افغانستان د کرکټ د ۲۰ اووریزو لوبو د نړیوال جام په تمریني لوبو کې خپله لومړۍ لوبه جنوبي افریقا ته بایلوده. لوبه لومړی جنوبي افریقا پیل کړه او په ۲۰ اوورونو کې یې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره افغانستان ته د ۱۴۶ منډو هدف وټاکه، خو افغان لوبډلې په ۲۰ اوورونو کې یوازې ۱۰۴ منډې وکړې او ټول لوبغاړي یې وسوځېدل. د افغان لوبډلې بله تمریني لوبه د چهارشنبې په ورځ له وېسټ انډیز سره ده. په نړیوال جام کې به د افغانستان لومړۍ اصلي لوبه د اکټوبر په ۲۵مه نېټه وي چې سیاله لوبډلهیې تر اوسه نهده معلومه، خو... Читать дальше...
د هند په جنوب کې د سختو بارانونو له وجې سېلاوونه راغلي. په کېرالا ایالت کې د اکتوبر پر ۱۷مه او ۱۸مه په سېلاوونو کې لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شوي او ګڼې ودانې ړنګې او زیانمنې شوې دي. د قدرتي ناورینونو پروړاندې د مبارزې اداره وايي، په ایالت کې د شوي زیان جاج اخلي او له ځپل شویو سره مرستې کوي. د رویټرز اژانس ویډیويي رپورټ.
د امریکا د بهرنیو چارو لومړنی تورپوستی وزیر کولین پاول نن د ۸۴ کلونو په عمر د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ په پایله کې په حق ورسېد. د نوموړي د کورنۍ لهخوا پر ټولنیزو شبکو په یوه خپاره شوي بیان کې د پاول د مړینې خبر تأیید شوی او ویل شوي دي چې هغه د کرونا ویروس پر وړاندې پوره واکسین شوی و. پاول د متحده ایالاتو د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز هم پاتې شوی او د دواړو ډیموکرات او جمهوريپال ګوندونو له څلورو ولسمشرانو سرهیې پر بېلابېلو دندو کار کړی او د بېلابېلو جګړو له اتلانو څخه شمېرل کېږي. پاول به له خپل... Читать дальше...
په داسې حال کې چې طالبان هڅه کوي، ګاونډیان او نور هېوادونهیې دولت په رسمیت وپېژني، پخوانی جمهور رئیس حامد کرزی وايي، طالبان باید لومړی داخلي مشروعیت ترلاسه کړي. ښاغلی کرزی ټاکنې یا هم په اوسنیو شرایطو کې د لویې جرګې راغوښتل د طالبانو لپاره د داخلي مشروعیت د ترلاسه کولو انتخابونه بولي چې طالبانیې باید مهم وګڼي. ښاغلی کرزی د داخلي مشروعیت ترلاسه کول یوازنۍ لاره بولي چې د طالبانو دولت پرې کولای شي، د نړیوال مشروعیت اخیستو ته لاره اواره کړي. حامد کرزي دا څرګندوې د یکشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د تلې... Читать дальше...
د پولیسو یوه ویاند شهزاده فرحت مشال راډیو ته وویل، بم په یوه موټر سایکل کې ایښی وو چې د پولیسو له ګاډي سره نېږدې درېدلی وو.
د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه اندېښنه ښيي چې په هېواد کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ډېرې قضیې نهڅېړل کېږي. دې کمېټې په یوه اعلامیه کې لیکلي، له ډېرو هڅو سره سره له یو څو محدودو قضیو پرته، د طالبانو لهخوا خبریالانو سره شوي تاوتریخوالي ته ځواب نهدی ورکړل شوی. په دې کمېټه کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي د قضیو د څېړلو مسؤل جمیل وقار د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د تلې ۲۶» ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو د حکومت له رامنځته کېدو تر دا مهاله، د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۶۵ قضیې ثبت شوي، خو تر اوسه نهدي څېړل شوي. Читать дальше...
دا سروې د اکتوبر پر ۱۷مه نېټه یوې کراچۍ مېشتې مارکېټينګ او ټولنيز تحقیقاتي کمپنۍ پلس کنسلټېنټ کړې چې پکې د پاکستان په څلورو واړو صوبو کې يې له شاوخوا ۱۸۰۰ کسانو د ښځو د خونديتوب په اړه پوښتنې کړې دي.
د کرکټ د شل اووریزو لوبو د نړیوال جام په تمریني لوبو کې د افغانستان او د جنوبي افریقا د ټیمونو لوبه روانه ده. لوبه لومړی جنوبي افریقا پیل کړه او په ۲۰ اوورونو کې یې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره افغانستان ته د ۱۴۶ منډو هدف وټاکه. د افغان لوبډلې بله تمریني لوبه د چهارشنبې په ورځ له وېسټ انډیز سره ده. په نړیوال جام کې به د افغانستان لومړۍ اصلي لوبه د اکټوبر په ۲۵مه نېټه وي چې سیاله لوبډلهیې تر اوسه نهده معلومه، خو دوهمه لوبه بهیې د اکټوبر په ۲۹مه له پاکستان سره وي. همداراز افغان لوبډله به... Читать дальше...
د جرمني خبري اژانس خبر ورکړی چې ایران غواړي راتلونکې اوونۍ د افغانستان د سیاسي راتلونکې په اړه د یوه کنفرانس کوربهتوب وکړي. ډيپياې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ویاند سعید خطیبزاده له قوله خبر ورکوي چې نوموړي نن د تلې په ۲۶مه ویلي، دا کنفرانس به د چهارشنبې په ورځ د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو او د روسیې د استازي په ګډون جوړ شي. خطیبزاده ویلي چې ایران به په دې غونډه کې په افغانستان کې د طالبانو او ټولو سیاسي ډلو په ګډون د یوه حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړي. نوموړی زیاتوي... Читать дальше...
تاجکستان نن د افغانستان سرحد ته نږدې د شااوخوا ۴ زره سرتېرو په ګډون پوځي تطبیقات پیل کړل. د جرمني خبري اژانس د روسیې په مشرۍ د ډلهییز امنیت د تړون د سرچینو په حواله خبر ورکوي چې دا تمرینات به د شنبې تر ورځې پورې دوام وکړي. ویل شوي چې په دې تطبیقاتو کې د وسلهوالو نښتو او له سرحدونو د خلکو د غیر قانوني اوښتو په برخه کې سرتېرو ته زدهکړې ورکول کېږي. تاجکستان له افغانستان سره شااوخوا ۴۰۰ کیلومتره ګډ سرحد لري. د منځنۍ اسیا هېوادونو او له هغې ډلې تاجکستان په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو... Читать дальше...
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالېسۍ مشر جوزف بورېل وايي دی هیلهمن دی چې په راروانو ورځو کې به د دې ټولنې ډيپلوماتان، د ایران د اټمي موافقې د احیا کولو لپاره د هڅو په ترڅ کې له خپلو ایراني سیالانو سره وګوري. ښاغلي بورېل نن د تلې په ۲۶مه په لوکزامبورګ کې د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډې ته له رسېدو سره سم خبریالانو ته وویل چې دی اوس تر پخوا زیات هیلهمن دی. بورېل دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغه کوي چې د ایران د پارلمان یوه غړي احمد علي رضا بیګي د بهرنیو چارو د وزیر حسین امیر عبداللهیان... Читать дальше...
په نشهیي موادو اخته کسان چې سرونهیې خرېیل شوي، لویې جامې یې په ځان دي او په سترګو کې یې وېره ښکاري. طالبان له کابل ښار نه معتادین راټولوي او د ۴۵ ورځو لپارهیې د معتادینو د درملنې په روغتون کې بستر کوي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په غږ د اکتوبر پر ۱۷مه (پرون) په کراچۍ کې يوه لویه غونډه وکړه چې پکې یې په سيند کې د خپلو صوبايي مشرانو ټاکنې بشپړې کړې او نورالله ترین یې صوبايي مشر وټاکه.
له افغانستانه په بېړه د امریکايي عسکرو وتل چې په دغه هېواد کې د دوی د ملاتړي نظام د سقوط لامل شو، د متحده ایالاتو په کانګرس کې د بحث له مهمو موضوعاتو یوه ده. د امریکا قانون جوړوونکي وايي، له افغانستانه د امریکا د وتو په اړه د نتیجې معلومول ځکه ستونزمن شوي چې د دفاع او بهرنیو چارو وزارتونه مسؤلیت نهمني. "دَ هیل" امریکايي ورځپاڼې د کانګرس د ځینو غړو له قوله راپور ورکړی چې د افغانستان په اړه د کانګرس سره وروستیو غونډو کې د دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو لوړپوړو چارواکو پړه پر یوه او بل اچولې چې... Читать дальше...
د امریکا دفاع وزیر لوېډ استېن د تور سمندرګي د سیمې هېوادنو په وړاندې د روسیې د یرغل په مقابل کې د ګرجستان د ملاتړ او د ښکاره غبرګون ښکاره کولو په خاطر د دغه هېواد پلازمېنې تبلیسي ته رسېدلی دی. لوېد استېن به د اکټوبر په ۲۱مه او ۲۲مه په بروکسل کې د ناټو دفاع وزیرانو په غونډه کې له ګډون مخکې له رومانیا او اوکرائین هم لیدنه وکړي. ګرجستان له کلونو را په دېخوا په هڅه کې دی چې د ناټو تړون غړیتوب ترلاسه کړي. مسکو هم هڅه کوي چې په ناټو کې د ګرجستان د غړیتوب په وړاندې خنډ وګرځي. تر دې مخکې د ګرجستان،... Читать дальше...
د روغتیا نړیوال سازمان راتلونکې میاشت وروسته له درېیو کلونو یو وار بیا په ټول افغانستان کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیلوي. دا کمپاین به د نومبر په ۸مه پیل شي او هغه ۳،۳ ملیون ماشومان به هم واکسین شي چې وړاندې ترې محروم وو. دا په تېرو ۳ کلونو کې لومړی ځل دی چې په ټول افغانستان کې له ۵ کلونو کم عمره ماشومانو ته په ټولیز شکل د ګوزڼ ضد واکسین ورکول کېږي. د روغتیا نړیوال سازمان په دې اړه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، دې کمپاین کې به هغه ۳،۳ میلیون ماشومان هم واکسین شي چې تېر کلونه د بېلابېلو لاملونو له امله ترې محروم وو. Читать дальше...
د خیبر پښتونخوا نانوایانو د اوړو د بیو زیاتېدو له وجې د یوې ډوډۍ نرخ له ۱۰ روپۍ څخه ۲۰ روپیو ته لوړ کړی دی. د نانوایانو د ټولنې مشر وايي، یوازې اوړه نه بلکې ګیس، برېښنا او د ټرانسپورټ لګښتونه هم زیات شوي دي. د اوړو کاروباریان وايي، په خیبر پښتونخوا کې زیات غنم نه پیدا کېږي نو ځکه اړ دي چې له پنجاب او سینده یې درامد کړي چې له کبله یې د اوړو بیه د نورو صوبو پرتله زیاته ده. د پاکستان حکومت وايي، د ګرانۍ کنټرولولو هڅه کوي. د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید د اکتوبر پر ۱۷مه په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل حکومت د اقتصاد د ښه کولو هڅې کوي. Читать дальше...
قزاقستان له افغانستان سره د پنځه زره ټنه اوړو د مرستې ژمنه کړې ده. د طالبانو حکومت د چارو ادارې په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، د قزاقستان د ولسمشر ځانګړي استازي کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې د رئیسالوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر سره د لیدو پر مهال د ګڼو سیاسي او دوه اړخیزو همکاریو ترڅنګ، ژمنه کړې چې له افغانستان سره به د پنځه زره ټنه اوړو مرسته وکړي. بل لور ته د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې قزاقستاني چارواکي د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیر خان متقي سره په لیدنه کې هم په راتلونکي... Читать дальше...
بلوچستان کورنيو چارو صوبايي وزیر میرضیاء لانګو په کوټه پریس کلب کې یوه خبري کانفرنس ته ویلي چې د هوشاب پېښه "ډېره دردوونکې" ده او صوبايي حکومت له وړاندې ټولو ادارو ته امر کړی دی چې په پېښه کې د وژل شوو ماشومانو له کورنۍ سره دې انصاف وشي.
سلګونه کسانو پرون یکشنبه د پولنډ په پلازمېنه وارسا او لوی ښار کراکوف کې د هغو کډوالو په ملاتړ مظاهره وکړه چې د اروپايي ټولنې هېوادونو ته د تلو په هدف د بلاروس له خاورې دې هېواد ته ننوځي. معترضان په پلازمېنه وارسا کې د ولسي جرګې مخې ته راټول شول او شعارونهیې ورکول چې په سرحد کې د کډوالو شکنجه بنده کړئ. دوی له پولنډ څخه د دې کډوالو د ایستلو د بهیر د بندېدو غوښتنه کوله. دا مظاهره وروسته له هغه کېږي چې د پولنډ حکومت دې هېواد ته د کډوالو د مخنیوي لپاره بېړنی حالت اعلان کړی او سخت اقداماتیې وضع کړي دي. Читать дальше...
راپورونه وايي چې د قزاقستان د ولسمشر یوه استازي کابل ته د سفر پر مهال د طالبانو له چارواکو سره د تجارتي او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړي. د تاس خبري اژانس د راپور له مخې د قزاقستان د جمهوري ریاست د رسنیو څانګې دا خبر پرون- د اکتوبر په ۱۷مه وروسته له هغه ورکړ چې د نړیوالې همکارۍ په چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي ایرژان کازي خان کابل ته سفر وکړ. تاس د ولسمشر د قاسم ژورمات تاقایف د مطبوعاتي څانګې له قوله زیاتوي چې دواړو لورو د تجارتي او اقتصادي راکړې ورکړې او په قزاقستان کې افغان محصلینو ته د بورسیو بیا پیل ته لېوالتیا ښودلې. Читать дальше...
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، په افغانستان کې څه باندې ۶۰ سلنه صنایعې د سقوط له ګواښ سره مخ دي. د افغانستان د سوداګری او پانګه ونې خونې رئیس توکل احمدیار ازادي راډیو ته وویل، په افغانستان کې د صنعت بازار د سقوط په حال کې دی او ډیری هغه فابریکې چې په دې برخه کې فعاله وې، د تړل کیدو په حال کې دي. نوموړی زیاتوي، که څه هم په تېرو شلو کلونو کې د پانګې د جذب، د سوداګریزو فعالیتونو لپاره د اسانتیا برابرولو او خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې پرمختګ وشو، خو د نوي نظام په راتلو سره سوداګر او صنعت کاران له جدي ستونزو سره مخ دي. Читать дальше...
د اګست په نیمايي کې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته خبریالان او رسنۍ له یوشمېر ستونزو او چیلېنجونو سره مخامخ شوي دي. د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وايي، په هېواد کې شاوخوا ۷۰ فیصده رسنیزې ادارې یا تړل شوې او یا یې فعالیتونه اغېزمن شوي او یوشمېر خبریالان له وطنه وتلي دي. په فراه ولایت کې د عروج راډیو مشر وايي، تفریحي خپرونې یې درولې دي او یوازې دیني پروګرامونه وړاندې کوي. د اژانس فرانس پرېس ویډیويي رپورټ.
د طالبانو حکومت یو چارواکی وايي د پلچرخي زندان بیا پرانیستلو ته تیاری نیسي. فرانس پرس خبري اژانس د زندانونو د ساتنې د چارو د یوه مسؤل مولوي عبدالله حقیق له قوله خبر ورکوي چې ویلي یې دي د پلچرخي زندان لپاره یو شمېر ساتونکو ته روزنه ورکړل شوې چې ډېر ژر به د دغه زندان چارې سمبالې کړي. د طالبانو د زندانونو د ساتنې د چارو دغه مسؤل ونهویل چې کله به د پلچرخي زندان بېرته پرانیستل کېږي، خو زیاتهیې کړه چې دوی به وکولای شي په دې زندان او د کابل ولایت په نورو محبسونو کې له ۶ زرو تر ۷ زرو پورې بندیان وساتلی شي. Читать дальше...
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د قطر د بهرنیو چارو له وزیر محمد بن عبدالرحمن الثاني سره د افغانستان په اړه خبرې وکړې. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دغو خبرو په اړه نور جزئیات نهدي ورکړي، خو ویلي یې دي چې بلېنکن دا ومنله چې قطر له افغانستانه د امریکایي وګړو او له خطر سره مخامخ افغانانو لپاره د ترانزیټ په برابرولو کې مرسته کړې ده. د اګسټ د میاشتې په دوهمه نیمایي کې وروسته له هغې چې طالبانو کابل ونیو، د کابل د نړیوال هوایي ډګر له لارې قطر ته په لسګونو زره کسان ولېږدول شول. هغه هېواد... Читать дальше...