نیویارک میشتې د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې د حکومتونو په ګډون د ملګرو ملتونو له ادارو غوښتي چې له خطر سره مخامخ افغانانو ملاتړ دې زیات کړي چې غواړي له افغانستانه ووځي یا وتلي دي او اوس د افغانستان په ګاونډي هېوادونو کې دي. د بشري حقونو د څار ادارې په دې پالیسي پاڼه کې راغلي: "په دغو کې هغه کورنۍ شاملې دي چې له خپلوانو سره د یو ځای کېدو او په افغانستان کې د دوی د کار په خاطر ځانګړي ویزې لري." له هغه راهیسې چې طالبانو په اګسټ میاشت کې په افغانستان کې خپل واک اعلان کړ، د بشري حقونو، ښځو د... Читать дальше...
متحده ایالاتونو او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا څو اروپايي غړو هېوادونو د شمالي کوریا وروستۍ راکټي ازموینې غندلي او ویلي یې دي، دا اقدام ښیي چې پر دغه هېواد د بندیزونو زیاتوالي ته بېړنۍ اړتیا ده. په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیره لینډا توماس پرون له شمالي کوریا وغوښتل چې خپل غیر مسئولانه پاروونکي اقدامات دې ودروي. په همدې حال کې ایرلنډ، فرانسې او استونیا هم له شمالي کوریا غوښتي چې د اټمي پروګرام په ګډون دې د بالسټیک توغندیو له پروګرامه لاس واخلي او خپل بې ثباته کوونکي اقدامات دې ودروي. دا... Читать дальше...
روسیې دا غږ د اکتوبر پر ۲۰مه نېټه د افغانستان لپاره د مسکو په غونډه کې وکړ چې د پاکستان، چین، ایران، هند او د منځنۍ اسیا د هېوادونو استازیو د طالبانو له چارواکو سره برخه واخیسته.
د تاجکستان د شمال غربي برخې په یغناب دره کې د خلکو ژوند خورا ساده او اسان دی. دوی زیاتره په مالدارۍ او کروندګرۍ ژوند تېروي او پکې خوشاله دي. البته د سیمې اوسېدونکي بنیادي سهولتونو محروم دي او د کورونا وایرس جهاني وبا پرمهال د سېلانیانو په ورتګ بندیز هم ورته مالي تاوان رسولی دی. په دې هکله د مشال رېډیو د خبر مرکزي څانګې ویډیويي رپورټ.
پاکستان مسلم ليګ (ن) د ګرانې پرضد په ټول ملک کې د احتجاجي تحريک اعلان کړی دی. ياد ګوند خپل لومړی احتجاج د اکتوبر پر ۲۰مه په راولپنډې کې وکړو. د اپوزيشن نېږدې تولو ګوندونو په ملک کې د رواني ګرانې پرضد احتجاجونه پیل کړې دي. خو د پاکستان تحريک انصاف حکومت د ګرانې لامل د پخوانيو حکومتونو ناسمې پاليسې بولي. نور حال په ویډیويي راپور کې.
د امریکا د خوړو او درملو د تنظیم ادارې FDA د کووېډ- ۱۹ ناروغۍ پر وړاندې د موډرنا او جانسن اېنډ جانسن واکسینونو تقویتي ډوز ته هم اجازه ورکړه او ویې ویل چې خلک به د واکسینونو تقویتي ډوز په خپل انتخاب کوي. د دغې ادارې د چهارشنبې د ورځې د پرېکړې له مخې په میلیونونو امریکایانو ته لاره پرانېستل کېږي چې د کرونا ویروس ضد تقویتي ډوز ترلاسه کړي. له دې مخکې دغې ادارې یوازې د فایزر- بایونټیک واکسین تقویتي ډوز ته اجازه ورکړې چې د دوو ډوزو له بشپړېدو وروسته په شپږو میاشتو کې د تطبیق وړ دی، هغه هم له ۶۵ کلونو... Читать дальше...
د ملګرو ملتونو د ۷۶ عمومي اسامبلۍ مشر عبدالله شهید پر نړیوالو غږ وکړ چې د افغانستان د بشري ستونزو له هواري سره دې مرسته وکړي. ښاغلي شهید پرون چهارشنبه (د تلې ۲۸مه) د روسیې تاس خبري اژانس ته وویل چې په افغانستان کې بشري وضعیت ډېر خطرناک دی او د دې هېواد وګړي د ټولې نړۍ مرستو ته اړتیا لري. هغه ټېنګار وکړ چې د مرستو په برخه کې لومړیتوب باید ښځو او ماشومانو ته ورکړل شي. د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ مشر دغه راز وویل، دا مهمه ده چې افغانان پرېښودل شي چې خپله راتلونکې په خپله وټاکي. له څه باندې... Читать дальше...
د بښنې نړیوال سازمان امنیستي انټرنشنل وایي، تقریباً ناممکنه ده چې افغانان دې وکولای شي له خپل هېواده ووځي ځکه ګاونډیو هېوادونو پرې پولې تړلي دي. امنیسټي انټرنیشنل په یوه راپور کې چې نن یې خپور کړی ویلي چې د افغانستان ګاونډیانو د افغانانو پرمخ پولې تړلې او یوازې هغه کسان پریږدي چې د سفر اړین اسناد لري. د امنیسټي انټرنیشنل په وینا دې کار له غیرقانوني لارې د افغانانو وتل ستونزمن کړي دي. د جرمني ډي پي اې خبري اژانس د راپور سره سم امنیسټي انټرنیشنل پر دولتونو غږ کړی چې له سختې بېروکراسۍ پرته دې... Читать дальше...
د کرکټ افغان لوبغاړي اوس د نړیوال شل اووره جام سیالیو ته په سختو تمرینونو بوخت دي. ټاکل شوې ده چې د افغانستان لومړنۍ رسمي مسابقه به د دوشنبې په ورځ وي. افغانستان لومړنۍ تمریني سیالي پر جنوبي افریقا وبایلله. د افغانستان ټیم مخکې تر دې چې متحده عربي اماراتو ته لاړ شي په قطر کې تمریني کمپ درلود. دلته د ټیم د تمرینونو جریان ووینئ:
طالبانو د فراه ولايت په مرکز کې د معتادينو راټولولو په لړ کې ۵۰۰ معتادین راټول او د دې ولايت زندان ته ولېږل. په داسې حال کې چې د فراه ولايت د معتادينو د درملنې ډېری مرکزونه د درملو او خوراکي موادو له جدي کموالي سره مخ دي، سوداګرو د خپلو مالي مرستو له لارې ۵۰۰ معتادينو ته د درملنې او خوړو امکانات برابر کړي دي. د فراه ولايت د سوداګرو د ټولنې استازي حاجي عبدالقدير ازادي راډيو ته وويل، دوی هڅه کوي چې په دې برخه کې خپلې مرستې ډېرې کړي او د نورو معتادينو لپاره هم د درملنې اسانتياوي برابرې کړي. عبدالقدیر زیاتوي... Читать дальше...
تر دوو مياشت ډېر وخت تېر شوی چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې يا UNODC خپل فعاليتونه په ټپه درولي، خو د دې ادارې مشرې په خپلو تازه خبرو کې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې افغانستان کې دې د نشه يي موادو موضوع جدي وګڼي. د دې ادارې مشرې مېرمن ګاډا وېلي، د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو سره د مبارزې کمېسيون په کلنۍ غونډه کې وويل، په افغانستان کې تر وروستيو بدلونونو وروسته ترهګرې او جرمي ډلې هڅه کوي چې د نشه يي موادو له لارې پيسې ترلاسه کړي. مېرمن وېلي وايي، په... Читать дальше...
روسیې له افغانستان سره د مرستو په خاطر د نړیوال کنفرانس غوښتنه وکړه. د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف پرون چهارشنبه (د تلې ۲۸مه نېټه) په مسکو کې د افغانستان لپاره د جوړې شوې غونډې ترڅنګ وویل: "د خبرو یو مهم ټکی دا دی چې د مسکو د دې غونډې ټول برخه وال له ملګرو ملتونو وغواړي چې یو نړیوال کنفرانس جوړ کړي چې د افغانستان لپاره له شخړو وروسته اجتماعي-اقتصادي مرستې چمتو کړي." کابلوف زیاته کړه، که نړیواله ټولنه له طالبانو د ابتدایي بشري حقونو او ټولشموله حکومت غوښتنه کوي، نو غونډه هم باید ورته جوړه کړي. Читать дальше...
د اروپا د پارلمان د غړیو له لوري هغه افغان مېرمنې وستایل شوې چې د سخاروف په نوم د فکر د ازادۍ د جایزې لپاره یې نومونه د غوره کسانو په لېست کې راغلي وو. د اروپایي پارلمان غړې هیدي هاوتالا پرون چهارشنبه (د تلې د میاشتې په ۲۸مه) په سټرازبورګ کې د دوه زره یو ویشتم کال لپاره د اروپایي ټولنې د کلنۍ جایزې د اعلان پرمهال وویل: "اروپایي پارلمان همدا راز د افغان مېرمنو یوه ډله وستایله چې ټوله اوونۍ په خپلو فعالیتونو دې سازمان ته ژمنې وې او پاملرنه یې جلب کړه، موږ د مېرمنو د یوې ډلې په اړه خبرې کوو، د شهزاد... Читать дальше...
