Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

کابل کې د ښځو اعتراضیه لاریون؛ طالبانو 'لاريون کوونکي او خبريالان' وهلي ډبولي

په پلازمېنه کابل کې یو شمېر مېرمنو د 'کار، تعلیم او ډوډۍ' تر شعار لاندې لاریون وکړ. 


لسګونه دغو افغان مېرمنو چې نن د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د پوهنې وزارت او مالیې وزارت مخ ته د فقر او بې‌کارۍ ډېرېدو، د خامو موادو د بیې لوړېدو او د ښځو له‌خوا د کار او زده‌کړې حق باندې د طالبانو بندیز پر وړاندې لاریون وکړ او د طالبانو په مشرۍ يې له افغان دولته د کار غوښتنه وکړه.


دوی دغه‌شان وویل چې باید د زده‌کړو حق ورکړل شي.


دغه لسګونه مېرمنې وايي ملت وږی شوی، کاروبارونه په ټپه درېدلي، خو طالبان لومړیتوبونه نه‌پېژني.


زهرا محمدي یوه مدني فعاله او یوه لاریون کوونکې ازادي راډیو ته وویل: "موږ چوپ نه‌کېنو تر هغه چې غږ مو وانه‌ورېدل شي، د ګمرک وضعيت وګورئ، د خوړو او سونګ توکو بیې خپل اوج ته رسېدلي، د ژمي یخني نږدې ده او ډېری خلک په خپلو کورونو کې د سونګ لرګي او یوه ګوله ډوډۍ نه‌لري. ډېرو خلکو پرېکړه کړې چې کډوال شي او وتښتي یا خپل ماشومان وپلوري تر څو یوه ګوله ډوډۍ شي ورته."


دغه مېرمنې وايي طالبانو هڅه وکړه چې د خنډونو په جوړولو سره د هغوی د لاریون مخه ونیسي. دغه‌شان يې د دوی ځینې ملګرې ووهلې.


دیبا فرهمند یوه بل لاریون کوونکې ده.


نوموړې ازادي راډیو ته وویل چې طالبانو ځینې خبریالانې چې د لاریون د پوښښ لپاره راغلې وې ووهلې او د فلم اخیستو مخه‌یې نیولې، خو دا روښانه نه‌ده چې دغه خبریالانې د کومو رسنیو استازې وې.


ديبا وايي: "نن موږ یو لاریون درلود، موږ د پوهنې له وزارت څخه پیل وکړ او د اقتصاد وزارت لوري ته لاړو چې له بده مرغه په دې برخه کې طالبانو زموږ مخه ونیوله او لاره‌یې بنده کړه. طالبانو زموږ د رسنیو همکاران ووهل او موږ ته‌یې اجازه رانه‌کړه چې د اقتصاد وزارت لوري ته ولاړ شو، نو موږ مجبور شوو چې د مالیې وزارت لورو ته لاړ شو."




له دې وړاندې هم د اعتراض کوونکو او خبریالانو سره د دغې ډلې د وسله‌والو له لوري د فزیکي چلند په اړه هم راپورونه خپاره شوي وه.


هڅه مو وکړه د ښځو د دغه ننني لاریون په اړه د طالبانو نظر ولرو، خو زموږ د د دوامدارو پيغامونو سره سره هم د طالبانو په مشرۍ د حکومت د رسنیز ټیم غړو د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ونه‌وایه.


خو له دې وړاندې طالبانو ویلي و چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د خلاصون لپاره پر یو طرزالعمل کار کوي چې تر دوو راتلونکو میاشتو به پلی شي.


دوی دغه‌شان ویلي و چې لاریونونه او اعتراضونه باید د دوی د قواعدو په چوکاټ کې ترسره شي.


په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د ۷۶مې عمومي اسامبلې مشر عبدالله شاهد پر نړیوالو غږ کړی چې د افغانستان د بشري ستونزو له هواري سره دې مرسته وکړي.


ښاغلي شاهد پرون چهارشنبې د روسیې تاس خبري اژانس ته وویل چې په افغانستان کې بشري وضعیت ډېر خطرناک دی او د دې هېواد وګړي د ټولې نړۍ مرستو ته اړتیا لري.


هغه ټینګار وکړ چې د مرستو په برخه کې لومړیتوب باید ښځو او ماشومانو ته ورکړل شي.


له دې وړاندې ملګرو ملتونو په یو راپور کې اندېښنه ښودلې وه چې په افغانستان کې ۱۸ ملیونه انسانان لومړنیو خوراکي توکو ته لاسرسی نه‌لري او تر ۲۰۲۲ میلادي کاله به ۹۷ سلنه افغانان د بې‌وزلۍ ټیټې کچې ته ورسېږي.


دغه‌شان د نړیوال بانک په خپور شوي راپور کې بیا افغانستان وار له مخه د نړۍ شپږم بې‌وزله هېواد بلل شوی دی.


له څه باندې دوو میاشتو راهیسې چې طالبان واک ته رسېدلي، افغانستان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی.


په بهر کې د افغانستان د اسعارو د میلیاردونو ډالرو زېرمې کنګل دي او نړیوالې ټولنې هم تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus