د ملګرو ملتونو د ۷۶ عمومي اسامبلۍ مشر عبدالله شهید پر نړیوالو غږ وکړ چې د افغانستان د بشري ستونزو له هواري سره دې مرسته وکړي.
ښاغلي شهید پرون چهارشنبه (د تلې ۲۸مه) د روسیې تاس خبري اژانس ته وویل چې په افغانستان کې بشري وضعیت ډېر خطرناک دی او د دې هېواد وګړي د ټولې نړۍ مرستو ته اړتیا لري.
هغه ټېنګار وکړ چې د مرستو په برخه کې لومړیتوب باید ښځو او ماشومانو ته ورکړل شي.
د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ مشر دغه راز وویل، دا مهمه ده چې افغانان پرېښودل شي چې خپله راتلونکې په خپله وټاکي.
له څه باندې دوو میاشتو راهیسې چې طالبان واک ته رسېدلی، افغانستان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی.
په بهر کې د افغانستان د اسعارو د میلیارډونو ډالرو زېرمې کنګل دي او نړیوالې ټولنې هم تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی.