د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وايي، د طالبانو حکومت تراوسه پورې د تهران په غونډه کې د ګډون په اړه پرېکړه نه ده کړې. ټاکل شوې ده چې راتلونکې اوونۍ د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډون په تهران کې د افغانستان په اړه غونډه جوړه شي. د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر خیرالله خیرخواه وویل، لا وخت شته چې په دې غونډه کې د ګډون په اړه پرېکړه وشي. د تهران د غونډې د بحث موضوع په افغانستان کې پراخ بنسټه حکومت، سوله او ثبات بلل شوی دی. تردې مخکې د چهارشنبې... Читать дальше...
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي پرون پنجشنبه (د تلې ۲۹مه) وویل، پاکستان به افغانستان ته له بشري بحران سره د مبارزې لپاره د ۵ میلیارډ روپیو په ارزښت مرسته ورکړي. قریشي د کابل له سفره وروسته خبریالانو سره په خبرو کې وویل: "د افغانستان حکومت تاییدوي او مننه کوي چې پاکستان په سختو شرایطو کې له افغانستان سره مرسته کړې او څو لسیزې یې افغانانو ته پناه ورکړې ده." ده په عین حال کې وویل چې اوس انتقالي حالت دی، ستونزې شته او افغانان به پرې برلاسه شي. د طالبانو ویاند او د اطلاعاتو او کلتور... Читать дальше...
د پناه غوښتونکو یوه ملاتړې موسسه وايي، د سږکال په اګسټ میاشت کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د اروپايي اتحادیې غړیو هېوادونو ته د پناه غوښتونکو شمېر ۴۰ سلنه ډېر شوی دی. د پناه غوښتونکو د ملاتړ د اروپايي موسسې رييسه نینا ګریګوري وايي، د تېرکال د ورته مودې پرتله اروپا ته د کډوالو د شمېر په زیاتېدو کې د نورو عواملو ترڅنګ د افغانستان وضعیت لوی رول لرلی دی. د دې په وینا د سږکال په اګسټ کې د اروپايي اتحادیې په هېوادونو کې د پناه ۵۶ زره غوښتنلیکونه ثبت شوي چې د هغو په منځ کې ۱۰ زره یوازې د افغانانو دي. Читать дальше...
د ناټو سرمنشي وايي، افغانستان به نن جمعه (د تلې ۳۰مه) د دې تړون د دفاع وزیرانو د غونډې په اجنډا کې شامل وي. ینس سټولټنبرګ پرون وویل، ناټو به د دې لپاره چې افغانستان د ترهګرو پر خوندي ځاله بدل نه شي، د طالبانو پر وړاندې له ډپلوماټیکو او سیاسي فشارونو کار واخلي. د ناټو د دفاع وزیرانو دوه ورځنۍ غونډه، پرون په بروکسل کې پیل شوه او نن هم دوام کوي. د دې تړون سرمنشي ښاغلي سټولټنبرګ د ناټو د غونډې په څنګ کې وویل: "موږ به طالبان د ترورېزم، بشري حقونو او له کابله د خلکو د ایستلو لپاره د لارې د ورکولو... Читать дальше...
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو پرون پنجشنبه (د تلې ۲۹مه) د ایران او متحده عربي امارات له بهرنیو چارو وزیرانو سره د افغانستان په اړه خبرې وکړې. د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت له خبرپاڼې سره سم، په دې ټېلیفوني خبرو کې ښاغلي اوغلو له خپل ایراني ساري حسین عبداللهیان سره د افغانستان او سوریې په اړه خبرې وکړې. د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د متحده عربي اماراتو له بهرنیو چارو وزیر عبدالله بن زاید النهیان سره پر دوه اړخیزو مسالو او افغانستان د نظر تبادله وکړه. ترکیې د کابل د نړیوال هوايي... Читать дальше...
پنټاګون یا د امریکا دفاع وزارت وايي، له افغانستانه د امریکا پوځي اډو ته د راوستل شوېو افغانانو کابو نیمايي ماشومان دي. د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د راپور له مخې، د دفاع وزیر لوېډ اسټن د لیک پر اساس، له افغانستانه نژدې ۵۳ زره تنه ایستل شوي او د متحدو ایالاتونو په بېلابېلو پوځي اډو کې دېره کړای شوي دي. د امریکا دفاع وزیر لوېډ اسټن د کانګرس د اوکلاهما د جمهوریپال ګوند د غړي سناتور جېم اینهوف پوښتنې ته په ځواب کې لیکلي چې د دغو افغانانو نژدې نیمايي ماشومان دي.