ټاکل شوې ده چې نن پنجشنبه (د تلې میاشتې په ۲۹مه نېټه) په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو د غونډې ترڅنګ د داعش د ځپلو لپاره هم غونډه جوړه شي. د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ پرون چهارشنبه (د تلې میاشتې په ۲۸مه نېټه) په بروکسل کې خبري غونډې ته وویل: "راتلونکي ته په کتو، موږ باید له نړیوال ترورېزم سره د مبارزې په خاطر دې ته ادامه ورکړو چې له یوه بل سره دریږو او د وزیرانو د دې غونډې ترڅنګ به موږ د داعش د ماتې لپاره د نړیوال ایتلاف غونډه جوړه کړو." د ناټو عمومي منشي زیاته کړه چې د افغانستان په غونډه کې... Читать дальше...
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په دوبۍ کې پرون چهارشنبه (د تلې د میاشتې ۲۸مه نېټه) د شل اورونو نړیوال جام ته د تیاري لپاره ویسټ انډیز ته د شپږ پنځوس منډو په توپیر ماتې ورکړه. د کرکټ بورډ د رسنیو د برخې مسوول او ویاند فرید هوتک ازادي راډیو ته وویل: "د ویلو ده چې په دې لوبه کې ټولو لوبغاړو هم په توپ اچونه کې، هم په توپ وهنه کې او هم په ډګر ساتنه کې ښه لوبه وکړه، خصوصاً لوبډلمشر محمدنبي، شهزاد محمدي، حضرت الله ځاځي، رحمان اله ګربز او ورسره څنګ کې نورو لوبغاړو، نو انشاالله لوبډله ښه چمتوالی لري او په... Читать дальше...
لږ تر لږه پنځه پاکستاني سرتیري د دغه هېواد په شمال لویدیځ کې پرون چهارشنبه (د تلې په ۲۸مه نېټه) ووژل شول. د عبدالسمیع خان په نوم د پولیسو یوه افسر خبریالانو ته وویل چې دوه عسکر او یو شمېر پولیس هغه وخت ووژل شول چې په باجوړ کې د دوی پر موټر د سړک د غاړې بم وچاودېد. د پاکستان تحریک طالبان ډلې په یوه بیان کې د دې برید مسوولیت منلی دی. باجوړ چې له کونړ سره نژدې پروت دی د هغو وسله والو غښتلی مرکز دی چې له القاعده سره ارتباط لري. د پاکستان پوځ بیا په یوه بیان کې ویلي دي چې په همدې سیمه کې د پاکستان... Читать дальше...
د روسیې ولسمشر د کرونا وبا د مخنیوي لپاره د عمومي رخصتۍ اعلان وکړ. ولادمیر پوتین پرون چهارشنبه (د تلې ۲۸مه نېټه) په مسکو کې د کابینې انلاین غونډې ته وویل: "دا اوس ډېره مهمه ده چې د دې وبا هاغه د اوج مخه ونیول شي.د دې لپاره په اوسنیو شرایطو کې زه ستاسو د وړاندیزونو ملاتړ کوم چې د اکتوبر له دېرشمې د نوومبر تر اوومې نېټې عمومي رخصتي شي پرته له دې چې د مامورینو معاشونه وسوځي." د سې شنبې د ورځې د شمېرو له مخې په روسیه کې یو زر اته ویشت کسان کووېډ- نولس ناروغۍ ووژل چې دا د دې وبا له پیله تراوسه تر بل هر وخت د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې ډېر تلفات دي. Читать дальше...
د ناټو د دفاع وزیرانو غونډه به نن او سبا د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې ترسره شي. د امریکا د متحد ایالاتونو دفاع وزیر لوېډ اسټن د رومانیا له پلازمېنې بخارست څخه بروکسل ته رسیدلی دی او تمه ده چې نن به د ناټو له سرمنشي ینس سټولټنبرګ سره غونډه پرانېزي. سټولټنبرګ پرون چهارشنبه (د تلې په ۲۸مه نېټه) وویل چې د ناټو دې غونډه کې افغانستان د اجنډا یوه مهمه موضوع ده: "د افغانستان په اړه به خبرې وکړو، څو څرنګه ډاډه شو چې افغانستان د ترهګرو په پناه ځای نه بدلېږي. متحدان دا توان لري چې افغانستان کې د ترهګرو ګواښ له منځه یوسي. Читать дальше...