وروسته له دې چې طالبانو پر افغانستان ولکه ټینګه کړه، یو شمېر خبریالان بې دندې شول. ګل احمد الماس د غور یو سیمه ییز خبریال دی چې اوس د خپل ژوند د مخ ته وړلو لپاره اړ شوی چې د فېروز کوه ښار له غرونو خس راټول کړي او په بازار کې یې وپلوري. هغه وايي پرته له دې کاره بله لاره نه لري. د افغانستان د ژورنالېستانو ملي اتحادیې یوه نوې سروې ښیې چې په افغانستان کې رسنۍ او ژورنالېستان له جدي ننګونو په ځانګړي ډول د طالبانو له واکمنۍ وروسته معلوماتو ته نه لاسرسی، امنیت او اقتصادي ستونزو سره مخ دي. ... Читать дальше...
ډېریو ښوونکو له درېیو میاشتو راهیسې خپل معاشونه نه دي اخیستي چې له امله یې د ښوونځیو او پوهنتونونو ښوونکي او استادان له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي. برهان الدین او سید عبدالرحمن دوه تنه فاریابي ښوونکي دي چې نیمه ورځ درس او نیمه نوره شخصي کارونه کوي، څو وکولای شي خپلو ماشومانو ته یو مړۍ، ډوډۍ پیدا کړي. بشپړ ویډیويي راپور ددې تړوني په کېکاږلو سره کتلی شئ:
په افغانستان کې د خوړو نړيوال سازمان یا 'ډبلیو. اېف.پي' مشره وایي په دې هېواد کې د بې وزلۍ کچه لوړېدونکې ده او تر ۱۴ مېلیونه زيات کسان خواړه نه لري چې دوه مېلیونه یې ماشومان دي. په افغانستان کې د خوړو نړيوال سازمان یا 'ډبلیو. اېف.پي'" مشري ماری ایلن مک ګروارتي د یکشنبې په ورځ کندهار ته د خپل سفر پر مهال وویل چې دا مهال په افغانستان کې د دوه میلیونه ماشومانو په ګډون ۱۴ مېلیونه کسان د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او دا شمېر ورځ تر بلې د لوړېدو په حال کې ده. مک ګروارتي وویل، افغانستان دا مهال تر بل... Читать дальше...
د پاکستان ولسمشر عارف علوي او صدراعظم عمران خان د عبدالقدیر خان پر مړینه، چې د پاکستان د اټومي انرژۍ پلار بلل کېږي، خواخوږي وښوده. عبدالقدیر خان نن د ۸۵ کلونو په عمر په اسلام اباد کې مړ شو. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر، شیخ رشید احمد، نن یکشنبه په اسلام اباد کې په دې اړه یوه کنفرانس ته وویل: "نن یو لوی انسان ومړ. هغه یو لوی ساینسپوه و. چې د دې هېواد لپاره یې په احساس، عزت، درناوي او زیاتو هڅو سره خدمت وکړ چې د ۱۹۹۸م کال د مې میاشتې پر ۲۸مه یې نتیجه د ټولې نړۍ په وړاندې څرګنده شوه. د پاکستان... Читать дальше...
د هسپانیا چارواکو نن وویل چې له افغانستانه د نورو افغانانو او د هغوی د کورنیو د غړو د راایستلو لپاره یې د تخلیې تازه عملیات پیل کړي دي. د هسپانیا دفاع وزارت له اسوشېټېډ پرېس اژانس سره په خبرو کې دا راپورونه تایید کړل او ویې ویل، د خپلو بهرنیو چارو له وزارت سره د تخلیې پر نوي ماموریت کار کوي. دفاع وزارت د دغه ماموریت د خوندیتوب لپاره په دې باب نور جزئیات ورنه کړل، خو د هسپانیا EFE خبري اژانس راپور ورکړی چې د دې پلان له مخې به شااوخوا ۲۰۰ کسان د پاکستان له طریقه وایستل شي. تېره میاشت د هسپانیا... Читать дальше...