په روسیه کې د کرونا ویروس له کبله په بې ساري ډول د مړینو د شمېر له زیاتېدو سره په یو وخت د دغه هېواد یوه روغتیايي چارواکي پرون پنجشنبه (د تلې ۲۹مه) د کرونا د یوې نوې بڼې د پېژندل کېدو خبر ورکړ چې تر ډېلتا بڼې هم ژر خپرېږي. د روسي رسنیو د راپور له مخې، د روسیې د عامې روغتیا یوه جګپوړي متخصص کامل حافظ اوف وویل، احتمال شته د دې نوې بڼې کرونا د خپرېدو سرعت خورا زیات وي. د ده په وینا، د کرونا دا نوې بڼه په دې وېروس د اخته کېدونکو کسانو شمېر د پام وړ زیاتولی شي او دا احتمال شته چې د ډیلټا ځای ونیسي. Читать дальше...
طالبانو په کابل ښار کې په نشو د روږدو کسانو نيولو لپاره چاپې وهل زيات کړي دي. دا نشه يان د دوی د درملنې لپاره جوړ روغتيايې مرکز ته د ۴۵ ورځو علاج لپاره وړل کېږي خو دا مرکز د پیسو د نشتوالي له وجې ځينې اسانتياوې نه لري. پوهان وايي چې په افغانستان کې څه باندې ۳۵ لکه کسان بېلا بېلې نشې کوي چې له څلور تر شپږ فیصده پورې يې پرې روږدې دي. پر دې اړه د اې اېف پي خبري اژانس راپور اسرار عالم مومند پښتو کړی دی.
قطر ته د ۵۷ افغان پناه غوښتونکو د لېږد دوهمه لړۍ بشپړه شوه. د روېټرز خبري اژانس په حواله، د فوټبال نړیوال فدراسیون فیفا ویلي چې دې ډله کې اکثراً د فوټبال او باسکټبال ښځینه ورزش کوونکې او نجونې شاملې دي. فیفا تېره اوونۍ وويل، له افغانستان نه د ۱۰۰ کسانو د لېږد په اړه له قطر هېواد سره ګډ کار کړی. له کله راهیسې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، ډېر شمېر ورزش کوونکو، خبریالانو، مدني فعالانو او سیاستوالو افغانستان پرېښود او بهر ته کډوال شول.
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وايي، غواړي ډاډ ترلاسه کړي چې افغانستان کې د تېرو کلونو لاسته راوړنې لهمنځه نهځي. ښاغلي سټولټنبرګ دا څرګندونې نن پنجشنبه په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو د دوه ورځنۍ غونډې له پیل مخکې وکړې. ده زیاته کړه، غواړي ډاډ ترلاسه کړي چې طالبان د ترورېزم سره د مبارزې، د بشري حقونو د ساتنې او بهر ته د تلونکو افغانانو د خوندي لېږد په برخه کې ژمن پاته شي. د ښاغلي سټولټنبرګ په خبره د نن او سبا په غونډه کې به د ناټو دفاع وزیران د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو پر امنیت خبرې وکړي.
په پلازمېنه کابل کې یو شمېر مېرمنو د 'کار، تعلیم او ډوډۍ' تر شعار لاندې لاریون وکړ. لسګونه دغو افغان مېرمنو چې نن د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د پوهنې وزارت او مالیې وزارت مخ ته د فقر او بېکارۍ ډېرېدو، د خامو موادو د بیې لوړېدو او د ښځو لهخوا د کار او زدهکړې حق باندې د طالبانو بندیز پر وړاندې لاریون وکړ او د طالبانو په مشرۍ يې له افغان دولته د کار غوښتنه وکړه. دوی دغهشان وویل چې باید د زدهکړو حق ورکړل شي. دغه لسګونه مېرمنې وايي ملت وږی شوی، کاروبارونه په ټپه درېدلي، خو طالبان لومړیتوبونه نهپېژني. Читать дальше...
دې سیاسي بحران په صوبه کې حکومتداري او نورې حکومتي چارې اغېزمنې کړې دي. د صوبې د خزانې، خوراک، واسا او خیرښېګړې وزيران مستعفي شوي دي چې له کبله يې په دې څانګو کې تر ډېره حده کارونه درېدلي دي.
د پاکستان د تجارتي خونو د اتحاديې پخوانی مشر اينجينر دارو خان اڅکزی وايي چې په تيرو وختونو کې پاکستان افغانستان ته د شاوخوا درې اربه ډالرو صادرات يا برامدات کول خو له تيرو څو مياشتو راهيسې دا صادرات د اربونو پر ځای مليونونو ډالرو ته راټيټ شوي دي.
یاده مرسته چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنری لخوا ورکول کیږي، په نورو پړاونو کې به د پاتو کورنیو سروې هم ترسره شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي کابل ته تللی دی او هلتهيې د طالبانو له مشرانو سره لیدلي دي. پر افغانستان د طالبانو له بشپړې ولکې وروسته دا د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قریشي لومړنی یو ناڅاپي سفر دی. ښاغلی قریشي د قطر د بهرنیو چارو د وزیر شېخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني او د ازبکستان د بهرنیو چارو د وزیر عبدالعزیز کاملوف له سفرونو وروسته کابل ته سفر کوي. خو د طالبانو حکومت لا د نړۍ هېڅ حکومت ان پاکستان چې د طالبانو نږدې ملګری بلل کېږي په رسمیت نهدی پېژندلی. په کابل... Читать дальше...
د اروپا د اتلانو لېګ د تېرې شپې په لوبه کې بارسلونا لوبډلې دنیاموکیف لوبډلې ته ماتې ورکړه. بارسلونا لوبډلې دا لوبه یو د صفر پر وړاندې وګټله. له دوه پرلپسې ماتو وروسته دا په اتلانو لېګ کې د بارسلونا لومړنۍ بریا وه، د دې لوبې یوازینی ګول پیک د لوبې په ۳۶مې دقیقې کې وواهه چې له دې بریا سره بارسلونا لوبډله د ګروپ په درجه بندۍ کې له وروستي مقام څخه درېیم مقام ته راپورته شوه.
افغان کرکټ بورډ وايي، ملي لوبډله له پوره چمتوالي او لوړ مرام سره په نړیوال جام کې ګډون کوي. د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک ازادي راډيو ته وویل چې د وېسټ انډیز پر وړاندې د تېرې شپې بریا د افغان لوبغاړو مورال لوړ کړی او هیله شته چې د نړیوال جام په رسمي لوبو کې به ښې لاس ته راوړنې ولري. د کرکټ ملي لوبډلې تېره شپه په خپله دویمه تمریني لوبه کې د ويسټ اندیز لوبډلې ته په ۵۶ منډو ماتې ورکړه. د لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه. افغان لوبډلې د محمد شهزاد او حضرت الله ځاځي د... Читать дальше...
د پلازمېنې کابل په ګډون په ډېری ولایتونو کې لا هم له شپږم ټولګي پورته د ښځینه زده کوونکو پرمخ د ښوونځیو دروازې تړلي دي. یو شمېر افغان زده کوونکې وایي، ښوونځیو ته نه تګ سخت خواشینې کړي او د یو ناڅرګند برخلیک له امله اندېښمنې دي. د دغو زده کوونکو کورنۍ بیا له طالبانو غواړي چې ژر تر ژره دې د ټولو ښځینه زده کوونکو پرمخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي. شبنم د کندهار ولایت اوسېدونکې او د لسم ټولګي زده کوونکې ده، نوموړې اوس خپل هغه درسونه چې مخکې به یې ښوونځي کې ویل، په کور کې وایي. شبنم ازادي راډیو سره... Читать дальше...
پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ نن (اکتوبر ۲۱) کابل ته رسېدلی دی. د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي دي چې نوموړی به په دې یوه ورځني سفر کې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي او د عبوري حکومت له مشرتابه سره ویني. په دې ملاقاتانو کې به په دوه اړخیزه اړیکو او په بیلا بیلو میدانونو کې د همکارۍ ډېرولو لپاره په لارو چارو خبرې کېږي. بیان زیاتوي چې پاکستان د دواړو هېوادونو ترمینځ پولې د کوویډ-۱۹ تر لارښوونو لاندې د سوداګرۍ او خلکو د تګ راتګ لپاره... Читать дальше...
افغان سوداګر وايي، دا چې د تورخم لاره بنده شوې نو له پاکستانه د صادراتو او ورادتو لپاره باید د سپین بولدک لار پرانیستل شي. د دې سوداګرو په وینا، لس ورځې کېږي، په سوداګریزو توکو بار موټر یې په تورخم بندر کې ولاړ دي او پاکستان ته د دننه کېدلو اجازه نه ورکول کېږي. افغان سوداګر شکایت کوي چې د بندرونو بندېدلو دوی له سختو ستونزو سره مخ کړي دي، خو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس توکل احمدیار وايي، تېره ورځ د افغان سوداګرو د مېوو او سبزیو موټرو ته اجازه ورکړل شوه چې د پاکستان خاورې ته دننه شي. Читать дальше...
د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ترمپ د حقیقت په نامه ځان ته یوه ټولنیزه رسنۍ جوړوي. د ټرمپ د ټکنالوژي او رسنیو برخې مسئولانو د اکتوبر په ۲۰مه نېټه وویل چې دا ټولنیزه رسنۍ به په راتلونکي کې د ټویټر او فیسبوک په څېر یوه له لویو رسنیو څخه وي. ټرمپ ویلي چې دا ورته د منلو نه ده کله چې طالبان په ټویټر کې پراخ حضور لري، خو په خبره یې د امریکا د خلکو د خوښې ولسمشر خاموش کړل شوی. د جنوري په شپږمه نېټه د کانګرس پر ودانۍ د ټرمپ د پلویانو له حملې وروسته د فیسبوک او ټویټر پر ټولنیزو رسنیو د ټرمپ اکاونټونه بند کړل شول. Читать дальше...
د لارې له بندېدو څخه نه یوازې د دواړو ګاونډي هېوادونو په زرګونه وګړي اغېزمن شوي بلکې د افغان ټرانزیټي سوداګرۍ په ګډون نور تجارت هم له تېرو ۱۷ ورځو راهیسي بند پاته دي.
نن یو شمېر ښځو په کابل ښار کې اعتراض وکړ، دغو ښځو د کار، ډوډۍ او زده کړو شعارونه ورکول. د اماج خبري اژانس په حواله چې دا ښځې د طالبانو د امر بل معروف او نهی عنی المنکر وزارت مخې ته راټولې وې او د خپل بد اقتصادي وضعیت او کار ته د هغوی د نه پرېښودو په خاطر یې اعتراض وکړ. اماج ویلي چې طالبانو د دغه اعتراض مخه ونیوله او یو شمېر خبریالان یې هم ووهل. طالبانو تردې دمه په دې اړه تبصره نه ده کړې. د اګسټ په پنځلسمه کله چې طالبان پر کابل واکمن شوي، ډېر شمېر ښځو ته د کار او زده کړې اجازه نه ده ورکول... Читать дальше...
د بښنې نړیوال سازمان له نړیوالې ټولنې غوښتي چې افغانستان کې د هغو افغانانو د ژوندي ژغورولو لپاره بېړني ګامونه پورته کړي چې ژوند يې د مرګ له ګواښ سره مخ دی. دغه سازمان وايي، نړۍ باید په دې سخته شېبه کې افغانستان یوازې پرېنه ږدي. د دغه سازمان په خبرپاڼه کې راغلي: "په داسې حال کې چې افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت مخ په خرابېدو دی، ټول هېوادونه باید له افغانستانه د ښځینه فعالانو، د بشري حقونو د مدافعینو، خبریالانو او د توکمیزو او مذهبي اقلیتونو د وتلو لپاره سمدستي اقدامات وکړي. دوی باید نوي راتلوونکو... Читать дальше...
د کرنې وزارت د کرنیزو ځمکو د تخریب د مخنیوي په خاطر د مثمرو باغونو د جوړولو په لټه کې دی. نن په دې اړه جوړه شوې ناسته کې د سولې لپاره د نباتاتو یا PFP نړیوالې موسسې خپله طرحه د کرنې وزارت رهبري ته وړاندې کړه چې د وزارت د رهبرۍ له هرکلي سره مخ شوه. د وزارت مسولان وايي، یاد طرحه ارزوي او که تخنیکي ستونزې و نه لري، تطبیق به یې کړي. د سولې لپاره د نباتاتو موسسه یو غیر حکومتي اداره ده چې د ځمکې د تخریب د مخنیوي د مالي صندوق له لارې فعالیت کوي. د کرنې وزارت د مسولانو په وینا، یاده موسسه غواړي چې... Читать дальше...