Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د بښنې نړیوال سازمان: ټول هېوادونه دې د مرګ له ګواښ سره مخ افغانان وباسي

د بښنې نړیوال سازمان له نړیوالې ټولنې غوښتي چې افغانستان کې د هغو افغانانو د ژوندي ژغورولو لپاره بېړني ګامونه پورته کړي چې ژوند يې د مرګ له ګواښ سره مخ دی.


دغه سازمان وايي، نړۍ باید په دې سخته شېبه کې افغانستان یوازې پرېنه ږدي.


د دغه سازمان په خبرپاڼه کې راغلي: "په داسې حال کې چې افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت مخ په خرابېدو دی، ټول هېوادونه باید له افغانستانه د ښځینه فعالانو، د بشري حقونو د مدافعینو، خبریالانو او د توکمیزو او مذهبي اقلیتونو د وتلو لپاره سمدستي اقدامات وکړي. دوی باید نوي راتلوونکو او هغو افغانانو ته نړیوال خوندیتوب وړاندې کړي چې خپلو سیمو کې دي او د نړیوالې ټولنې ملاتړ کوي، څو د هغو افغانانو حقوق تضمین کړي چې بهر ته سفر کوي."




په اعلامیه کې راغلي چې پر افغانستان د طالبانو له ولکې ټینګولو وروسته د سفر د قانوني اسنادو اخیستل سخت شوي دي، ځکه خو ډېر افغانان غیر قانوني سفرونو ته زړه ښه کوي چې په لارو کې له سختو کړاوونو سره مخ کېږي.


دغه سازمان ویلي، د افغانستان ګاونډیانو د افغانانو پر مخ پولې تړلي او یوازې هغه کسان پریږدي چې د سفر اړین اسناد لري چې دې  کار له غیرقانوني لارې د افغانانو وتل ستونزمن کړي دي.


د بښنې نړیوال سازمان پر دولتونو غږ کړی چې له سختې بېروکراسۍ پرته دې پریږدي چې افغانان بهر ته لاړ شي او هغو ته دې چې ډېر زیانمنېدونکي دي، پر بشري اساس ویزې ورکړي.


خو طالبان وايي، په افغانستان وضعیت تردې کچې خراب نه دی تر کومې چې يې په اړه تبلیغات کېږي.


د طالبانو یوه ویاند بلال کریمي ازادي راډيو ته وویل، نړیوال بنسټونه د دې پرځای چې د ناهیلۍ خبرونه خپاره کړي باید له افغانانو سره بشري مرستې وکړي.


دی زیاتوي: "هېواد وضعیت دومره خراب او وخیم هم نه دی لکه څومره چې يې په اړه نړیوال سازمانونه راپورونه ورکوي، دا سازمانونه د دې پرځای چې ناهیلي کوونکي راپورونه خپروي باید له افغانانو سره بشري مرستې وکړي او زموږ هغه پانګه چې په نړیوال بانک او نورې نړۍ سره کنګل ده باید راخوشې يې کړي، څو د افغانانو په اقتصاد کې بهبود راشي او له دې پیسو د افغانستان په بیارغونه کې ګټه واخیستل شي."




نوموړي یو وار بیا ډاډ ورکړ چې طالبانو ټولو هغه کسانو ته چې په تېر کې يې د دوی پر وړاندې فعالیتونه کول عمومي عفوه اعلان کړې ده او د هېچا ژوند ته ګواښ نشته.


خو له کله چې طالبان بیا واک ته رسیدلي، یو زیات شمېر افغانان چې ویره لري طالبان به ترې غچ واخلي، تر اوسه نه دي توانیدلي چې له هېواده ووځي.


د امریکا متحده ایالاتو د اګسټ میاشتې له نیمايي څخه تر اوسه له ۱۲۴ زرو څخه زیات کسان له افغانستان ایستلي دي، خو لا هم د خبریالانو په ګډون په سلګونه تنه نور چې په شرایطو برابر دي په دغه هېواد کې بند پاتې دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus