د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ښاروالۍ له لوري د هغه پلونو او پلچکونو د بیارغولو چارې پیل شوي، کوم چې د تېر جمهوري نظام پرمهال وسله والو طالبانو د افغان پوځ د له منځه وړلو لپاره په ماینونو الوځولي وو. د لښکرګاه ښاروالۍ ویاند محمد طاهر ابشار وویل چې یاد پلونه او پلچکونه د ښاروالۍ په بودجه رغول کېږي. نوموړي د هغه پلونو او پلچکونو شمېر یاد نه کړ، کوم چې دوی یې د بیارغولو هوډ کړی، خو وايي، لومړی هغه پلونه او پلچکونه رغوي کوم چې د خلکو تګ راتګ پرې زیات وي: "موږ هر پلچک ډیزاین کړی او لنډ... Читать дальше...
پرتګالي فوټبال ستوری کرسټیانو رونالډو وایي، تر اوسه له ملي لوبو د ګوښه کېدو په اړه فکر نه کوي او دا هغه پرېکړه نه ده چې نور یې وغواړي او ترسره یې کړي. د نړیوالو ورزشي وېب پاڼو د راپورونو له مخې کرسټیانو رونالډو چې تر راتلونکو څو ورځو به ۳۷ کلن شي د ۱۱۵ ګولونو په وهلو او د پرتګال د ۱۸۲ لوبو کې د ګډون لپاره په ملي کچه تر ټولو غوره ګول وهونکی بلل شوی دی. رونالډو له سکای سپورټس ټلوېزیوني شبکې سره مرکه کې ویلي، هرکله یې چې احساس وکړ منډه نه شي وهلی او شوټ نه شي کولی د ګوښه کېدو په اړه یې فکر کوي. هغه ویلي چې غواړي فوټبال ته دوام ورکړي.
د تخار او کندز ولایتونو د لوبغاړو ترمنځ د وشو سیالۍ ترسره شوې. د کندز ولایت د ورزش ادارې چارواکو د دې ادارې پر فېسبوک پاڼه لیکلي چې دا سیالۍ په دوو کټه ګوریو کې د ۴۴ ځوانو لوبغاړو تر منځ نن شنبې ترسره وې. د دې سیالیو د ترسره کولو هدف د یادو دوو ولایتونو د لوبغاړو تر منځ د اړیکو او وشو ورزش پراختیا بلل شوی دی. دا سیالۍ د یوې ورځې لپاره وې.
ننګرهار ولایت کې د غېږې نیونې درې ورځنۍ سیالۍ نن پای ته ورسېدې. د المپیک ملي کمېټې د مطبوعاتو مسوول مجیب قاري زاده ازادي راډیو ته وویل، په دې درې ورځنیو سیالیو کې شااوخوا سلو لوبغاړو ګډون کړی و. ښاغلی قاریزاده وایي، د دغو سیالیو د ترسره کولو موخه ولایتي سیالیو ته د غوره لوبغاړو انتخابول وو.
کډي کباب د بلوچستان د خلکو یو ډول دودیز خواره دي چې پخوا به په اور پخېده خو اوس د کوټې په یوه رسټورانټ کې په نوې طریقه پخېږي. هغه خلک چې د روغ پسه د اخستو توان نه لري یا اړتیا نه ورته لري په دې رسټورانټ کې یې د کیلو په حساب اخستلای شي داسې چې یوه کیلو یې په ۲۲۰۰ پاکستاني روپیو ورته تمامېږي. صمد شبنم په دې اړه دا راپور چمتو کړی.
اسلامي دولت ډلې یا داعش د کابل په شمال کې د بریښنا پر یوې ستنې د حملې مسوولیت ومانه. د دې برید په نتیجه کې د پنجشنبې له ماښام راهیسې د کابل او څو ولایتونو برېښنا قطع شوې ده. د جرمني خبري اژانس د راپور له مخې اسلامي دولت ډلې پر خپله ټلیګرام پاڼه په یوه بیان کې د دې برید مسوولیت منلی. په بیان کې راغلي دي چې د دې ډلې وسله والو د کابل په شکردرې ولسوالۍ کې د لوړ ولتاژ برېښنا یوه ستن په چاودېدونکو موادو والوزوله.
د کابل ښار اوسېدونکي وایي، له تېرو دوه شپو او ورځو راپه دېخوا برېښنا نه لري او تیارې شپې تېروي. دوی وایي، د برېښنا د ستنو الوځولو یې اندېښنې زیاتې کړي او د طالبانو له حکومته غواړي چې د دا شان اعمالو مخه ونیسي. د کابل ښار اوسېدونکو مسعود او حاجي غلام په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "موږ له تېرو دوو ورځو شپو برېښنا نه لرو، حیران یو چې بیا څوک د برېښنا ستنې نړوي، زموږ دا ستونزه خو هېڅ حل نه شوه. -اوس باید د طالبانو حکومت د برېښنا د ستنو امنیت ونیسي او هغه کسان هم چې دا ستنې نړوي ودې نیول شي چې... Читать дальше...
د تېلو لوی تولیدوونکی سعودي عربستان نن اعلان وکړ چې په پام کې لري تر ۲۰۶۰میلادي کاله پورې د مضرو ګازونو د تولید کچه صفر ته ورسوي. سعودي له دې اعلان سره د هغو سلو هېوادونو په کتار کې راغی چې د اقلیمي بدلون د مخنیوي په مقصد په نړیوالو هڅو کې شامل دي. دا اعلان نن شنبه (د لړم په ۱ نېټه) ولیعهد شهزاده محمدبن سلمان د چاپېریال د پاکوالي د نوښت په نوم د سعودي لومړني کنفرانس ته په خپله لنډه ویناکې وکړ. سعودي عربستان دا اعلان د سکاټلنډ په ګلاسګو ښار کې د اقلیم په اړه د یوه مهم نړیوال کنفرانس له پیل نژدې یوه اوونۍ مخکې کوي. Читать дальше...
د سره صلیب نړیواله کمېټه خبرداری ورکوي چې که له افغانستان سره د ژمي له را رسېدو مخکې مرسته ونه شي نو وضعیت به تراوسه هم خراب شي. په جنیوا کې د سره صلیب د مرکزي دفتر ویاند نجم اقبال نن شنبه ازادي راډیو ته وویل چې نړیوال باید له افغانانو سره د مرستې په برخه کې پر یوه پلان سلا شي کنه افغانستان ښايي له ناوړه حالت سره مخامخ شي: "وخت ډېر ټاکونکی دی. که نړیواله ټولنه او مرستندویې موسسې د افغانستان اړتیاوو ته وخت ته په پام سره ځواب ونه وايي او دا یقیني نه کړي چې خلک د خپلې اړتیا وړ شیان ترلاسه کوي، نو... Читать дальше...
د پاکستان د یوه ممنوع اسلامپال ګوند زرګونه پلویان، د اسلام اباد خوا ته د اوږد لاریون په مقصد له لاهور ښار څخه وخوځېدل. د تحریک لبیک پاکستان ګوند ویاند او عیني شاهدان وايي چې لاریونوالو نن د دوهمې ورځې لپاره له پولیسو سره چې پر دوی یې اوښکې بهوونکی ګاز کاراوه، نښتې وکړې. معترضانو د اسلام اباد پر لور لاریون د جمعې په ورځ پیل کړ، څو حکومت دې ته اړ کړي چې د تحریک لبیک پاکستان ګوند مشر سعد رضوي خوشې کړي. رضوي تېر کال په فرانسه کې د اسلام د پیغمبر د کاریکاتور له خپرېدو وروسته د فرانسې پر ضد د مظاهرو پر مهال ونیول شو. Читать дальше...
د روسیې په مشرۍ د ډله ییز امنیت سازمان غړو هېوادونو په تاجکستان کې د افغانستان سرحد ته نژدې د پوځي تمریناتو بل پړاو نن پای ته ورساوه. د دې تمریناتو پرمهال یوه فرضي صحنه ښودل کېده چې ګنې یو شمېر وسله وال کسان په یوه موټر کې د افغانستان له خاورې تاجکستان ته د ننوتو هڅه کوي خو مخه یې نیول کېږي. په سیمه کې د روسیې د پوځ د مرکزي قرارګاه قوماندان الکساندر لاپین د دې تمریناتو د پای په مناسبت یوې غونډې ته وویل چې په تاجکستان کې دا پراخ پوځي تطبیقات په افغانستان کې د خرابېدونکي حالت پر وړاندې غبرګون و. Читать дальше...
د پاکستان پولیسو په بلوچستان ایالت کې د عملیاتو پرمهال په یوه نښته کې نهه مشکوک وسله وال وژلي دي. د تروریزم ضد پولیسو په یوه بیان کې ویلي دي چې دا نښته نن سهار وختي د بلوچستان په مستونګ سیمه کې وشوه. په بیان کې راغلي چې دې وسله والو لومړی پر پولیسو ډزې وکړې. په همدې سیمه کې تېره اوونۍ یوې بمي چاودنې د پولیسو یو افسر وواژه او ۱۹ نور کسان یې ټپیان کړل. د نننۍ حملې مسوولیت تراوسه کومې ډلې نه دی منلی، خو د تېرې اوونۍ د بمي چاودنې مسوولیت پاکستاني طالبانو منلی و. د پاکستان پوځ په یوه جلا... Читать дальше...
د طالبانو د حکومت لهخوا په مسلکي او کدري بستونو د ګمارنو په برخه کې معیار او شرایطو ته نه پاملرنې، پر دوی نیوکې ډېرې کړي دي. تر اوسه د طالبانو د حکومت لهخوا ګمارنو کې په لوړه او ټېته کچه د هغو کسانو ونډه او سلنه زیاته ده چې د طالبانو غړي او یا یې هم نږدې کسان دي، خو د طالبانو د حکومت هر چارواکی وايي، وزارتونو ته له خپلو ګوته په شمار کسانو سره ورغلي، هغه ادعا چې تر پوښتنې لاندې ده. تازه د افغانستان د مخکیني حکومت د کلیو او پراختیا وزارت مرستیال پوپل حبیبي ادعا کړې چې د دې وزارت نوې رهبرۍ ۲۸ ولایت رئیسان له دندو ګوښه کړي دي. Читать дальше...
په کونړ کې د فرصت په نوم د وړیا زده کړو له مرکزه ۱۴۵ تنه فارغ شول. دغو کسانو د کمپیوټر، معلوماتي ټکنالوژۍ، انګلیسې او نورو برخو کې زده کړې کړي دي. یاد کورس د شوکت زماني په نوم د بهر میشتي کونړي سوداګر له خوا څلور کاله وړاندې جوړ شوی دی، اوس مهال په کې په سلګونو کسان په زده کړو بوخت دي. په کونړ کې د فرصت وړیا زده کړو مرکز مسوول احسان الله احساس ازادي راډیو ته وویل: "څلور کاله کېږي چې د کونړ په مرکز اسعداباد، وټه پور او خاص کونړ ولسوالیو اړوند په درېیو روزنیزو مرکزونو کې په بېلابېلو برخو کې زده... Читать дальше...
د طالبانو حکومت وايي، هېڅ څوک افغانستان او افغانانو ته د مقاومت او یا هم بل کوم عنوان لاندې ګواښ نه شي پېښولای. طالب چارواکي دا څرګندونې د یو شمېر پخوانیو چارواکو او جهادي قوماندانانو لهخوا د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مقاومت عالي شورا له اعلان وروسته کوي. پرون پخواني جهادي مشرعبدالرب رسول سیاف او د جمعیت اسلامي ګوند د بیلې شوې څانګې مشر عطامحمد نور په خپلو رسمي فیسبوک پاڼو ولېکل، دا شورا له طالبانو سره د خبرو لپاره له یو شمېر ګوندونو، ډلو او سیاسي کسانو جوړه شوې. د افغانستان د اسلامي... Читать дальше...
د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د سړک د غاړې یوه ماین چاودنې د یوه ماشوم په ګډون دوه ملکي وګړي وژلي دي او څلور نور یې ټپیان کړي دي. پولیس وايي چې د دې برید هدف د طالبانو یوه موټر و، خو امنیه قومانداني وايي چې په موټر کې سپاره طالبان نه دي زیانمن شوي. د دې حملې مسوولیت تراوسه کومې ډلې نه دی منلی، خو په جلال اباد کې پر طالبانو مخکینۍ حملې اسلامي دولت ډلې کړې چې په دې سیمه کې فعاله ده.
هغه د انګلیسي ادب د معتبرو شاعرانو شیکسپیر او جان کیټس د شاعرۍ ځینې برخې هم پښتو ته اړولې وې. نوموړی د ۱۹۳۵ کال د جنورۍ په ۱۴مه په لکي مروت دادمیدادخېلو کې زوکړی و. هغه د ۲۰۲۱ کال د اکتوبر پر ۲۳مه د ایبټ اباد په یو روغتون کې وفات شو.
د خیبر پښتونخوا د وزیراعلی محمود خان ویاند خورشید خان د اکتوبر پر ۲۲مه مشال راډیو ته وویل، هغوی د اکتوبر پر ۲۱مه د قبایلي ضلعې خیبر په جامعه جنیدیه غفوریه کې یوه غونډه وکړه.
په پاکستان کې د خوراکي توکو او برېښنا ترڅنګ د تیلو بیعو زياتېدو پرضد که یوې خوا ته حکومت مخالفه سیاسي ګوندونه احتجاجونه کوي نو بلخوا عام ولس د ټولنیزو رسنیو له لارې د خپلو احساساتو څرګندونه کوي۔ د مشال راډیو خبريال منورشاہ له دا ډول ويډيوګانو جوړ راپور وړاندې کوي.
د پښتو ژبې نامتو سپین روبی شاعر عبدالرحیم مجذوب له نړۍ سترګې پټې کړې. نوموړي په ځانګړي سبک کې نظمونه لیکلي، غزلیزه شاعري یې شته، خوندورې ژباړې یې پښتو ته کړي او خال خال افسانې یې هم د پښتو په پخوانیو مجلو کې لیکلې دي. هغه د انګلیسي ادب د معتبرو شاعرانو شیکسپیر او جان کیټس د شاعرۍ ځینې برخې هم پښتو ته اړولې وې. نوموړی د ۱۹۳۵ کال د جنورۍ په ۱۴مه په لکي مروت دادمیدادخېلو کې زوکړی و. هغه د ۲۰۲۱ کال د اکتوبر پر ۲۳مه د ایبټ اباد په یو روغتون کې وفات شو. د مشال راډیو خبریال عمر وزیر د ۲۰۱۴ کال په فبرورۍ... Читать дальше...
د جمیعت علمای اسلام (ف ) یو مشر سېنېټر عبدالغفور حیدري مظاهرې ته د وینا پر مهال وویل، د عمران خان هېڅ اخلاقي جواز نه جوړېږي چې د وزیراعظم په څوکۍ پاتې شي ځکه چې د اولس سره کړې یوه ژمنه یې هم نه ده پوره کړې.
د لاهور د پولیسو ویاند مظهر حسین د اکتوبر پر ۲۲مه مشال راډیو ته وویل، په لاهور کې د تحريک لبېک مظاهره کونکو پلويانو او پوليسو ترمنځ په نښتو کې دوه پوليس والا وژل شوي او يوشمېر ژوبل دي.
د افغانستان په جګړه کې د پخواني افغان ځواک او طالبانو په زرګونو سرتيري او وسله وال معذوره شوي دي. په کابل کې یو روغتون داسې دي چې دوی پکې په يوه کوټه کې تر درملنې لاندې دي. دوی غواړي هم يې د بدن زخمونه او هم یې د زړه کرکې ختمې شي. نور حال د بشيرګواښ په دې راپور کې وګورئ چې د رويټرز خبري اژانس له يوې ويډيو یې جوړ کړی دی.
په کابل ښار کې یو شمېر تېل پلورونکي د تېلو د بیو له لوړوالي شکایت کوي. دوی نن ازادي راډیو ته وویل چې د یو لیتر پترولو بیه ۷۲ افغانۍ او د یو لیتر ډیزلو بیه ۶۴ افغانیو ته لوړ شوې ده. د کابل ښار د پُل پاد شاه په نوم د تېلو د یو ټانک مشر حاجي خان ازادي راډیو ته وویل چې یو کیلوګاز هم په ۸۰ افغانۍ پلورل کېږي او له همدې امله دوی هېواد ته ګاز نه شي را واردولی چې پر خلکو یې وپلوري. حاجي خان د سونګ توکو د بیو د لوړوالي لاملونه په بانکي سیستمونو کې ستونزې او افغانستان ته د تېلو او ګازو د وارداتو کمېدل یاد کړل. Читать дальше...
د بلخ ولایت د قره قل پوستکي د ادارې مسولین وایي، د قره قل پوستکو ۶۰ زره جلده له هېواده بهر صادرولو ته چمتو دي. د دغې ادارې مدیر محمد عارف ازادي راډیو ته وویل، پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته دا د قره قل پوستکو د صادراتو لومړی ځل دی چې راتلونکو څو ورځو کې به ترسره شي. ښاغلی عارف وایي، په دې خبرې روانې دي چې دغه ۶۰ زره جلده قره قل پوستکي د هوایي دهلېزونو له لارې بهر ته واستول شي. هغه زیاته کړه چې د افغانستان د قره قل پوستکي ډېر کله د منځنۍ اسیا هېوادونو او پولنډ ته صادرېږي. د ښاغلي... Читать дальше...