابل له سفره ستون شوی او دا مرکهیې کړې ده. هغه زیاته کړې چې د ژمي رارسېدو او د روغتیايي وسایلو او تجهیزاتو کمښت... Читать дальше...
لسګونه فعالانو په افغانستان کې د نجونو په مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستلو کمپاین پیل کړی دی. د دغه کمپاین اکثر ګډونوال د قلم لار ټولنې لهخوا تنظیم شوي دي. د قلم لار مسؤل مطیعالله ویسا په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "له کندهاره مو کمپاین پیل کړی چې پهکې سپین ږیري، قومي مشران او خلک په دې شعار راوتلي چې د نجونو په مخ ښوونځي او پوهنتونونه پرانیستل شي. دا چې تعلیم په ښځه او نر فرض دی، نو باید خویندو ته دا اساسي او بشري حق ورکړل شي." په خواله رسنیو له ټول افغانستان او نړۍ لسګونه فعالان... Читать дальше...