د یمن په جنوبي ښار عدن کې په یوه موټربم چاودنه کې لږ تر لږه ۴ کسان وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي. چارواکي وايي، په دې پېښه کې چې نن شوې، څلور واړه وژل شوي کسان سرتېري دي او په ټپیانو کې درې ملکیان شامل دي. د یمن دولتي خبري اژانس لیکلي چې دا د والي احمد لملس د وژنې یوه تروریستي هڅه وه. لملس په عدن کې د جنوب د انتقالي شورا سرمنشي دی. دغه شورا د سعودي عربستان له ملاتړه د برخمن مرکزي حکومت سیاله ګڼل کېږي. دواړه لوري هڅه کوي د یمن پر جنوب او عدن ښار ولکه ټینګه کړي. حکومت او د جنوب... Читать дальше...
راپورونه وايي، بریتانیا ته د تګ لپاره د افغانستان د ښځینه فوټبالرانو ویزې منل شوي دي. دوی په وروستیو کې له افغانستانه پاکستان ته کډه شوې وې. د ښځینه فوټبال د ټیم لوبډلمشرې خالدې پوپل پرون په یوه ټویټ کې ویلي، دا د هغې لپاره له خوښیو ډکه ورځ ده چې په انګلستان کې د ۱۳۲ فوټبالرانو او د هغوی د کورنیو د غړو د قبولۍ خبر ور رسېدلی دی. پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د افغانستان د فوټبال ځینې ښځینه لوبغاړي پرتګال ته هم تللي دي.
د ایران د اټمي پروګرام مشر وايي، تهران تر هغه څه زیات پاخه شوي یا غني شوي یورانیم لري چې د ملګرو ملتونو اټمي څارونکو ته یې تېره میاشت راپور ورکړی و. محمد اسلامي پرون ناوخته له دولتي ټلوېزیون څخه په وینا کې وویل، ایران د ۲۰ فیصده غني شویو یورانیمو ۱۲۰ کیلوګرامه لري. د اټمي انرژۍ نړیوالې ادارې په سېپټمبر میاشت کې د ایران د غني شوېو یورانیمو اندازه څلور اتیا اعشاریه درې کیلوګرامه اټکل کړې و. د یوې اټمي وسلې د جوړولو لپاره د ۲۰ فیصده یورانیمو ۱۷۰ کیلوګرامو ته اړتیا وي، خو په زیاتو اټمي وسلو... Читать дальше...
د افغانستان په روغتیايي سکټور کې د اوسنیو ستونزو له امله د نړیوالو ادارو د اندېښنو په دوام، یو شمېر ناروغ لرونکي هم په دولتي روغتونونو کې د امکاناتو له نه شتونه شکایت کوي. شیرین ګل چې موده وړاندې یې یوه دولتي روغتون ته خپل لمسی د درملنې لپاره راوستی و ازادي راډیو ته یې وویل، په دولتي روغتون کې د امکاناتو د نشتوالي او د ډاکټرانو د نه پاملرنې له امله یې لمسی ومړ. نوموړې وویل:"ما څو ورځې وړاندې خپل لمسی چې د زړه ناروغ و، کابل کې د اندراګاندي روغتون ته راوست. روغتون کې هېڅ امکانات نهشته، درمل... Читать дальше...
یو شمېر ښځو نن په کابل کې په یوې اعتراضیه غونډه کې د خپلو حقونو غوښتنه وکړه. دا ښځې چې شمېر یې له شلو کم وو، د کابل په شهرنو پارک کې راټولې شوې وې. د دغه اعتراضیه غونډې یوې ګډونوالې او د ښځو د حقونو فعالې شکریې سادات ازادي راډیو ته وویل، په اسلام کې د ښځو حقونه خوندي دي او هېڅ حکومت نه شي کولی د دوی حقونه تر پښو لاندې کړي. طالبانو د دې غونډې په اړه څه نه دي ویلي، خو مخکې له دې یې ویلي وو، دوی په یوې طرحې کار کوي چې بر بنست یې ښځې د اسلامي شرعیت له مخې کار او زده کړې وکړي. پر افغانستان... Читать дальше...
یو شمېر ښځو نن په کابل کې په یوې اعتراضیه غونډه کې د خپلو حقونو غوښتنه وکړه، دا ښځې چې شمېر یې له شلو کم وو، د کابل په شهرنو پارک کې راټولې شوې وې. سره له دې چې دغه هېواد کې پر ښځو له پخوا زیات محدویتونه وضع شوي، خو دوی بیا هم د خپلو حقونوغوښتنه کوي. د دې اعتراضیه غوندې یوه ګډنواله شکریه سادات یې په اړه وايي:" د نن ورځې مظاهره یو سوله ییز حرکت و، څو مېرمنې سره منسجمه شي، دغه لاریون کې موږ بېلابېل شعارونه درلودل، له پخوا زیاتو ستونزو سره مخ شوي یو، نو ځکه موږ وپتیله چې د کابل په شهر نو پارک کې... Читать дальше...
په هند کې د افغانستان سفارت پر فیسبوک پاڼه په یوې خپرې شوې اعلامیه کې ویل شوي، هغه افغانان چې د زده کړو، سیاحت او درملنې لپاره هند ته تللي وو او په افغانستان کې له ورورستیو تحولاتو سره هلته بند پاتې شول، لومړی ډله یې د جمعې په ورځ د ایران د ماهان هوایي شرکت په مرسته افغانستان ته ولېږدول شول. یو شمېر دغه افغانان چې تازه افغانستان ته ستانه شوي وایي، د ډېرو سختیو له ګاللو او پور اخیستو وروسته وتوانېدل چې ټکټ وپیري او خپل وطن ته ستانه شي. سهراب چې تازه له هنده افغانستان ته ستون شوی ازادي راډیو... Читать дальше...
د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونیسف وايي، په افغانستان کې به د هرې نجلۍ، هلک او ښځې د حقونو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي. د یونیسف د پروګرامونو مرستیال اجراییه مشر، عمر عبدي د کابل د سفر پر مهال نن په یوه ټویټ کې ویلي: "د یونیسف هدف دا دی چې هره نجلۍ او هر هلک په ښوونځي کې وي، روغتیايي اسانتیاوې ولري او له تاوتریخوالي خوندي وي." دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د اکتوبر میاشتې ۱۱مه نېټه د ماشومو نجونو له نړیوالې سره برابر ده.
د روسیې په تتارستان سیمه کې ۱۶ کسان هغه وخت مړه شول چې یوه الوتکه نسکوره شوه. شااوخوا ۱۶ نور کسان په دې پېښه کې چې نن مینزلینسک ښار ته نږدې شوې، سخت ټپیان شوي دي. په دې الوتکه کې چې تر الوتنې لنډه شېبه وروسته نسکوره شوه، یوه ډله پراشوټبازان سپاره وو. د روسیې نورو خبري اژانسونو راپور ورکړی چې په الوتکه کې ۲۳ کسان سپاره وو چې دوه یې د الوتکې عمله او ۲۰ تنه یې پراشوټبازان وو. انټرفاکس خبري اژانس راپور ورکړی، چې اووه کسان روغ رمټ ژغورل شوي دي.
د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د ملي لوبډلې لوبغاړو د نړیوال جام د مسابقو د چمتووالي لپاره نن په قطر کې خپل تمرینات پیل کړل. د کرکټ بورډ ویاند، فرید هوتک په دې اړه نن رسنیو ته وویل: "د افغانستان د کرکټ ملي لوبغاړو په قطر کې تمرینات پیل کړل. د ویلو ده چې د کرکټ ملي لوبغاړي به ډېر ژر په نړیوال جام کې د ګډون لپاره متحده عرب اماراتو ته سفر وکړي." په متحده عرب اماراتو کې به د کرکټ د نړیوال شل اووره جام سیالیو کې د افغانستان لومړۍ لوبه د اکټوبر پر ۲۵مه وي چې لا یې سیال نهدی معلوم، خو په دویمه لوبه کې د اکټوبر پر ۲۹مه له پاکستان سره مخامخېږي. Читать дальше...
د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين د اکتوبر پر نهمه له اسوشییېټېډ پرېس اژانس سره په خبرو کې اسلامي دولت وسله واله ډله د داعش په نامه ياده کړه او ویې ويل چې دوی خپله د داعش پرضد د مبارزې وړتیا لري.
بزګران او بڼ لرونکي وايي، په دې وخت کې سبزۍ او تازه میوې دومره لږه بیه لري چې دوی ته يې ګټه نه پاتې کیږي او د ټول کال خواري يې هیڅ ځای نه نیسي.
۸۵ کلن عبدالقدیر خان د پاکستان د اټومي پروګرام "پلار" په نوم یادېده او په ۱۹۷۶ز کال کې یې د هېواد د اټومي وسلو جوړولو څېړنیز مرکز پرانیستی وو.
مولانا فضل الرحمان خبريالانو ته وويل چې په هېواد کې ګرانۍ ورځ تر بلې زياتيږي او د خوراکي توکو بيې په بېساري ډول لوړې شوې دي.
خوستي بزګران او بڼ لرونکي وايي، د سړو خونو د نشتون له کبله دوی اړ دي، چې خپلې تازه میوې، ترکارۍ او سبزۍ په ټیټه بیه وپلوري. بزګران او بڼ لرونکي زیاتوي، سبزۍ او تازه میووې لږه بیه لري چې دوی ته يې ګټه نه پاتېږي او د ټول کال خواري يې هېڅ ځای نه نیسي. هغوی له طالبانو غواړي چې د سبزیو، ترکاریو او تازه میوو د ساتنې لپاره دې، په مرکز او ولسوالیو کې بزګرانو او بڼ لرونکو ته سړې خونې جوړې کړي. متوکل چې په خوست ښار کې سبزي خرڅوي ازادي راډیو ته وویل: "سبزي خرڅوم، ستونزې مو دا دي چې په سبزۍ باندې پنځه... Читать дальше...
د تایوان او چین ترمنځ سیاسي کړکېچ مخ په زیاتېدو دی. د تایوان د ولسمشرۍ دفتر د چین د ولسمشر شي جین پینګ د وروستیو څرګندونو په اړه غبرګون ښوولی دی. د چین ولسمشر ویلي و چې ډېر ژر به دا هېواد او تایوان سره یو ګډ برخلیک ولري. د تایوان ولسمشرې تسای اینګ وین، تېره ورځ د کرونا ویروس د کابو کولو د څرنګوالي یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې چین دې د تایوان د تابع کولو هڅه نه کوي. ده تردې مخکې هم ویلي و چې د تایوان د راتلونکي په اړه یوازې د دغه هېواد خلک پرېکړه کوي. د چین د ولسمشر شي جين پینګ د... Читать дальше...
د دې اوونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه مو د خيبرپښتونخوا د نوښار يو پېژندلی سندرغاړی انتظار علي پردېسي دی. نوموړی د نوميالي تبله غږوونکي او موسيقار فضل ربي پردېسي زوی دی. دی وايي، د سندرو ويلو ترڅنګ پښتو فلمونو ته موسيقي هم جوړوي خو زياتوي چې د فلمي سندرو د شعر او ويډيو له معياره خوښ نه دی. د نوموړي دا خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
سره له دې چې د طالبانو له واک ته رسېدو سره په افغانستان کې تفریحي او هنري پروګرامونه په ټپه درول شوي، پرون په کابل کې یو نندارتون جوړ شو. په نندارتون کې د رسامۍ، خطاطۍ او انځورونو تر څنګ ځینې تخنیکي وسایل هم نندارې ته ایښودل شوي وو. په دې وسایلو کې بې پیلوته الوتکې، کوچني روباټونه، نور برقي او تخنیکي وسایل هم شامل وو. د دې نندارتون په اړه چې د مسلکي زده کړو د ادارې له لوري ترتیب شوی و، یوه برخه وال خطاط صدیق الله ازادي راډوی ته وویل، دا نندارتون یوازې د یوې ورځې لپاره و. د تخنیکي... Читать дальше...
د طالبانو حکومت وايي، په قطر کې د دوی بحثونه به له نړۍ سره د ښو اړیکو زمینه برابره کړي. د طالبانو د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر، امیر خان متقي په مشرۍ د طالبانو یوه ډله له پرون راهیسې له امریکايي لوري سره د قطر په پلازمېنه دوحه کې په خبرو بوخته ده. د طالبانو د فرهنګي کمېسیون یوه غړي، احمد الله وثیق په قطر کې د روانو خبرو په اړه ازادي راډیو ته وویل: "نن به هم پر همدې موضوع بحث کېږي چې په روغتیايي چارو کې او نورې بشري مرستې څنګه دوام وکړي. د دې تر څنګ پر ځینو سیاسي موضوعاتو هم خبرې کېږي چې د راتلونکي... Читать дальше...
دا څرګندونې د پاکستان د بېلا بېلو سیاسي ګوندونو مشرانو او استازو د اکتوبر پر نهمه د کراچۍ په اړټس کونسل کې د افغانستان پر حالاتو جوړ شوي سیمینار ته کړې دي.